هغه بله ورځ می د خپل غمځپلی وطن د حالاتو نه د خبریدولو لپاره کمپیوټر چالانه کړ او په خبری پاڼو کی ها خوا دی خوا ګرځیدلم چی د بینوا په وب پاڼه کی د یو مطلب سره مخ سولم د « آیا د طالبانو جګړه پر حقه ده » تر سر لیک لاندی د ښاغلی محب الله زهیر په قلم.
عنوان یی راته په زړه پوری وو نو په همدی خاطر می د هغه په لوستولو پیل وکړ او تر آخره می ولوست. تر لوستولو وروسته لکه ځرنګه چی ښاغلی زهیر ته ځو پوښتنی پیدا سوی وی و ماته هم ښه ډیری پوښتنی پیدا سوی او نظر می پر دی سو چی د همدی لاری هغه پوښتنی چی ما ته پیدا سوی دی د ښاغلی زهیر او نورو د نظر خاوندانو ځخه یی کوم. ګوندی ځواب یی تر لاسه کړم التبه پوښتنی خو خورا ډیری دی خو زه د خپل ذهن په کنجونو کښی ګرځم او هغه چی د ښاغلی زهیر د لیکنی سره اړیکی لری په دغه لیکنه کښی ی د ځواب دا لاس ته راوړولو لپاره وړاندی کوم.
او دا دی هم هیره نه وی چی زه کوم لیکوال نه یم چی د لیکونو سره عادت اوسم او لیکنه می د غلطیو نه خالی ولی شاید نه چی حتماْ به املاء ی او هم انشاء ی غلطی وی چی هیله د درانه لوستونکی بخښنه را ته وکړی.
• ایا امریکا او یا هر یو بل هیواد دا حق لری چی پر یو بل هیواد تیری وکړی؟ او یا هم آیا دا به پر انصاف برابره خبره وی چی د جګړی د حق او باطل پوښتنه دی ده کور خاوند ځخه وه سی؟

• آیا د آزادی د جګړی په نامه کوم ځه شته والی لری او که نه؟ که ځواب هو وی نو ، اوسنی جګړه چی د پردو پر وړاندی روانه ده د آزادی د جګړی کومه ځانګړتیا لری او که نه ؟

• لکه ښاغلی زهیر چی په خپله لیکنه کښی ویلی دی (اوس پوښتنه دا راپیدا کیږی چی د موجوده نظام مخالفین ( چی اصلی لوری یی طالبان دی ) د کومی اړتیا او لاچاری له مخی جګړی ته بډی وهلی دی )آیا په ریښتیا هم تاسی وه دی ته نه یاست متوجه چی د موجوده نظام او بهرنیانو سره ولی جګړه روانه ده او لاچاری ځه ده او آیا د تور او سپینو لیستونو د شته والی نه نا خبره یاست؟

• آیا د موجوده نظام ځیری ټولی مبارکی ځیری دی او د هغو سره مخالفت بغاوت ګڼل کیږی؟ آیا کسان لکه محقق ، مارشال فهیم ، قانونی ، خلیلی، ربانی ، ګلابزوی ، علومی ، او داسی نور تر والیانو ، ولسوالانو ، د حوزو مشرانو او .... پوری ټول د هیواد صادقه بچیآن دی او هیځ ډول د ویلو ځه نسته پکښی؟ آیا دا هغه کسان نه دی چی د انسانانو په سرونو کښی میخونه ټکوهل ، د ښځو تیان یی پریکول ، انسانان یی ژوندی په کانټینر کښی سوځول. د خلکو د کورونو د چت لرګی یی غلا کول د سونګ د لرګو په بیه به یی پلورل، د برق لینونه به یی د پلاستر د لاندی نه را ایستل او د مسو په بیه به یی خرځول. آیا په دی نظام کښی هغه کسان نسته چی هلکان به یی په اصطلاح نکاح کول او د دوی د لاسه نوی ځوانان د بیری نه په ښار کښی نه سولای ګرزیدلای. آیا د همدو د ډلی نه نسته داسی کسان چی د انساناو د نوکانو د کښلو کی لاس درلودی آیا په پلی ګون کی طالبانو ژوندی انسانان تر خاورو لاندی کړل چی تر اوسه پوری یی ګاه او بیګاه ډیلیز قبرونه رابرسیره کیږی؟ آیا په همدی حکومت کښی داسی کسان نسته چی د پارلمان د غونډی و مخته ځان اومانیست بولی ، او یا د افغانستان د نامه وه اړولو ته یی اړولی وی؟.

