د رهين د وزير کېدو څو اټکليز لاملونه
چټک غبرګون
سيد مخدوم رهين چې څو ورځې وړاندې يې د ولسي جرګې د غړو په نامه له ځينو خلکو د افغانستان د نوي کولتور وزير په توګه د باور رايه واخيسته اوس يې دوزير کېدو په اړه يو شمېر اوازې خپرې شوي
د دې اوازو له مخې ويل کېږي چې رهين ته درايو په ډېرولو کې د ننګرهار والي ګل آغا شېرزي هڅې کړي او يو شمېر شرطونه يې ورته اېښي،د اوريدل شوو خبرو له مخې يو شرط شېرزي دا وړاندې کړى چې له ننګرهاره خپريدونکې نړۍ اونيزه دې د رهين له لوري وتړل شي او هغه رسنۍ چې ده ته قايله نه دي له ستونزو سره مخ کړي.د دې اوازو له مخې شېرزي سره په دې کار کې د ننګرهار يوې ځانګړې درباري فرهنګي ډلې هم له دې امله مرسته کړې چې د هغوى يو مخالف فرهنګي لورى د رهين مخالفت کاوه.
رهين؛د ارزښتونو پر وړاندې يوه بله ننګونه!
چټک غبرګون
هسې خو په زور راوړل شوې ديموکراسۍ په ټوله کې د دې لپاره افغانستان ته راغلې چې دلته ارزښتونه نسکور او له منځه يوسي،يانې خورا نورې ننګونې هم داسې دي چې افغاني ارزښتونه ګواښوي،خو له دې وروسته يوه بله ننګونه يې هم ورمخې ته شوه،د افغانستان د ولسي جرګې د غړو په نامه ځينو ځانپالو او ځانغاړو سيد مخدوم رهين ته د ورکړل شوي دستور پربنسټ د نوي افغان کولتور وزير په توګه باور رايه ورکړه،رهين هغه سړى دى چې ډېرې خبرې پرې کېداى شي،د دې خبرو يوه برخه د((سيدمخدوم رهين د قضاوت په تله کې))کتاب هم رانغاړلي خوپه لنډه توګه که سړى ووايي رهين د افغانستان دملي او کولتوري ارزښتونو پر وړاندې د کولتوري نيواکګر(ايران)له خوا هغه روزل شوې حشره ده چې پخپلو کړو چارو کې يې تر وسې،وسې د افغانستان ټول ارزښتونه سپک کړي،رټلي او د لا دې کار په هڅه کې دى.
اوس چې ولسي جرګې هم ملت ته خپل وروستى ازمېښت ورکړ او د دې حشرې په لا پياوړتيا کې د ونډې اخېستو منډه يې واخېسته،د دې جرګې رهين ملاتړي غړي هم د دغو تر ګواښ لاندې ارزښتونو پر وړاندې په کېدونکو لا نورو جناياتو کې شريکان ګڼل کېداى شي.
زما له خپلو ټولو درنو قلموالو ملګرو(البته هغه قلموال چې يوازې خپل هېواد او ارزښتونه پېژني)هيله ده چې د دې مختورن سړي په لا مختورولو او څرګندولو کې خپلې ملي دندې او ژمنې پر ځاى کړي .
په همدې هيله
ولسي جرګه بيامختورنه شوه!
چټک غبرګون
تاسې جنابانو ته ماځانګړى پرانيستى ليک هم ليکلى و،ننګ مې دراچولى و،پر افغان ولس د يوه بل نازليدونکي او اوس نازل شوي ناورين په مخنيوي کې مې د مرستې هيله درڅخه کړې وه،خو تاسې خپل اصليت وښود،دا مو په ډاګه کړه چې يوازې درته پيسې،څوکۍ،خپل ځان او هغه څه چې يوازې ستاسې په ګټه دي ارزښت لري.
مادرڅخه غوښتي وو چې د خداى لپاره د نوي کولتور وزير په توګه د بې کولتوره او کولتور ضدي مخدوم رهين د ټاکنې مخه ونيسئ،خو افسوس پر هغو شېبو چې ما ستاسې په نوم دې ليک کښلو ته ځانګړې کړې وې،زه پخوا هم پوهيدم چې له تاسې تمه په کار نه ده او اټکل مې هم دا وو چې تاسې به پر ارزښتونو سوداوې کوئ،زه پوهېدم چې تاسې ته يوازې نومرې،يوازې ډالرې،يوازې د نوماند وزيرانو مېلمستياوې او هغه څه چې ولس ته درد ورکوي ارزښت لري،خو ماهسې خپله غاړه درباندې خلاصوله،اوس چې مو خپل اصليت وښود او د رايو په اکثريت سره مو د سيدمخدوم رهين په نامه يوه مضره حشره د افغاني_پښتني کولتور او فرهنګ ځوريدلي ډګر ته راننويسته يوه پوښتنه کوم:
تاسې ولې هغه ته په تېر ځل د باور رايه ورنه کړه،آيا هغه د دې وړتيا نه لرله ؟
که هو خو بيا مو ښه کړي وو دا وار مو ولې هغسې کار ونه کړ؟
دې ته ورته ډېرې پوښتنې داسې دي چې که نن نه وي يوه ورځ به خامخا درڅخه د دې ولس د بچيو لخوا کېږي خو نه پوهېږم چې ستاسې ځواب به ورته څه وي؟