دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ

 

ټولو   ته سلامونه او نیکې هیلې !

    دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې  دلوګر ولایت له یوه کلي څخه دآغلې خدیجې سحردغه شعرکره کتنې ته وړاندې کیږي:

مینه زموږ ګل وه

 

داسې راته مه وایه زړه مې له تا تور شو نور

ژوند مې ستا له لاسه راته اور شو نور

ښکلې مې ځوانې وه ستا مینې رانه وخوړه

علاج مې کیدای نه شي خبر مې پلار او مور شو نور

څنګه ښه وختونه و،ما وتاچې سره لوبې کړې

رامعلومیږي نه،چې ستا راسره شور شو نور

مینه زموږ ګل وه دوه نیمې ورځې یې تیرې کړې

پاڼې یې رژیږي ویجاړ مودغه کور شو نور

زه په تمه تمه تیر له ما چې ګرځې لیرې ته

یاره بیا به نه وایې څنګه دې زړه تور شو نور

داداغ له لمنې نه مې لیرې په څه چل به شي

تیته هره خوا ده زموږ مینه لوی پیغور شو نور

آسمان کې ګرځیدلم چې به ستا راباندې خیال و

ځای مې ځمکې نه اوس ښکته راته ګور شو نور

دواړه لاسه غوږ ته کړه توبه په توبو وباسه

خدیجې وفا مې پاته په یار پور شو نور

 

دغه شعر دمخه دټیلفون له لارې دشاعرې له خولې لیکل شوی او په غونډه کې به یې آغلې خدیجه دټیلفون پر کرښه ولولي.

په دغه شعر به لیکلې کره کتنه آغلې تورپیکۍ مومند وړاندي کوي هیله ده نورې خویندې هم پرې خپل نظرونه ولري.

 او دنورو کاري مسلو ترڅنګ دژورنالیزم په کورس کې دخبریالي په اړه معلومات وړاندې کیږي. آغلې راحله نوري د ځانمرګي ناول په اړه  او همدارنګه آغلې اوږۍ امیل دفلسفې په اړه معلومات وړاندې کوي.دوی تیرې غونډې ته تشریف نه و،راوړي خپل معلومات به په دې غونډه وړاندې کړي.

  دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې په یوه نیمه بجه جوړیږي.

دغه رازپه غونډه کې په مهمو کاري مسلو او کتابونو دچاپ په اړه هم خبرې کیږي . هیله ده په یوه بجه تشریف راوړﺉ.

                                      په درنښت

                                    توبا ندا ساپۍ