د کینګ خان پټان فلم ته یوه کتنه:
په خټه پښتون شاه رخ خان د خپلو ورستيو فلمونو٬٬ زما نوم خان دی او ځېرو٬٬ له بریا ورسته دا دی بیا د پټان په نامه نوی فلم کې لوبیدلي دی. د بالیووډ بلاک بسټر یا ډیر پلورل شوي فلم ته د څو اوونېو راهېسې د هند په بمبۍ، بنګلور، حیدراباد، کلکته، راجمېدیر او په دوبۍ ښار کې په ډیره لوړه کچه او په ډیرو سترو لګښتونو باندې د بازار موندنې مارکټینګ او کمپاینونه کیږي. د دې فلم ټرېلر په دوبې کې د برج خلیفه په جګه ماڼۍ کې د هندي فلمي نړۍ ټولو نړیوالو مینه والو ته وښودل شو. 
د پټان فلم ته ځښټ ډیر انتظار شوي، دغه خورا ډیر په تمه شوي فلم د هند سینما په تاریخ کې ریکارډي تاریخ لیکي دی. د هند فلم صنعت او د فلم جوړونکی کمپنۍ د دې خورا ناندرېز فلم څخه د کړونو کړونو روپیو ګټلې لاسته لاوړلو تمې لري. په ټولو هغو سینماګانو کې چې دغه فلم ښودل کیږي، له مهالویش مخکې ټول ټېکیټونه څو ورځې مخکې پلورل شوي دي. د پټان فلم په خورا سرعت سره د فلمي نړۍ ټول ریکارډونه مات کړي دي. 
یوازې څو ورځې پاتې دي، انتظار نور پایته رسیدلي دی. د شاه رخ خان د بیرته راستنیدلو پروژه د روان کال د جنوري په 25 مه نېټه ټوله سینمایې نړۍ کې پلي کیږي. د هند په سینما کې د بالیووډ سوپر کېنګ وتلي ستوری شاه رخ خان د دیرش کلن کار ورسته د پټان فلم یو پوسټر خپلو مینه والو ته وړاندې کړ. په دۍ پوسټر کې شاه رخ خان د امریکا هالیووډ ٬٬ اوتار فلم ٬٬ اصلي لوبغاړی په څېرمالومیدو، په یوه لاس کې امریکایې پپګنګ توپک نیولي او په ببره نه خریلي شوي ګیرې کې کوول ولاړ دی. 
په 2023 کال کې تر ټولو ډیر تمه کیدونکي فلم د پټان په نامه فلم اوس د لیدو لپاره چمتو شوي دی. کېنګ شاه رخ خان د یش راج فلمز کمپنۍ جاسوسي ایکشن ټرېلر ښودولو سره د سینما پر پردې او د فلم نړۍ د سپېنو زرو دریځ ته راستون شوي. د شاه رخ خان ټول مېنه وال د څلورو کلونو انتظار ورسته سینما ته د هغه بیرته راستنیدل هم ولمانځل.
د پټان په فلم کې به د بالیووډ سوپر ستوری کېنک خان په زړه پورې پوزونه، فلمي ژیستونه او اکټونه ښودل کیږي. 
په کومه سینما کې چې د پټان فلم ښودل کیږي، داسي به وانګیرل شي، چې په هغه سینما کې د همدې اکټونو او ایکشنونو د لاسه بمباري روانه وي. کینګ سوپر ستار شاه رخ خان په دا ورستیو څلورو کلونو کې د کورونا وبا بندیزونو له امله هم لږ غلي شوي و. خو اوس به دغه حالت ډیر زر بدل شي. د پټان فلم ټریلر ښیې، چې د بالیووډ سینما لوی پاچا له په زړه پورې نویو فلمي اکټونو، هیښوونکو او جذابو شیبو سره راستون شوی دی.
د پټان فلم یو جنایې جاسوسي ایکشن فلم دی. د ډایرکټر سیدهارټ آنند تر لارښونې لاندې لارښوونه شوي ده. د فلم کیسه او ډیالوګونه د سدهارټ آنند، شریدار راګون او عباس ټېروالا لخوا لیکل شوي. د پټان په فلم کې شاه رخ خان، ډیپکا پاډوکون او جان ابراهیم په لومړیو مرکزي رولونو کې لوبیږي، د ډیمپل کپاديا، سیدانټ ګیګډمل او یو شمیر نورو په دویمو او دریمو رولونو کې لوبیدلي دي. د پټان فلم سینماتوګرافیګ کار سیچیټ پاولوی کړي او عارف شیخ فلم ایډیټ کړي دی. ویشال دادلانې او شیکر روجیانی د فلم غږ ثبتولو د فلم په شالید کې ځینو صحنو کې کار کړي دی. د پټان فلم د یش راج فلمز تر بینر لاندې د اډیتیا چوپړه او الکساندز دوستل لخوا تولید شوي دی. د پټان فلم هندي سینما ډایرکټرانو، اکټورانو او په ټولیزه توګه د بالیووډ سینما لپاره نوي معیارونه ټاکلي دي. د پټان ټول فلم د IMAX 3D- کیمرې لخوا شوټ شوي یا فلم اخیستل شوي دی. د فلم ډایرکټر سدهارټ آنند د ډېرو نورو هندي فلمونو ډایرکټري هم کړي. نوموړي خپله هیله څرګنده کړي، چې د پټان فلم به په هندوستان کې د ایکشن سینما لپاره نوی سینمایې معیارونه یا شاخیستونه وټاکي. د یش راج فلمز کمپنۍ په هندوستان او دوبۍ کې د شاه رخ خان بیرته راستنیدلو لپاره خورا ستر پلان او پرانېستغونډه جوړ کړي وه.
