ستاکاته شراب شراب
زه يې کړم خراب خراب

يودې‌له پښتوقربان
بل لرې شباب شباب

سمه لامبوزي غواړي
مينه خو درياب درياب

کاشکي تامې زړه ليداي
ده کباب کباب کباب

مچي مې درباندي دي
راکړه نن حساب حساب

غم چي پرما زورنکړي
ګورمه‌کتاب‌کتاب

مينه دخوف لارتللې
شپه کې پرسرخاب سرخاب

راغلو عمري درته
ورنکړې جواب جواب

عمري
مسلم باغ