په «۱۹۲۶م کال کې بیت المقدس ته ورغلم هلته به مې چې هره آباده ځمکه لیده نو خاوند به یې یهودی و، او چې شاړې ځمکې به مې لیدې خاوند به یې عرب و. د یهودانو په سیمو کې خوړنځایونه پاک او یوازې به ماښام په کې کسان لیدل کېدل، ځکه د ورځې به ټول یهودان په کار بوخت وو. خو دعربانو په سیمو کې به رسټورانتونه تمامه ورځ ډک و خلک به په کې ناست و چلمونه به یې څکول او یو ډول لوبه به یې کوله. یوه ورځ مې له یوه عرب سره خبرې کولې او د شاړو ځمکو خبره مې وریاده کړه چې د يهودانو سيمې آبادې او ستاسو بیا شاړې پرتې دي. هغه وویل موږ دا شاړې ځمکې په یهودانو خرڅو چې آبادې کړي، هسې هم دا وروستۍ پېړۍ ده او مهدی ع را روان دی او دا ټول به بېرته زموږ شي»
سرلوڅ مرادزی