د نبراس عزيز لخوا خپرې شوې لیکنې
له مور سره ولې ډوډۍ نه خورې؟
له مور سره ولې ګډه ډوډۍ نه خورې؟ له امام زين العابدين رحمه الله نه پوښتنه وشوه چې: ته خو له مور سره تر هر چا زيات ښه کوې، نو بيا ولې په يو دسترخوان ورسره ډوډۍ نه خورې؟ هغه په ځواب کې وويل: زه وېرېږم که چېرته مې لاس هغه څېز ته وروړاندې کړم چې د مور مې پرې له مخکې سترګې لګېدلې وي نو ما به يې نافرماني کړي وي.
زړه لکه مارغه
زړه لکه مارغه زړه د مارغه په څې
خپګان په څه؟
خپګان په څه؟ یو عالم په يو سړي باندې تېرېده چې په مخ کې يې د خپګان او غم نښې له ورايه ښکارېدې، نو ورته يې وويل: زه درڅخه د درېوو څيزونو پوښتنه کوم ځواب به يې راکوې: آیا په ګرده نړۍ کې د الله جل جلاله له غوښتنې پرته کوم کار کېدونکی دی؟ سړي وويل: نه. بیا يې پوښتنه وکړه: آیا هغه روزي چې الله جل جلاله درته ليکلې وي کمېدی شي؟ سړي
كافر ته د سپېڅلي کتاب (قرآن کريم) ډالۍ کول
پوښتنه: آيا يو مسلمان ته جايزه ده چې کافر ته پاک قرآن ډالۍ کړي په دې هيله چې ګوندې اسلام ته رامايل شي؟ ځواب: کافر ته د قرآن کریم هديه کول ناجايز کار دی، ځکه چې کافر سړی پاک نه ګڼل کېږي، او قرآن کریم ته باید ناپاک او نجس سړی (که هغه مسلمان هم وي) لاس ورنه وړي. دا حکم د فقهاوو په هغې خبرې قیاسېږي چې وایي په کافر باندې د قرآن کریم خرڅول ناروا دي. خو د نورو داسې دیني کتابونو ډالۍ کول ورته جایز
په انټرنټ باندې غير اخلاقي خبرې
پوښتنه: آیا د یو سړي او یوې ښځې ترمینځ د انټرنټ له لارې داسې مرکه چې جنسي غوښتنې راپاروي، زنا ګڼل کېږي؟، او له دې ګناه څخه د خلاصون لاره څه ده؟ ځواب: د پردۍ ښځې او پردي سړي ترمینځ غیر اخلاقي خبرې ناروا دي، او یوې لویې ګناه ته لمن وهل دي، او باید چې دواړه له خدایه بښنه وغواړي. د خلاصون لاره یې توبه ويستل، دغه کار بیا نه تکرارول، او د استغفار او نېکو کارونو زیاتول دي.
د زده کوونکي يا محصل نمرې زياتول
پوښتنه: ايا د پوهنتون يو استاذ ته جايزه ده چې د يو محصل نمرې زياتې کړي، په دې دليل چې که لږې نمرې واخلي د پوهنتون څخه ويستل کېږي، دې ته په پام سره چې استاذ دغه کار د زړه سوي يا يو ټولنيز فشار او يا کوم بل لامل په اساس کوي؟ ځواب: هيڅ استاذ ته جايزه نه ده (که هغه د پوهنتون استاذ وي او بلې کومې تعليمي ادارې) چې د يو زده کوونکي نمرې په هره وجه چې وي زياتې کړي، ځکه چې دغه کار ټګي، د امانت خيانت، او د يو داسې زده کوونکي چې بايد تر ټولو وروس
د عالم لاس ښكلول روا دي
پوښتنه: ځنې خلک د علماوو او ملايانو لاس ښكلوي، ايا دا جايز كار دی؟ ځواب: خلكو ته روا دي چې د نيك او صالح ملا او عالم لاس ښكل كړي او همدارنګه د سر، تندي ښكلول هم جايز دي.او څرنګه چې موږ د مور او پلا سره په ښه سلوك او نيكۍ مأمور ياستو نو د دوی په هكله هم دغه كار پروا نه لري.جعفر بن ابي طالب چې كله د ح
تكبيرونه بشپړ كړه بيا سلام واړوه
پوښتنه: كله كله چې د جنازي لمانځه ته ځم ګورم چې خلك د جنازې په لمانځه ولاړ دي او له ما څخه ځينې تكبيرونه تير شوي دي، كه زه هم ورسره په لمانځه ودرېږم نو ايا د دغو تكبيرونو قضايي به راوړم او كه نه د امام سره يو ځای به سلام ګرځوم؟ ځواب: كه ته په داسې حال كې راحاضر شوې چې امام تكبيرونه وايي نو تر هغه ځنډ وكړه چې امام تكبير ووايي كله چې دې د تكبير غږ تر غوږ شو دستي لاسونه پورته كړه او په لمانځه ودرېږه، كه امام په داسې حال كې سلام وګرځاوه چې په
د ذکر ګټې
د ذکر ګټې شيطان شړي، ځپي يې، او لويي او غرور يې ورماتوي. څښتن تعالی خوشاله کوي. له زړه څخه خپګان او اندېښنې وباسې. زړه ته خوښي او سوکالي راولي. زړه او بدن تندرست ساتي. مخ او زړه نوراني کوي. روزي پراخوي. ګناهونه رژوي.