 
د پټان فلم د څه په اړه دی
د ډایرکټر سدهارټ آنند تر لارښوونې لاندې دغه فلم په داسي حال کې، چې تر اوسه د پټان فلم په اړه هېڅ کوم تفصیلي بیان یا د کیسې لنډیز شتون نه لري. خو موږ دومره پوهیږو، چې په دې فلم کې مهم مرکزي کرکټر رول د شاه رخ خان لخوا لوبول شوي دی. شاه رخ خان په دې فلم کې د هند استخباراتي ادارې (را) یوه تکړه اجینټ رول لوبوي، لکه په امریکایې فلمونو کې د بالیووډ اکټوران چې د امریکا استخباراتي ادارې سي ای اې رول لوبوي. 
پښتون شاه رخ خان باید خپل هیواد چې د یو لوی ګواښ سره مخامخ دی، وژغوري. په دې فلم کې شاه رخ خان یو سړی دی، چې د یو غښتلي وسله وال پوځ دنده په ېوازې ترسره کوي، لوبیږي. هغه باید ‌‌ډير ورانکاري بدماشان ونیسي یا لمنځه یوسي. 
شاه رخ خان په خپله د پټان فلم کرکټر په اړه داسي ویلي: پټان یو ډیر اسانه ساده ډوله سړی دی، هغه ډیرګران او سرسخته کارونه ترسره کوي، هغه ډېر سخت پیاوړي انسان دی، خو هغه دا هر څه هر چا ته نه ورښکاره کوي، هغه یو ډیر صادق ریښتېنی او د اعتماد وړ انسان دی. شاه رخ خان وایې، زه فکر کوم، چې هغه په ریښتېنی توګه د یوې موخې په توګه هند ته د خپلي مور په سترګه ګوري.
د فلم کیسه داسي ده، چې په ځوانۍ کې د شاه رخ خان ( پټان) په مور او پلار باندې د نامالومو کسانو لخوا یو برید ترسره شوي او په دې برید کې وژل شوي دي. پټان د خپلې مور او پلار بدل اخیستلو لوړه کوي، هغه ډیر په غوسه کیږي او ژمنه کوي، چې قاتلین به خامخا په ډیره بې رحمۍ توګه ووژني. تاسو به دغه تمې ته د رسیدو په لړ کې د فلم په پای کې لږ نامطمینه یا حیران شي. ځکه دا کسان ټول کابل ته د دې لپاره سفر کوي، څو د افغانستان د بربادۍ مخه ونیسي، د نړۍ تر ټولو بد وحشي ډیوان یا شیطانان په امریکا کې ژوند کوي. دوی په افغانستان کې د مسلمانانو تباهۍ لپاره اقدام کوي. نور کیسه په فلم کې وګوري. په فلم کې د ښو په زړه پورو پوزونو او اکتونو سره سره ډېرې ژورې درنې چاودنې هم ښودل کیږي. 
کېنګ پښتون شاه رخ خان د پټان په فلم کې د یوه ژ‌من پښتون رول لوبوي. هغه د هند استخباراتو د یوه جاسوس رول لوبوي. لکه یو هندي سې اې اې اجنټ خپل رول لوبوي. شاه رخ خان باید د یو کسیزه پوځ په توګه خپل هیواد له یو لوی ګواښ څخه وژغوري. 
