17.01.2010
- محمدالله آرین احمدزی
د پام مجلې دوهمه ګڼه له چاپه را ووته
د پام مجلې دوهمه ګڼه چې ګڼ شمیر سیاسي، ټولنیز ،اقتصادي .... او نورې ګڼ شمیر لیکنې پکې خپرې شوې دي دا ده په بریالي توب سره یې دوهمه ګڼه د چاپ څخه راووته،هیله ده چې د دې مجلې په اړه خپل نظریات ، وړاندیزونه او نورې هر اړخیزې لیکنې په لاندې پته مونږ را واستوی او د تر لاسه کولو لپاره یې په کابل کې د بیهقي کتاب پلورنځي ته مراجعه وکړی او په ولایاتو کې یې زمونږ د نماینده ګانو څخه تر لاسه کړی.
په درناوي...
17.01.2010
- محمدالله آرین احمدزی
ټیلفوني کره کتنه
دافغاني ادب په تاریخ کې لومړنۍ ټیلفوني ادبي کره کتنه دمیرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیر له خوا وشوه.
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیزبهیر په یو اویایمه اوونیزه غونډه کې چې دروان کال د مرغومي په ۲۷ نیټه دګڼ شمیر افغان میرمنو په ګډون دایره شوه دلوګر ولایت له یوه کلي څخه دتکړه شاعرې آغلې خدیجې سحر په شعر کره کتنه وشوه.
شعر یوه اوونۍ دمخه دټیلفون له لارې لیکل شوی او بیا دمیرمن بهیر ټولو غړو ته...