ماشومتوب او د ځوانۍ شپې هسې لاړې 
لکه څوک چې له خولې توکاندې توکاړې 
بیا به رانشي هغه سپرلي د عمر 
چې خزان کړ په یوه ګوزار ریتاړې 
خاورې شوی یو ارمان به پوره نه شي 
ورپسې که شپه او ورځې په سرو ژاړې 
بڼ د عمر به ونه نیسي ګلونه 
که باغوان د بڼ هرڅو وکړي کرواړې 
بیا د نجونو قطار مه ګوره ګودر ته 
چې وخت خاورې کړې هغه د ګودر غاړې 
جبیره د هغه مینو کېدای نه شي 
چې د وخت په توپانو کې شوې ویجاړې 
لاس ته نه راځي هغه تېر فرصتونه 
چې په لویلاس شو تر پښو لاندې لتاړې 
چې د وخت سره قدم په تدبیر نه وي 
برخلیک د هغه ولس دی شاړې واړې 
روح مې هغه وخت له تنه څخه لاړه 
کوم ساعت چې مې له څنګه څخه لاړې 
د ۲۰۲۲ کال د ډېسمبر ۲۷ مه 
سرلوڅ مرادزی
		
			
					
					
						
							26.12.2022
						
						 - نور محمد غفوري
					
					شل کاله د نړيوالې ټولنې لخوا په افغانستان کې د شر او فساد او خارجي جواسيسو د حاکميت څخه د جمهوريت د ساتنې تر نامه لاندې بې دريغه ملاتړ وشو. خو پايله يې دا شوه چې په آخره کې د دموکراتيکو آزاديو هغه له پخوا رواج شوى نوم او بوي هم پاته نه شو. د ښوونې او روزنې په ډګر کې لاسته راوړنې مو هم خارجیانو چور کړې. په لسهاوو او سلهاوو زره ځوان روزل شوي کادرونه مو د نړيوالې ټولنې ځواکمنو هيوادونو خپلو ملي مارکټونو ته استخدام کړل. هغوى چې د آزادۍ او پرمختګ له پاره يې د استبداد او ارتجاع په وړاندې مبارزه کول...
			 
			
					
					
						
							27.12.2022
						
						 - سراج الحق  ببرک زی ځدراڼ
					
						
							
						
					 سرچېنه: فرانکفورتر الګمینه څیټونګلیکوال: الکساندر هانکهژبارن : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ په غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کارکولو بندېز: طالبان په تدریجي ډول افغان میرمنې له عامه ژوندانه څخه ورو ورو لرې کوي، خو د نا دولتي مؤسسو له بندیز ورسته، داسي نښې نښانې شتون لري، چې د طالبانو د مشرتابه کې شخړه لا نوره زیاته شي. یوازې په دا څو ورستیو ورځو کې په افغانستان کې د ښځو پرمخ پوهنتونونه وتړل شول او و...