• آیا په ریشتیا تاسی داسی فکر کوی چی زموږ د ټولو ستونزو لامل ستاسو په خبره پاکستانی بنسټ پال او ځو د خپلو هیوادونو نه تبعید سوی عربان دی؟ آیا په فلسطین ، عراق ، سومالیا کښی ناورینونه هم پاکستانی بنسټپالو کار دی؟


ښاغلی زهیر ، تاسی د لاس ته راوړنو خبره کوی! کومی لاس ته راوړنی؟ لاندی لاس ته راوړنی؟
1. هیواد د ۴۳ هیوادونو د جاسوسی او استخباراتی ادارو په لویه اډه بدلیدل؟
2. پر بی دفاع کلیو او بانډو باندی د ۱۰۰۰ او یا ۲۰۰۰ کیلویی بمونو وریدل؟
3. پر ودونو او فاتحو باندی بمونه وریدل او واده په غم بدلیدل؟
4. د ښونځیو د زدکړیالانو په ډلیزه توګه د مور او پلار اوخویندو او وزوڼو و مخ ته وژل کیدل؟
5. زموږ د مړو پر هډوکو باندی بولی کیدل( د جرمنی عسکرو لخوا)؟
6. د شهیدانو د جسدونو سوځول؟
7. زموږ و دین او رسم او رواج ته په ځرګنده توګه توهین کول او د کندهار او بګرام په اډو کی و قران ته توهین کول؟
8. دومره د فحشا عامیدل چی هره ورځ پر شپږ کلنو او اوه کلونو انجونو باندی ده جنسی تیری خبرونو خپریږی؟
او داسی نور...
دا چی طالبانو دی په خلکو دری واری ده یوه وخت لونځ کړی وی او یا هم د سپینو بوټونو د اغوستولو په تور دی چا وهل خوړلی وی او دا چی اسلام یا په اصطلاح اسلام ګرایان د حکومت داری په هکله ځه لری ده ویلو لپاره زه نه غواړم په دی کښی داخل سم ځکه چی نه یی علم لرم او نه یی هم جرئت،‏. زه صرف دو نکتو ته اشاره کوم:

• ښاغلی زهیر صاحب کله چی ستاسو په لیکنه کښی می د ۳ واری لمانځه چی ګواکی طالبانو پر خلوکو باندی تحمیل کړی دی او یا هم ګواکی طالبانو یوه ښځه په دی تور چی ولی یی سپین بوټونه په پښو کړی دی او په همدی تور یی ګواکی وهلی ده ولیدل نو هغه د خالد حسینی ګدی پران باز او د صدیق برمک اسامه می را پیاد سول. زما په نظر انسان کولای سی ستاسو داغه تورونه د د صدیق برمک او خالد حسینی د تورونو سره پرتله کړی. که چا د طالبانو په دوره کښی د هغو د کنټرول لاندی سیمو کی ژوند کړی وی او هم یی د صدیق برمک (اسامه) فلم لیدلی وی او یا یی هم د خالد حسینی ګدی پران باز کتاب لوستی وی او یا یی د هغه فلم لیدلی وی نو پوهیږی چی ځومره حقیقت لری.

