چې یو تت شانته ماښام وي
پکې ډک د میو جام وي
یاران ټول سره وي جمع
زوړ ساقي پکې امام وي
شونډې ډکې له موسکا وي
هر نظر کې یو پیغام وي
یو تر بل غاړه غړۍ وي
د یوه وجود اندام وي
مینه مینه کې کلام وي
دا وختونه دې مدام وي
+++
د نري لښتي پر غاړه
شنه جلګه وي د کبلو
د جلګې په څنګ کې واړه
کېرۍ (۱) ډکې وي له ګلو
لښتی هسې مست بهیږي
لکه بار اوښ چې شڼیږي
د څپو د زړه له تله
اورې دا یوه غونډله (۲)
چې اوبه ژوند له څپو کړي
څپې هم ژوند په شېبو کړي
+++
د جلګې خوا کې زغار وي
کباب ایښی وي پر اور
ورسره د رباب تار کې
یو غزل وي پرې راسپور
محفل تود لکه تنور وي
لا تودیږي پسې نور
په خندا، کړسا خبرې
د جامونو شورماشور
څوک نڅا کړي څوک اتڼې
مست او ګرم ټنګ ټکور
+++
خپل وطن وي هجر نه وي
کړاو نه وې زجر نه وي
خپل دې ولس وي، خپل دې کلی
هرڅوک خپل ځای کې ښاغلی
نه رټلی، نه ده ګلی
وې په زړونو کې منلی
دا که خیال هم وي، نعمت دی
یو ماښام هم غنیمت دی
یادوونه:
(۱ ) کېرۍ: له کر ــ کېلې څخه اخیستل شوی. کېرۍ یا کېلۍ یا کوراړی کوچني پټې ته وايی چې معمولآ ګلان یا ترکاري پکې کرل کیږي.
(۲) غونډـ له یعنې جمله.
د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ ۷ مه
سرلوڅ مرادزی