د محمدالله احمدزی لخوا خپرې شوې لیکنې


ټیلفوني کره کتنه

ټیلفوني کره کتنه     دافغاني ادب په تاریخ کې لومړنۍ ټیلفوني ادبي کره کتنه دمیرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیر له خوا وشوه.  دمیرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیر په یو اویایمه اوونیزه غونډه کې چې دروان کال د مرغومي په ۲۷ نیټه دګڼ شمیر افغان میرمنو په ګډون دایره شوه دلوګر ولایت له یوه کلي څخه دتکړه شاعرې آغلې خدیجې سحر په شعر کره کتنه وشوه. شعر یوه اوونۍ دمخه دټیلفون له لارې لیکل شوی او بیا دمیرمن بهیر ټولو غړو ته

17.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

استاد برهان الدين رباني د الوتکي پر غیر قانوني خرڅلاو تورن شو

 استاد برهان الدين رباني د الوتکي پر غیر قانوني خرڅلاو تورن شو يادونه:دغه خبر د موضوع د حساسوالي په خاطر له آزادۍ راډيو څخه په مننه کټ مټ دلته خ

17.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

د پام مجلې دوهمه ګڼه له چاپه را ووته

د پام مجلې دوهمه ګڼه له چاپه را ووته د پام مجلې دوهمه ګڼه چې ګڼ شمیر سیاسي، ټولنیز ،اقتصادي .... او نورې ګڼ شمیر لیکنې پکې خپرې شوې دي دا ده په بریالي توب سره یې دوهمه ګڼه د چاپ څخه راووته،هیله ده چې د دې مجلې په اړه خپل نظریات ، وړاندیزونه او نورې هر اړخیزې لیکنې په لاندې پته مونږ  را واستوی او د تر لاسه کولو لپاره یې په کابل کې د بیهقي کتاب پلورنځي ته مراجعه وکړی او په ولایاتو کې یې زمونږ د نماینده ګانو څخه تر لاسه کړی. په درناوي

17.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

اثر غوندې دی

اثر ستا په کتو ستا په لیدو کې څه اثر غوندې دی داستا د سرو شونډو سرو کې څه اثر غوندې دی دا لا ماسم کتلي نه دي ستا د زنې سر ته

16.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

د اوباما سپين چکونه او د افغانانو په ژوند کې پرمختګونه

د اوباما سپين چکونه او د افغانانو په ژوند کې پرمختګونه دا مقاله د کرزي د هغې ناستې په تایید لیکل شوې کومه یې چې د جنوري د میاشتې په ۱۱ نیټه د اې بي سي ټلویزونه سره په دې اړه درلوده چې ګواکې امریکا افغانستان

13.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

مینه زموږ ګل وه

مینه زموږ ګل وه داسې راته مه وایه زړه مې له تا تور شو نور ژوند مې ستا له لاسه راته اور شو نور ښکلې مې ځوانې وه ستا مینې رانه وخوړه علاج مې کیدای نه شي خبر مې پلار او مور شو نور څنګه ښه وختونه و،ما وتاچې سره لوبې کړې رامعلومیږي نه،چې ستا

13.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

د میرمن ادبي بهیر د راتلونکې غونډې خبرتیا

  دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ   ټولو   ته سلامونه او نیکې هیلې !     دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې  دلوګر ولایت له یوه کلي څخه دآغلې خدیجې سحردغه شعرکره کتنې ته وړاندې کیږي: مینه زموږ ګل وه   داسې راته مه وایه زړه مې له تا تور شو نور ژوند مې ستا له لاسه راته اور شو نور

13.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير د ۷۰ اوونيزې غونډې رپوټ