• او دا چی د اسلام تجلی یوازی او یوازی د حج او اوقافو د وظیفو نه عبارت ده او یا هم یوازی د میراث د قانون پلی کیدلو ته د یوه حکومت ، اسلامی تجلی ویلای سو، زه صرف دا ویل غواړم چی ښاغلی ظهیر د اسلام دین ته ‌‌ډیر په کم نظر کتلی دی او ماته یی زما د یو استاد خبره را په یاد کړه.
کله چی زه د کابل پوهنتون د حقوق او سیاسی علومو د پوهنځی نه فارغه سولم نو لکه ځرنګه چی اصول دی د دیپلوم د لاس ته راوړولو لپاره د یو تیزس یا منوګراف وه لیکلو ته ضرورت دی . د مونوګراف د لیکلو لپاره هم و یو لارښود استاد ته ضرورت دی زه هم د اصولو مطابق د فراغت نه پس د منوګراف و لیکلولوته تیارسولم او په رهنما استاد پسی ګرزیدلم او موضوع می ځان ته د ( اسلام اقتصادی نظام) و ټاکه او وه رهنما استاد ته د مشوری لپاره ورغلم ، کله چی هغه زما عنوان ولید نو په ‌ ډیره بیخبرتیا سره یی راته وویل چی د « د اسلام اقتصادی نظام د ځه وو».
لکه ځرنګه چی درانه هیواد وال خبر دی چی په دی وروستی نړیوال مالی بحران کښی د کاتولیکی نصاراو مشر پاپ بینیډیک ۱۶ وه ویل چی که غواړی چی د دی بحران نه ووزی او بیآ په اخته هم نسی نو اسلامی بانک داری سیستم خپله کړی.
نتیجه دا چی حتی غیر مسلمانان هم دی ته قایل دی چی اسلام د یو پوره او ډیر ښه اقتصادی نظام خاوندان دی مګر زموږ مسلمانان یا بی خبره دی او یا هم ځان پر بی خبری اچوی.
د دی لیکنی په یو بله برخه کښی لولو چی :
(که چیری طالبان غواړی د هغه امکاناتو څخه چی په واک کی یی لری او یو شمیر کسان یی د دین په نوم پر ځان راټول کړیدی ،سیاسی قدرت ته درسیدو لپاره استفاده وکړی ، نو باید دی ټکی ته پام واړول شی چی د سیاسی قدرت تر لاسه کول به د یو هیواد د تباهی اوبر بادی په بیه څه ارزښت ولری ؟که طالبان غواړی چی په سیاسی قدرت کی ځان شریک کړی ، فکر کوم چی د کرزی حکومت لیواله دی چی د طالبانوسره جوړ جاړی وکړی .تر هغه ځایه چی د انتقالی عدالت مسئله ده ،د کرزی صاحب په مصلحتی اداره کی دا کار ناشونی بریښی ځکه نو که چیری په افغانستان کی ربانی ،سیاف ،محقق، خلیلی، دوستم اوداسی نور آزاد ژوند کوی او په سیاست کی هم ګډون لری نو ملا محمد عمر هم نه په ګناه او نه په ثواب کی د دوی نه څه کم نه دی او لکه چی ملا متوکل او ملا ضعیف په کابل کی ژوندکوی او امنیت یی تامین دی نو ملاعمر ته به هم څه ستونزه نه وی .هغه دی راشی سیاسی فعالیت دی وکړی،خلک دی پرځان راټول کړی ، خپله کړنلاره دی وړاندی کړی اوکه خلکو رایه ورکړه ولسمشر دی شی چی بیا به خلک ږیره څه چی لکۍ «؟!؟!؟!»به هم پریږدی ځکه چی هغه به ګټلی وی)

نارینه انسان پر مخ باندی وریښتان لری او که په هر دلیل که هغه عقیده تی وی او یا هم د موډ او فیشن له خاطره وی قطع نه سی نو هغه ته د ږیری پریښودل ویل کیږی
مګر زه په دی نه سوم پوه چی سړی چی کوم عمل تر سره نکړی نو هغه ته د لکی پریښدل ویل کیږی؟ زه نه پوهیږم چی دا خبره د ښاغلی و ذهن ته ځرنګه راغله مګر زه ده یو مسلمان په صفت ځان ته دا حق ور کوم چی که ځوک ږیره او لکی د مترادفو الفاظو په شکل استعمالوی په ، غصه سم.
د ږیری نه خریلو ته د هغه پریښول وایی
و کوم عمل کولو او یا هم نه کولو ته د لکی پریښول ویل کیږی. چی د ښاغلی ظهیر نه د دی پوښتنی د حتمی ځواب غوښته لرم.
د دی لیکنی په یو بلی برخی کی ښاغلی زهیر و ملامحمد عمر ته بلنه ورکړی ده چی راسه او په حکومت کښی شامل سه ؟؟!؟!؟!؟! چی په واضحه توګه دغه صلاحیت د افغانستان ظاهری جمهور ریس هم نلری. ځکه داسی خو به د لیونو په ښار کښی هم نه وی سوی چی یو چاته دی د مرګ اخطار ورکړی وی او د هغه پر مړی او یا ژوندی دی ۲۵ ملیونه ډ‌الره جایزه ټاکلی وی په عین حال کښی هغه ته بلنه ورکړی چی راسه او شریک سه او یا هم بندی میلمه شه لکه ملا ضعقف او متوکل چی دی.

