تازه خبر: د احمدشاه مسعود مــېرمن د چاودنو په تــور محاکمه کېږي |
ټاکل سوې ده چي نن د بلجيم په پلازمېنه بروسلز کي د القاعدې سره د تړاو په تور نهه تنه محاکمې ته راکش سي، په دغو کسانو کي يوه ښځه د افغانستان د پخواني جنګسالار احمدشاه مسعود مېرمن ده. دغه خبر چي د پاکستان په جنګ ورځپاڼه کي راغلئ، په دې هکله يې نور تفصيل نه دئ ورکړئ خو وايي دوى د القاعدې سره د تړاو په تور څو مياشتي دمخه نيول سوي دي. پر دغو کسانو باندي تور لګېدلئ چي د تر مځکي لاندي ريل ګاډيو يا ميټرو باندي يې د حملې پلان درلودئ. د احمدشاه مسعود پلويان چي د خپل مشر مړينه د القاعدې د لاسه بولي، داپه خپل ذات کي يوه نوې موضوع ده چي د هغه مېرمن له القاعدې سره لاس لري. |