هيڅکله مې یې لوستل نه دي پرې ايښي
هيڅکله مې یې لوستل نه دي پرې ايښي ابن عمر رضي الله عنهما وایي: یو ځل موږ له پيغمبر علیه السلام سره لمونځ کاوه چې په دې کې د خلکو له مينځه يو سړي دا توري ولوستل: (اللهُ اَكْبَرُ كَبٍيْراً وَالْحَمْدُ لِلّهِ كَثِيْراً وَسُبْحَانَ اللهِ بُكْرَةً وَّأَصِيْلاً)، نو پیغمبر عليه السلام وپوښتل چې: دغه دغه ټکي چا ولوستل؟ د خلکو له ډلې څخه یو سړي وويل: د الله پیغمبره! ما ولوستل. پيغمبر عليه السلام وويل
د نېکانو سوال
د نېکانو سوال اصمعي وايي: ما له کعبې طواف کاوه چې يو بانډچي (کوچی) راغی او کعبې ته ودرېد او ويې ويل: خدايه! ته مې وينې چې وږی يم، ته يې وينې چې اوښه مې هم وږې ده، ته يې وينې چې لور مې د پوښاک څه نه لري، ته يې وينې چې ښځه مې هم ډېره محتاجه ده، نو ای هغه څوکه چې هر څه ليدلی شې خو پخپله نه شې لېدل کېدی! دا هر څه ته وینې نوره ستا خوښه ده چې څه کوې!! وايي چې ما خپل لاس له پيسو سره وراوږد کړ او ورته ومې ويل: دا واخله
د هرې ستونزې حل
د هرې ستونزې حل عبد الله بن ابي اوفی رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: كه څوک د الله تعالی په وړاندې او يا د خلکو په وړاندې څه ستونزه او اړتيا لري نو اودس دې وکړي او سم (په فرضو او سنتو برابر) اودس دې وکړي، بيا دې دوه رکعته لمونځ وکړي، له لمانځه څخه وروسته دې د الله جل جلاله حمد او ستاينه وکړي ، بيا دې په پيغمبر علیه السلام باندې درود ووايي، او بيا دې دا کلمات ولولي: (ل
د قيامت له لويو نښو څخه
د قيامت له لويو نښو څخه د الله پيغمبر صلی الله عليه وسلم وايي چې د قيامت له لويو نښو څخه دا هم ده چې لمر له لوېديځ څخه راوخېژي، او کله چې دا کار وشي نو توبه بيا نه قبلېږي.
ښوونکی لېونی دی
ښوونکی لېونی دی يو بې دينه ښوونکي له خپلو زده کوونکو څخه وپوښتل چې: آيا تاسې مېز ليدلی شئ؟ زده کوونکو ځواب ورکړ: هو، ښوونکي وويل: نو مېز هم شته دی. بيا يې وپوښتل چې: آيا تاسې توره تخته ليدلی شئ؟ هغوی ځواب ورکړ: هو، ښوونکي وويل: نو توره تخته هم شته. بيا يې وپوښتل چې: آيا تاسې الله تعالی ليدلی شئ؟ هغوی ځواب ورکړ: نه، ښوونکي وويل: نو الله هم نشته. له زده کوونک
له اوو اسمانونو پورته يې غږ واورېد
هغه ښځه چې الله جل جلاله يې غږ له اوو اسمانونو څخه پورته اورېدلی وه دې ښځې د پيغمبر عليه السلام سره د خپل مېړه په هکله خبرې اترې کولې چې په دې ترڅ کې د نوموړې د ستونزې د حل لپاره له اسمانه الهي شريعت رانازل شو. دغه ښځه به چې بيا وروسته له حضرت عمر رضي الله عنه سره مخامخ کېده نو عمر رضي الله عنه ته به يې ويل: له خدايه وډار شه ای عمره! پخوا به موږ په (عمري) يادولې او نن امير المؤمنين شوې، او تر ډې
د لمانځه خوند
د لمانځه خوند د ذات الرقاع غزا څخه وروسته مسلمانانو په یو ځای کې د شپې تېرولو لپاره واړول، او پيغمبر علیه السلام د پهرې لپاره د صحابه وو یو ټولګی وګوماره چې په نوبت به یې پهره کوله، له هغوی څخه عمار بن یاسر او عباد بن بشر رضي الله عنهما هم وه چې نوبت یې یوځای راغی. عباد ته خپل ملګری عمار ستړی غوندې ښکاره شو، نو ددې لپاره چې لږه دمه یې جوړه شي ترې ویې غوښتل چې اوس ویده شي، او لومړۍ پهره ده ته پرې
د قرآن کريم تلاوت
د قرآن کريم تلاوت قرآن کریم د الله جل جلاله کلام دی، نو له نورو کلامونو څخه دومره غوره دی څومره چې پخپله الله تعالی له بندګانو څخه غوره دی، او همدانګه له ټولو هغو خبرو څخه چې ژبه پرې ښوري د قرآن کریم تلاوت غوره دی.