"د کوچنیانو حقوق"  چاپ شو

فریدون الهام:

د کوچنیانو حقوق، د غوره علمي شخصیت ښاغلي پوهندوی نصرالله ستانکزي څیړنیز اثر دی چې پدې وروستیو کې د مستقل خپرندویه ټولنې لخوا د زرو ټوکو په شمیر په کابل کې خپور شوی دی.

په کتاب کې د افغانستان او په نړیوالو قوانینو کې د کوچنیانو د حقوقو په اړه موضوعاتو باندې خبرې شوي.

په یاد شوي اثر کې، د سریزې او د ماخذونو پر لست سربیره، د افغانستان په قوانینو کې د کوچنیانو حقوق او د کوچنیانوحقوق په نړیوالو حقوقو کې اړوند مبحثونه، په نولسو برخو کې تر څیړنې لاندې نیول شوي دي.

د کوچنیانو حقوق، په افغانستان کې د حقوقي کتابونو په لیکه کې یوه نوې، اړینه او په زړه پورې زیاتونه ده، چې بې له شکه د حقوق پوهانو، د حقوقو محصلینو او د ټولو وګړو د ښې استفادې وړ به وګرځي.

د پوهندوی نصرالله ستانکزي اثار تر دې دمخه هم د کتابونو، مقالو او څیړنو په بڼه ټولنې ته وړاندې شوي، چې، مبادي حقوق، د افغانستان د خصوصي او دولتي پوهنتونونو درسي کتاب، سیر در پارلمان های افغانستان، د حقوقو ویشنه، حقوقي قاموس (ګډ اثر)، او... د یادونې وړ دي. نوموړی د هیواد په دواړو رسمي ژبو تدریس او لیکنې کوي، چې د نوموړي د ځانګړې وطندوستۍ ښکارندويي کوي.

پوهندوی ستانکزی له دوو لسیزو را پدیخوا د کابل پوهنتون دحقوقو او سیاسي علومو، ژورنالیزم او اقتصاد په پوهنځیو کې د خپلو وطنوالو په روزنه بوخت دي. نوموړی په هیواد کې دننه، او بهر کې د حقوقو د برخې پیژندل شوي څیره ده.

نصرالله ستانکزی تیرکال (۲۰۰۹) د بیوګرافي نړیوال مرکز لخوا چې مرکز یې په انګستان کې دي او په نړۍ کې د پیړۍ د ۲۰۰۰ غوره علمي شخصیتونو د ټاکنې او د هغوي د لست د خپرولو دنده پر غاړه لري، د ۲۱ مې پیړۍ په غوره شخصیتونو کې شامل، او دغه نړیوال ویاړ یې افغانانو او نړیوالو ته ور وباښه.

درانه استاد، پوهندوی ستانکزي ته د دغه ارزښتمن اثر د خپراوي مبارکي وایو، او نوموړي ته د لا زیاتو بریو هیله کوو.

په عمر او قلم یې برکت.

 
   


د ښاغلي فریدون الهام د لیکنې په ادامه!!!!

محمدالله آرین احمدزی

ووروسته تر دې چې د ډيرو دوستانو له خولې څخه د ښاغلي پوهندوی نصرالله ستانکزي په دې لاسته راوړنه خبر شوم نو مې ډيری نا هیلي په هیلو بدلې شوې ځکه چې د داسې پوهانو لخوا د داسو اثارو لیکل نه یوازې ادبي،فرهنګي .... حیثت لري یو ډير لوی تاریخي حیثیت لري ترڅو د هیواد په هرګوټ کې هرڅوک وکولای شي د داسې وړ پوهانو د وړ اندونه څخه ګټه پورته کړي او د دې ترڅنګ چې د دې هیواد وګړي د هرڅه د حقوقو څخه بې برخې دي وکولای شي د دې نړۍ والو قوانینو په لوستلو سره ډير څه زده کړي او دې هیواد دا تنکي بچیان چې ګران استاد دوی  د حقوقو په اړه دا یو پنډ کتاب خپور کړ دوی یې ولولي او ترې ګټه پورته کړي. چې زه یې په سرکې ګران استاد ښاغلي ستانکزي صیب او بیا د افغانستان ټول کړیدلي ملت ته مبارکي وایم او د ده د لا زیاتو هڅو او لیکنو په هیله خدای د ورته عمر نصیب کړي ترڅو دی وکولای شي دې هیواد ته خدمت وکوي او د هیواد اوسیدونکي په تیره بیا د علم د لارې پلویان وکولای شي د ده څخه ګټه پورته کړي او د ده خدمت وکړي.بیا هم تکرار وایم چې په قلم او ګوتو دې برکت وي..........

د ده د لا بریاوو په هیله.

محمدالله آرین احمدزی

د پام مجلې موسل مدیر