ډیپکا پاډوکون د پټان په فلم کې د شاه رخ خان سره په ګډه د هند استخباراتي ادارې د یوې جاسوسي رول لوبوي. ډیپکا پاډوکون هم د وژلو سر خلاصی لاینس له ځانه سره لري. نوموړي په فلم کې د وسلو او توپک سره په بیساري ډول ښکلې، زړه راکښونکی، جذابه او پارونکې بریښي.  “ The King of Romance „
 
د هند بالیووډ سینما ته د سوپر ستوری کېنګ شاه رخ خان بیرته راستنیدل
د پټان فلم د ‌ډیرو فلمي نړۍ صنعتکارانو او کارپوهانو د پاموړ ګرځیدلي دی. هندي سینما ته تر ټولو لوی سینمایې ستوری او پاچا خان د بیرته ورستنیدلو یوه ښه پیلامه ګڼل کیږي، ځکه شاه رخ خان له شاخوا څلورو کلونو ځنډ ورسته بیرته د سیمنا نړۍ ته راګرځیدلي دی. په بله وینا د پټان په فلم کې شاه رخ خان د اوږدې وقفې ورسته خپل لومړنۍ مخکښ رول لوبوي.
د شاه رخ خان په څنګ کې د هندي سینما نور وتلي پیژندل ستوري او اکټوران هم شته. دوی هم په هندي فلمونو کې په لومړیو رولونو کې د هند سینمایي اکټوران په توګه د کمېرې مخې ته او په سینما کې راښکاره شوي دي. ترټولو وتلي او ښکلې ښځینه فلمي هنرمنده ډیپکا پاډوکون ده او د یو مخالف لوبغاړی په توګه په منفي رول کې جان ابراهیم لوبیږي، سربیره پر دې سلمان خان او هریتیک روشن هم په کې راڅرګندیږي.
 
د کېنګ شاه رخ خان بیرته راستنیدل 
ولې د شاه رخ خان فلم او بیرته راستنیدل خورا مهم ګرځیدلي دي. دغه په زړه پورې خبره هیڅ د حیرانتیا وړ نه ده. شاه رخ خان د هندوستان یو تر ټولو ډیر ستر او ډیر محبوب فلمي ستوری دی. هغه په هند کې یو ډیر مطرح فلمي شخصیت دی. هغه نه یوازې هندیانو ته بلکې نړیوالو ته ډیر په زړه پورې منلي اکټور دی. هغه یو ټوکې دی، په کور دننه او بهر کې په میلیونو مینه وال لري. شاه رخ خان تل بهر ته د بالیووډ سینما کولتور صادرونکي په توګه پیژندل کیږي. د هغه شهرت تر هغه فلمونو څخه ډیر لوړ دی. د هغه مینه وال په ډیره مینه، د کېنګ خان یا د بالیووډ پاچا په نامه یادوي. 
پټان فلم د 57 کلن لوبغاړی شاه رخ خان د څلور کلن ځنډ ورسته لومړنې فلم دی. پاچا خان په داسي یو وخت کې د فلم پردې ته راستنیږي، چې په خپل شخصي او مسلکي ژوند کې له یو لړ خنډونو او ستونزوسره مخامخ شوي هم دی. د هغه زوی ارین خان تیر کال د مخدره توکو د ساتلو په تور نیولي شوي و، په پای کې تورونه لیرې شول. همداراز د هغه یو شمیر فلمونه هم کامیابه نه شول. 
د شاه رخ خان مینه والو د پټان فلم په اړه وړاندوینې کړي. دوی دغه فلم د جیمزبانډ، د هالیووډ نوموتي اکټور ټامکروز٬٬ ناشوني ماموریت٬٬ فلم سره پرتله کوي او د هالیووډ د همدې وتلو فلمونو پر کچ د ستایلو وړ یې ګڼلي. ځکه خان په دې فلم کې یو ډیر تېز، ځېرک او د یو ښکاري اجینټ رول لوبوي.
 
د پټان جنجالي فلم سره پریکون 
د پټان فلم له پیله په تنافض کې ښکېل و. شاه رخ خان په تیرو وختونو کې د رسنیو او منتقیدینو سره په کافي اندازه ستونزې درلودې. د پټان فلم ځېنې جنجالي شیبې د بالیووډ سینما د مینه والو نه رضایتي لامل ګرځیدلي دي. یوه ويډیو چې په ډله ییزو رسنیو کې خپره شوي ده، دغه ویډیو اصلآ د پټان فلم اعلانونو لپاره جوړه شوي وه. په دغه ویډیو کې یوې صحنې په ځانګړی ډول د مذهبي هندیانو د ناخوښۍ، ناراضیتۍ، د لاریونونو او د فلم سره د پریکون لامل ګرځیدلي. په دې صحنه کې ډیپکا پاډوکون په زېړ رنګه نیمه بربنډه کالیو کې راښکاره کیږي، دې صحنې او دې زیړ رنګ مذهبي هندیان پریکون او لاریونونو ته راپارولي دي. دوی وایې، دا د هند مذهب او کولتور ضد یو فلم دی، ځکه باید بایکاټ شي.
