د هيواد معززو او ديندوستو تجارانو!

لکه څنګه چي تاسي پوهېږی موږ په خپل هيواد کي الحمدلله ډېري ديني خصوصي مدرسې لرو چي هم يې تأسيس ستاسي په مرسته سوی او هم ستاسو په مرستو چليږي.

پام چي خپلي ديني مدرسې هېري نکړئ! په هره برخه کي چي ستاسو په وسه وي د ديني مدرسو سره خپلي مرسته وکړئ ځکه ددې تر څنګ چي په ديني مدرسه کي ستاسو مالي مرستي به درته لويه او عظيمه صدقه وي په مدرسه کي چي هر څومره طالبان روزل کيږي او د دين څومره خدمتونه کيږي په ثواب يې تاسي ورسره شريکان ياست او د معنوي برکتونو سره سره به الله تعالی ستاسي په مال، ځان، اولاد، کورنۍ او هرڅه کي برکت واچوي.

دا معلومه خبره ده چي په مدرسه کي د طالبانو پر تعليم او اصلاح دواړو کار کيږي نو که د طالب څخه عالم جوړيړي هم يې تاسي په ثواب ورسره شريکان ياست او که طالب العلم په فکري او عملي لحاظ اصلاح کيږي هم يې تاسي په ثواب ورسره شريکان ياست؛ لږ تر لږه د يوه انسان د اصلاح کېدلو دومره ثواب دی چي د بنده تر فکر لوړ دی: رسول الله صلی الله عليه وسلم حضرت علي رضي الله عنه ته وايي: که الله تعالی يو سړی ستا په سبب هدايت کړي تا ته تر سرو اوښانو بهتره دی او حضرت معاذ رضي الله عنه ته فرمايي: که الله تعالی ستا په سبب يو نفر هدايت کړي تا ته تر دنيا او هغه څه چي په دنيا کي سته غوره دی؛ نو دا چي الله تعالی ستاسي په مالي مرسته  سلګونه او زرګونه نفر هدايت کړي ددې به څومره ثواب وي؟

دا ثابته خبره ده چي د مدرسې سره مرسته کول پر نيک او ښه کار باندي مرسته کول دي کوم شی چي الله تعالی موږ ورباندي امر کړي يو او فرمايي: وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى.[سورة المائدة2] ژباړه: د يو بل سره پر نيکۍ او تقوی مرسته وکړئ.

په حديث شريف کي راځي: انسان بايد د ځان څخه يا عالم جوړ کړي، يا متعلم جوړ کړي، يا د علم اورېدونکی جوړ کړي او يا د علم محب او خوښوونکی جوړ کړي؛ پنځم دي د ځان څخه نه جوړوي چي هلاک به سي.

په حديث شريف کي راځي: عَنْ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي بَكْرَةَ، عَنْ أَبِيهِ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: " اغْدُ عَالِمًا أَوْ مُتَعَلِّمًا أَوْ مُسْتَمِعًا أَوْ مُحِبًّا، وَلَا تَكُنِ الْخَامِسَةَ فَتَهْلِكَ.[شعب الايمان1581] ژباړه: عبدالرحمن بن ابي بکره د خپل پلار څخه  روايت کوي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: د ځانه څخه عالم، يا متعلم، يا اورېدونکی او يا محبت کوونکی جوړ کړه! پنځم د ځانه څخه مه جوړوه چي هلاک به سې.

دا يقيني خبره ده چي د ديني مدرسو سره ستاسي مرسته ددې ښکارندويي کوي چي تاسي د علم، علماو، طالبانو او ديني مراکزو سره مينه لري او د هغه کسانو څخه ياست چي الله تعالی د هلاکت او بربادۍ څخه ژغورلي دي.

نو کوښښ وکړئ د خپلو ديني مدرسو سره مرسته وکړئ او د ډېر لوی ثواب ګټونکي سئ.

مولوي نورالحق مظهري