ځواني لاړه زړښت راځي په ځغستا
ښه دوران و وړکتوب ناز او ادا
که هر څو ځان تسلی کړم چې زړه ځوان دی
شپیته کاله به وانه وړي پر شپږ بیا
ویښتان سپین شول،نظر کم،غوښې شډلې
غوږ شو دروند،غاښونه وتلي له ريښا!
وچلی ګونځې،هډان سست ملا شلله کړوپه
آخ و ټوخ دی د زړه درد سبا بیګا
وروڼه بېل شوءل ؛خویندې لاړې پخپل بخت شوې
پلار شهید شو، مور بهوډۍ ده ڼن سبا
یاران تللي په سفر او څوک شهید شول
اولاده،میرمن تر څو به کړي وفا؟؛؟؟؟؟
دا فاني دنیا نیمګړې ده نیمه خوا
له آدمه تر دې دمه شوه د چا؟؟
خو...
لا صفا د ساپیتوب ، د زړهء یو ور شته
زر اومیده، هیلې دعاوې دحميد اله
درنښت/ ۴چنګاښ=۲۶ذلقعده الهرام= -+ ۲۵جون
بروسل