پکه دا دې لا بله سپکه!!!!!

نن مې په مطبوعاتو کې یو ځل بیا د خندا څخه یوه ډکه وینا واوریده چې دا وینا د پاکستان د لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني وه چې ویلي یې وو(د افغانستان خاوره نه باید د همسایه هیوادونو په ضد وکارول شي)نو خدای شته د دې خبرې په اوریدو سره ډیر حیران شوم لا په همدې سوچ کې ووم چې د بلې خوا د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر قریشي د ټلویزون په سکرین د خپل بریټانیوي سیال ډيویډ ملې بنډ سره راښکاره شو دې ښاغلي بیا څه وویل دې ښاغلي ویل(مونږ کولای شو په افغانستان کې میشتو بهرنیو ځواکونو ته باکیفیته وسلې او مهمات ورکړو چې د دې دوو تضادو خبرو په اوریدو مې غوږ یوڅه اذان وکړ او پوه شوم چې دې ښاغلي څه ویل او هغه بل ښاغلي یې څه ویل ځکه د دوی خبرې د ډير غور وړ دي خو په هر حال کله چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکا او نورو لویدیځو او اروپايي هیوادونو افغانستان ته اشر وکړ د جیکه بابا اډه چا د چا په ضد د امریکا په اختیار کې ورکړه او ته چې د دې ادعا کوې چې باید د افغانستان خاوره د بل چا په وړاندې وو نه کارول شي ته ولې دا څو لسیزې د افغانستان د یوه ګاونډي په توګه د دې هیواد په ضد په یو او بل نوم دسیسي جوړوې او د دې دسیسو جوړولو څخه دې مطلب څه دی چې یو دې مسلې کوي او بل پرې حملې کوي. ته چې وایې چې د دې هیواد خاوره باید د بل هیواد په وړاندې استعمال نه شې نو ستا وسلې ولې په افغانستان کې د دې هیواد د وګړو په ضد استعمال شي دا خو منم چې ته په خپل هیواد کې دې د امریکايي بې پيلوټه الوتکو د بریدونو څخه په تنګ شوی یې خو دې الوتکو ته د افغانستان په وړاندې د افغانستان د بل هر ګاونډي څخه د مخه تا اجازه ورکړه.اوس چې ته هم کله د خپل پخواني نیکه ملې بنډ په څنګ کې کینې نو بیا يوڅه وایې او چې هغه درنه اخواشي بیا نو نو نورې بابولالې غږوې چې د دې بابولالو څخه څه نه جوړیږي ځکه چې هغه وايي(خودکرده را نه درد است ونه درمان)تا چې دا ټول په خپله په ځان کړي دي نو اوس ورته ټينګ شه او ګاله یې افغانستان هیڅکله د ملا،طالب او جهادي قومندان په نوم ستاو لپاره کومه ډله نه ده جوړه کړې او نه یې ستا هغه مشران داسې خرڅ کړي لکه تا چې د دې هیواد ډير د قدر څخه وګړي په امریکایانو د میلیونونو ډالرو په بدل کې خرڅ کړل او پیسې دې پرې واخیستې، ته چې ځان ته د دې جواز ورکونکی یې چې ستا وسلې دې په دې هیواد کې د بهرنیانو لخوا د دې هیواد د بچیانو په وړاندې استعمال شي نو دا هم ډيره ښه خبره دی چې د دې هیواد څخه هم ستا په خوښه د راغلو امریکایانو او نورو دوستانو له خوایې بریدونه درباندې ووشي او داسې د  خوبونه وتښتي لکه څنګه چې ستا هډو په دې هیواد کې د ډيرو بیوزلو کونډو او رنډو خوبونه تښتولي وو.

هوکې ستا د علماوو او نورو په وینا په افغانستان کې ښونځیو ته د ماشومانو او جنو تګ ناروا بلل شوی، د سړکونو جوړل تر ننه ناروا دي ډير داسې فعالیتونه چې په دې هیواد کې د دې هیواد د ملي ګټو لپاره کیږي دا نا سم دي خو ستا د هغه چا لورګانې چې په افغانانو ته داسې فتواوې ورکوي هغه د پاکستان او نړۍ په تر ټولو مډرنو پوهنتونو او کالیجونو کې زدکړې کوي،خو زمونږ په خوندو دې په خارو کې د یو ټکي د زدکولو لورینه هم نه کیږي، ته د دې ټولو جواز لرې او تل یې کوې دا د همسایه هیواد په ضد سم دي خو که د دې هیواد څخه ستا په خاوره د هغه چا لخوا برید ووشي چې ته یې په سر کې ډول ته ګډيدې او دې هیواد ته راغلل دا نو بیا نه منې خو وایې ته او منې یې په چا.

ستا د دې خبرې سره هغه د رحمن بابا شعر رایاد شو چې وايي:

ته چې بل په غشو ولې هسې پوه شه

چې همدا غشي به ستا په لور ګذار شي.

نور نو اوس ته پوه شه او غشي دې چې څنګه یې کاروې اوس خو به لږ تر لږه در ته پته لګیدلې وي چې (څه کرې هغه به ریبې).

پای