د پټان فلم باندې سختې نیوکې او پریکون په فلم کې د بشارام رنګ سندرې په اړه لانجې هم شتون لري. د فلم له ډایریکټر څخه غوښتنه شوي‌، څو یو څه بدلونه په کې راولي، تر څو فلم په سینماو کې د کومې ستونزې سره مخ نه شي. د پټان فلم باندې بیا کتنه هم شوي، خو بیا هم مذهبې هندیانو په شاه رخ خان او ډیپکا پاډوکون باندې په یوه محکمه کې عریضه کړي ده. دغه فلم د دوی مذهبې احساسات منفي اغیزمنوي، د فلم جوړونکی دې ته اړ کړي، څو د فلم څخه ناوړه برخې یا صحنې حذفي کړې.
د هند لومړۍ وزېز نریندا مودي د خپل واکمن ګونډ بې جې پې ټولو مسوولینو او کارمندانو ته خبردارۍ ورکړي او ترینه وغوښتل، څو د پټان فلم د بایکاټ او لاریویونو په بهیر کې له غیر ضروري تبصرو او هڅونو څخه په جدی توګه ډډه وکړئ. د دغې بیان د ورکولو ورسته د پټان فلم مهمو ستورو شاه رخ خان او ډیپکا پاډو کون هر کلي وکړ. د هند ټلویزیونو ریسانو ټولنې مشر، خبرې رسنیو مشرانو، د فلم په صنعت کې او د فلم جوړونکي کمپنې اشوک پنډیټ د پټان فلم په شخړه کې دغه بیان مهم ارزولي او په ټولنه کې د ارامښت او اعتبار رامنځته کولو کې مهم ګڼلي دی.
لنده دا چې له یوې خوا د شاه رخ خان د مینه والو لیونۍ مینه او له بل پلوه د ځینو محافظه کار مذهبي هندیانو پریکون دومره مهم نه دی، ځکه او په ټویټر کې د دې بابکاټ ضد بل غبرګون پیل شوي دی. خو دا دواړه جلا جلا کیسې دي. د پټان فلم په اړه لیونتوب ځښټ ډیر لوی شوي دی. ښایې دا ټولې ناندزېره نندارې، غبرګونونه او پریکونونه مخکې له مخکې د پټان فلم لپاره پلان او د کمپاین یوه برخه وي. 
 
لنډېز:
د پټان فلم یو له هغو ډیر په تمه شوي، ډیره لیوالتیا ورته ښودلي شوي او انتظار شوي فلمونو څخه دی، چې د لیدلو او کتلو وړ یو مستحق فلم دی او د بالیووډ سینما دغه نوی ګران بیه فلم په دې ارزي، چې که په لومړې ورځ نه وي، خو باید یوه ورځ نه یوه ورځ وکتل شي. دغه فلم تر ډیره بریده په خورا لوړ نوي فلمي تخنیکونو، ښکلو رنګونو او په عالي کیفیت کې خپلو مینه والو ته ورښودل کیږي. د دوبۍ په برج الخلیفه کې د شاه رخ خان د فلم ځینې صحنې خپرې شوي دي. 
د پټان فلم د سینما ټکیټونه ټول پلورل شوي دي. د پټان فلم په لومړی ورځ د جنوري په 25 نیټه د نړۍ په 9500 سینماګانو پر پردې نندارې ته وړاندې کیږي. دا به په یوه ورځ کې د نړۍ ټولې سینماګانې او ټیاترې نندارې همغږۍ کولو په مانا هم وي. درې ورځې ورسته به د پټان فلم د بندیزونو او بایکاټونو سره سره نه یوازې په ټول هند کې، بلکې په ټوله نړۍ کې د ننداره چیانو نندارې ته وړاندې شي. ویل کیږي، د امازون فلم کمپڼۍ د پټان فلم د100 زره کروړو روپیو په بدل کې رانیولي دی. که څه هم د پټان فلم خپریدو ته څو ورځې پاتې دي، خو په جرمني، انکلینډ، فرانسه، استرالیا، نیوزلینډ، مصر او اسیایې هیوادونو کې سره اوسه ټکټونه پلورل شوی دي. ښایې دغه فلم دوه ساعت او څلویشت دقیقي اوږد وي. 
د ټولو لانجو، نیوکو او ستونزو سره سره د بالیووډ ستوری شاه رخ خان پټان فلم له خپریدو وړاندې څه باندې یو میلیارډ هندي روپۍ ګټلي دي. 
یوازې په تیر کال کې د جرمني او اروپایې هیوادونو په سینماګانو کې په درجنونو هندي فلمونه نندارې ته وړاندې شوي دي. اروپا کې ورځ تر بلې د هندي فلمونو شهرت او مینه وال په ډیریدو دي اروپایان اوس هندي فلمونه ډېر خوښوي او خوند ترینه اخلي. د پټان فلم د هند سینما په تاریخ کې یو تاریخ جوړونکی فلم دی. په لیدو ارزي.
 
پاې