ښاغلی زهیر ویلی دی چی افغانستان د ملګرو ملتونو د بنسټ ایښودونکو هیوادونو د ډلی نه شمیرل کیږی حال دا چی داسی نه ده بلکه کله چی:
دوهمه نړیواله جګړه په اروپا کی د ۱۹۴۵ د می د میآشتی پر اتمه نیټه په رسمی توګه پای ته ورسیدله نو پس له هغه نه ملګری ملتونو سازمان د همدغه کال د جون پر ۲۶ باندی رسماْ د ۵۱ هیوادونو په غړی توب تاسیس سو چی د هغو هیوادونو نومونه په لاندی ډول دی :
ارجنتاین، سوهیلی افریقا، شوروی، اتيوپيا، استراليا، اكوادور، السالوادور، اوروگوئه، د آمريكا متحده ایلات، ايران، برزيل، بلژيك، بوليوي، بيلوروس، بريتانيا، پاراگوئه، پاناما، پرو، تركيه، دومينيكن جمهوريت ، اوكراين، سوريه، چكسلواكي، چين، دانمارك، نوی زیلاند، چيلي، عراق، سعودی عربستان ، فرانسه، فيليپين، كانادا، كستاريكا، كلمبيا، كوبا، گواتمالا، لبنان، لوگزامبورگ، پولند، ليبريا، مصر، مكزيك، ناروی، نيكاراگوئه، ونزوئلا، هاييتي، هلند، هند، هندوراس، يوگوسلاوي، يونان

لکه ځرنګه چی درانه لوستونکی لوړ وینی د افغانستان نوم په دغه ۵۱ هیوادونو کښی نسته بلکه افغانستان د ۱۹۴۶کال نوامبر پر ۱۹ د ملګرو ملتونو غړی توب لاس ته راوړ. یعنی د ملګرو ملتونو د تاسیس یوکال ۴ میآشتی او ۲۳ ورځی وروسته او په نتیجه کښی دا ثابته خبره ده چی افغانستان د ملګرو ملتونو د بنسټ ایښودونکو د ډلی ځخه نه دی.

په دی ټول ډیر ښه پوهیږی چی ملګری ملتونه یو بی طرفه سازمان نه دی ، ملګری ملتونه د قدرتمندو هیوادو د تیری او ظلم د قانونی بڼی وربخښلو یوه وسیله او آله ده.
ښاغلی زهیر شاید دا هیروی چی امریکا هرځه چی غواړی هغه کوی که هغه د ملګرو ملتونو د سازمان رضا وی او که نه وی .
دی دی لیکنی په یو بل ځای کښی لولو چی:

(دا چی نن د ۴۳ هیوادونو پوځونه په افغانستان کی شتون لری ، دا دملګرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړی له مخی دلته میشت دی ، اوداهم واضحه ده چی د دی ځواکونو موده وار په وار د امنیت شورا له خوا غزول کیږی ، همدا راز وینو چی یو شمیر هیوادونه چی خپل محدود شمیر پوځونه یی افغانستان ته رالیږلی دی ، هغوی هم د خپلو پوځونو د ماموریت دمودی دغزولو لپاره د خپلو پارلمانونو اوخلکو د مختلفو نظریاتو له پلوه د ستونزو سره مخامخ دی خو یوازی د خپلو نړیوالو ژمنو د تر سره کیدو له مخی یی دا ریسک منلی دی) .
کله چی ما د زهیر صاحب د مقالی دغه برخه ولوسته نو هغه د استاد سیاف مرکه چی د رازق مامون سره یی کړی وه را په یاد شول ، هغه هم داغه استدلال کړی وو. !!! خیر.

