د پاڼ په غاړه
پېښې داسې لور ته خوځي
چې د پاڼ پر موړ اوسېږو
ځان چې هر ګټ ته تکیه کړو
لا د پاڼ په لور ښویېږو
له هرخوا چې نظر اچی
تر پرونه لا بدیږو
مشوړه د ژوند ده جړه
چې په سر بر نه پوهېږو
+++
لیونیان په ګدۍ ناست دي
دا نړۍ جوړ لیونتون شو
د اینده نه ډار خپریږي
ژوند محتاجه د پرون شو
د اتوم پر څټ سپاره یوو
نا معلونه لور ته یون شو
چیری درومو لار ده ورکه؟
ښه به دا وي چې راستون شو
+++
دا په سد یوو که بې سد یوو
چې نیستۍ په لور روان یوو
موږ په ژوند د ځان ګورکښ یوو
بې شعوره لیونیان یوو
له دوستۍ سره مو ورانه
د جنګونو اتلان یوو
ځانوژنه کې سیالي کړو
ایا بیا هم انسانان یوو؟
+++
وخت له موږ په بېړه درومي
فرصتونه ضایع کیږي
په رڼو ښه ورته ګورو
چې شونتیاوې تبا کیږي
د نیستون کومي ته درومو
د بلا خوله کې غورځيږو
د بقا امید لا هم شته
لا که اوس هم وپوهیږو!
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۵ مه
سرلوڅ مرادزی