دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دمحترمو غړو دپاملرنې وړ
ټولو ته سلامونه او نیکې هیلې !
دمیرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د راتلونکې شنبې ورځې په غونډه کې دآغلې نعیمې غني شعرکره کتنې ته وړاندې کیږي:
او دنورو کاري مسلو ترڅنګ دژورنالیزم په کورس کې دخبریالي په اړه معلومات وړاندې کیږي. آغلې راحله نوري د ځانمرګي ناول په اړه او همدارنګه آغلې اوږۍ امیل دفلسفې په اړه معلومات وړاندې کوي.
دغه غونډه او دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې په یوه نیمه بجه جوړیږي.
دغه رازپه غونډه کې په مهمو کاري مسلو او کتابونو دچاپ په اړه هم خبرې کیږي . دغه راز په پام کې ده په بله راتلونکې غونډه کې د لوګر ولایت له یوه کلي څخه آغلې خدیجه د((مینه زموږ ګل وه
)) تر سرلیک لاندې خپل غزل دټیلفون له لارې کره کتنې ته وړاندې کړې،دغه شعر چې دټیلفون له لارې دمخه لیکل شوی په راتلونکې غونډه کې به دبهیر خویندو ته وویشل شي او ځینو ته به اوس واستول شي تر څو پرې لیکلې کره کتنه وشي. هیله ده په یوه بجه تشریف راوړﺉ.
په درنښت
توبا ندا ساپۍ