لیلما حامد(صمیم)د مېرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير د ۷۰ اوونيزې غونډې رپوټد پوهنې وزارت په کلوپ کې د ۱۳۸۸ لمریز کال د مرغومی په ۱۹ نیټه د شنبې په ورځ د میرمن کلتوري بهیراویایمه اوونیزه غونډه دایره شوه.چې پدی غونډه کې په لسګونو پښتنو میرمنو او پېغلو ګډون کړی و،دغونډې ریسه ګلالۍ عمرخیل ،میلمانه اجمل هوډمن او آغلې زیتونه شمس نوابي او منشي لیلما حامد وه.دتیرې غونډې رپوټ کاپي ګانې دغونډې په ګډونوالو وویشل شوې.او ورپسې د شاعرې او لیکوالې نعیمه غني شعر کره کتنې ته وړاندې شو.زه دخپل

13.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

"د کوچنیانو حقوق" چاپ شو

 "د کوچنیانو حقوق"  چاپ شو فریدون الهام: د کوچنیانو حقوق، د غوره علمي شخصیت ښاغلي پوهندوی نصرالله ستانکزي څیړنیز اثر دی چې پدې وروستیو کې د مستقل خپرندویه ټولنې لخوا د زرو ټوکو په شمیر په کابل کې خپور شوی دی. په کتاب کې د افغانستان او په نړیوالو قوانینو کې د کوچنیانو د حقوقو په اړه موضوعاتو باندې خبرې شوي. په یاد شوي اثر کې، د سریزې او د ماخذونو پر لست سربیره، د افغانستان په قوانینو

11.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

پکه دا دې لا بله سپکه!!!!!

پکه دا دې لا بله سپکه!!!!! نن مې په مطبوعاتو کې یو ځل بیا د خندا څخه یوه ډکه وینا واوریده چې دا وینا د پاکستان د لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني وه چې ویلي یې وو(د افغانستان خاوره نه باید د همسایه هیوادونو په ضد وکارول شي)نو خدای شته د دې خبرې په اوریدو سره ډیر حیران شوم لا په همدې سوچ کې ووم چې د بلې خوا د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر قریشي د ټلویزون په سکرین د خپل بریټانیوي سیال ډيویډ ملې بنډ سره راښکاره شو دې ښاغلي بیا څه وویل دې ښاغلي ویل(مون

10.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

آیا د امریکایانو جګړه پر حقه ده ؟!

هغه بله ورځ می د خپل غمځپلی وطن د حالاتو نه د خبریدولو لپاره کمپیوټر چالانه کړ او په خبری پاڼو کی ها خوا دی خوا ګرځیدلم چی د بینوا په وب پاڼه کی د یو مطلب سره مخ سولم د « آیا د طالبانو جګړه پر حقه ده » تر سر لیک لاندی د ښاغلی محب الله زهیر په قلم. عنوان یی راته په زړه پوری وو نو په همدی خاطر می د هغه په لوستولو پیل وکړ او تر آخره می ولوست. تر لوستولو وروسته لکه ځرنګه چی ښاغلی زهیر ته ځو پوښتنی پیدا سوی وی و ماته هم ښه ډیری پوښتنی پیدا سوی او نظر می پر دی سو چی د همدی لاری هغ

10.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر خبرتیا

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر خبرتیا   میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرپه دې توګه دمیرمن بهیر اړوندې ویبپاڼې لوستونکو او مینه والو ته په ډیر درنښت خبر ورکوي چې ددغې ویبپاڼې دلومړۍ کالیزې په مناسبت د میرمن بهیر په ویبپاڼهwww.mirmanbaheer.org) )د لا زیات نوښت او بدلونونو دراوستو له کبله  په دې ویبپاڼه کار روان دی ډیر ژر به دغه ویبپاڼه بیرته په عادي ډول کار پیل کړي . د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د ویبپاڼې مینه وال

09.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

په رهین باندې ځینې لیکنې او چټک غرګونونه او د ده د بریالي توب ځينې لاملونه

د رهين د وزير کېدو څو اټکليز لاملونه چټک غبرګون سيد مخدوم رهين چې څو ورځې وړاندې يې د ولسي جرګې د غړو په نامه له ځينو خلکو د افغانستان د نوي کولتور وزير په توګه د باور رايه واخيسته اوس يې دوزير کېدو په اړه يو شمېر اوازې خپرې شوي د دې اوازو له مخې ويل کېږي چې رهين ته درايو په ډېرولو کې د ننګرهار والي ګل آغا