اوس دا پوښتنی را برسیره کیږی چی آیا بهرنی قواوی افغانستان ته د امنیت د ساتلو او زموږ او ستاسی د ښیګنی د خاطره راغلی دی؟ او که خپل خاص موخی او پلانونه لری؟!!.؟
آیا ملګرو ملتونو و دوی ته د افغانانو د وژولو ماموریت ورکړی دی؟
ایا دا ماموریت یی ورکړی دی چی زموږ پر ودونوبمباری وکړی ؟
زموږ دینی مقدساتو او فرهنګی ارزښونوته په بیلابیله توګه توهین وکړی . آیا د کندهار او بګرام په هډو کښی و قرآن پاک ته توهین نه وسو ، آیا د بندیانو سره تر حیوان بد چلند نه وسو او...
آیا ملګرو ملتو دا ماموریت ورکړی دی چی د ۸ نوی ځوانان د کور ځخه را وه باسی او د مور ، پلار ، ورور او خور و مخ ته ضربه یی کړی لکه په کونړ کښی؟
آیا دا ماموریت یی ورکړی دی چی د بی شرف او بی حیثیته جاسوسانو او ترجمانانو په غلطو معلوماتو پوره کلی د خاورو سره خاوری کړی او ړندی بمباری باندی وکړی؟
او تر ټولو مهمه پوښتنه دا چی آیا د ملګرو ملتونو لخوا د مشروعیت ورکول سو هیوادونه یوازی اعلان سوی پلانونه دی او که په زړه کی او تر پردی شاته نوری خبری هم سته؟.
او بیا هم یوه مهمه پوښتنه دا هم ده چی ملګرو ملتونو چی بهرنی ښکیلاګرو ته د اشغال قانونی سند په لاس کښی ورکړی دی دا یی زموږ په ګټه ورکړی دی او که ځرنګه .‏؟ که یی زموږ په ګټه کوم اقدام کولای نو هغه وخت چیره وه چی:
یوازی او یوازی په کابل کښی تر ۶۰ زره ډیر بی ګناه کسان ووزل سول.
هغه وخت چیره وه چی د افغانی میرمنی بی پته کیدلی او په ژوندون یی تیان تری نه پری کیدل؟
هغه وخت چیره وه چی د انسانانو په سرونو کی میخونه ټکوهل کیدل او په کانټینرو کښی ژوندی سوځول کیدل؟
هغه وخت چیری وه چی لوتیانو هلکان په اصطلاح نکاح کول او ځوانان د بی شرفه انسانانو د بیری په ښار کښی نه سولای ګرزیدلای؟
هغه وخت چیری وه چی ډاکو ګانو به د یوی ښپږی تاون سل لکه د خلکو نه اخیست؟
هغه وخت چیری وه چی په لسهاو زره افغانان په پلګونونو کښی ژوندی تر خاور لاندی کیدل؟
په بندی خانو کښی نوکان تری نه او سترګی تری نه ایستل کیدلی.‏؟

او بیا هم په دی لیک کښی داسی لولو:

(نو بیا به د مجاهد اوطالب تر منځ په جګړه کی څومره وینی توی شی ، دا خوار ولس به بیا د کوم پنجابی او پدر سوخته ایرانی درګاه ته پناه یوسی )
پدر سوخته په ایرانی فارسی کښی ښکنځل دی او هغه هم یو ډیر بازاری ښکنځل دی او زما په نظر د یوی سیاسی مقالی و لیکونکی ته دا نه ښایی چی په خپله لیکنه کښی یی استعمال کړی او هغه یی هم یو کسی یا یوه خاصه ډله هدف نه وی بلکه یو پوره ملت یی مخاطب وی؟

زه د خپلو پوښتنو و لړی ته همدلته د پای ټکی ایږدم مګر دا په دی معنی نه ده چی په دی لیکنه کی نوری پوښتنی نسته زه پوښتنی بس کوم ځکه چی بیا تر حد زیاتیږی او د لوستونکی حوصله ورته خلاسیږی.

په دی هیله چی خپله زهیر صاحب او یا هم بل داسی ځوک چی د دی پوښتونو ځواب یی په ذهن کښی وی د بینوا د بی جوړی وب پاڼی د لاری یی زما او نورو لوستونکو سره شریکی کړی.
په درناوی

د بینوا څخه په مننې