09.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

تازه خبر: د احمدشاه مسعود مــېرمن د چاودنو په تــور محاکمه کېږي

 تازه خبر: د احمدشاه مسعود مــېرمن د چاودنو په تــور محاکمه کېږي  ټاکل سوې ده چي نن د بلجيم په پلازمېنه بروسلز کي د القاعدې سره د تړاو په تور نهه تنه محاکمې ته راکش سي، په دغو کسانو کي يوه ښځه د افغانستان د پخواني جنګسالار احم

09.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ

  دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ   ټولو   ته سلامونه او نیکې هیلې !     دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دآغلې نعیمې غني شعرکره کتنې ته وړاندې کیږي:  او دنورو کاري مسلو ترڅنګ دژورنالیزم په کورس کې دخبریالي په اړه م

06.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

هغه د بابا خبرې

راحله نوري دمیرمن بهیر غړې هغه د بابا خبره  ((هغه د بابا خبره)) د متلونو دهغې ټولګې نو م دی چې په کال ۱۳۸۸ل کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر تکړه غړې لیکوالې او شاعرې آغلې نعیمه غني له خوا راټول شوی او د ۴۷ پاڼو پرمخ د میرمن کلتوری ټولنیز بهیر له خوا  چاپ شوی او د متلونو مینه والو ته یې وړاندی کړی دی. د ټولګې په لومړي مخ کې د هیواد تکړه لیکوال ښاغلي علم ګل سحر ( په تول تللې خبرې ) ت

05.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام په ډیرې خواشینۍ سره مو دیوې درنې او پتمنې میرمنې د هغې میرمنې دمرګ خبر ترلاسه کړ چې افغاني ټولنې او نړۍ ته یې ستر شخصیت او لوی عالم ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی وړاندې کړی دي .  میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د پروفیسور ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزی د درنې او پتمنې مور د مړينې د خبر په اورېدو سره،د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې دغې ننګ

05.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

مساپري(لنډه کیسه)

مساپري زه به تل په فکرکي وم چي خلک څومره غښتلي دي له کوره په کلونوکلونو لري ژوندتېروي مساپرۍ ته يې ډډه وهلې ده،دکلي دخوشالۍ اودغم وختونه ځيني پاته دي ديوچاپه واده اوجنازې کي يې ګډون نه درلود.چي  دکلي په هرکوربه څه خېرخيرات کېدلی دهغه کورکس به نه ودچاله کوره چي به دکلونومساپرتللی ودهغوماشومانوته به يې په نفرت سره کتل له کوڅې به يې پسي اخستل دښتمنوکورنۍ ماشومان به يې وربلل هرچ

04.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

د ولسي جرګې وکیلانو ته ډالۍ

د ولسي جرګې وکیلانو ته ډالۍ ما د مخه و، لیدلی بس یو کار په دې جرګه کې ورکوه ورته ډالرې وو دا چار په دې جرګه کې د جرګې واکدارن نور دي پکې ناست دي ما لیدلې وو د مخه بل وکدار په دې جرګه کې ټوپک مار ټوپک سالار او نور پکې دې

03.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

افلاطون څوک وو(427-347 ق.م)

افلاطون چې د یونان د فلسفې هغه د اوج ټکی خپل ځان ته ځانګړی کړی، هغه د سقراط شاګرد او د ارسطو معلم وو.هغه د ځواني په مهال د سقراط د اندونو تر اغیزې لاندې راغی  او وروسته یې فلسفي خبرې په لیکې بڼه ولیکلې چې مونږ د هغه له طریقه سقراط پيژنو.په اصل کې د ده ډيری مضامین د ارسطو د اندونو شرحه ده. افلاطون په یوه اشرافي کورنی چې ورته ښاري دولت(City-state) وايي په آتن کې وزیږید پلاریې د یونان د پوخواني دولت یو منل شوی کس وو او مور یې د یوه قانون جوړونکي لور وه،دی لا ماشوم وو چې پلار یې مړ ش

30.12.2009 محمدالله آرین احمدزی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more