هيڅکله مې یې لوستل نه دي پرې ايښي
ابن عمر رضي الله عنهما وایي: یو ځل موږ له پيغمبر علیه السلام سره لمونځ کاوه چې په دې کې د خلکو له مينځه يو سړي دا توري ولوستل: (اللهُ اَكْبَرُ كَبٍيْراً وَالْحَمْدُ لِلّهِ كَثِيْراً وَسُبْحَانَ اللهِ بُكْرَةً وَّأَصِيْلاً)، نو پیغمبر عليه السلام وپوښتل چې: دغه دغه ټکي چا ولوستل؟
د خلکو له ډلې څخه یو سړي وويل: د الله پیغمبره! ما ولوستل. پيغمبر عليه السلام وويل: زه ورته هيښ پاتې شوم او په تعجب کې شوم چې د اسمان دروازې ورته پرانستل شوې.
ابن عمر رضي الله عنه وايي: له کله نه مې چې د پيغمبر علیه السلام څخه دا خبره اورېدلې لوستل مې يې هيڅکله نه دي پرې ايښي.
دا حديث ترمذي روايت کړی دی.
29.03.2008
- نبراس الحق عزيز
د نېکانو سوال
اصمعي وايي: ما له کعبې طواف کاوه چې يو بانډچي (کوچی) راغی او کعبې ته ودرېد او ويې ويل: خدايه! ته مې وينې چې وږی يم، ته يې وينې چې اوښه مې هم وږې ده، ته يې وينې چې لور مې د پوښاک څه نه لري، ته يې وينې چې ښځه مې هم ډېره محتاجه ده، نو ای هغه څوکه چې هر څه ليدلی شې خو پخپله نه شې لېدل کېدی! دا هر څه ته وینې نوره ستا خوښه ده چې څه کوې!!
وايي چې ما خپل لاس له پيسو سره وراوږد کړ او ورته ومې ويل: دا واخله...
29.03.2008
- نبراس الحق عزيز
د ذکر ګټې
شيطان شړي، ځپي يې، او لويي او غرور يې ورماتوي.
څښتن تعالی خوشاله کوي.
له زړه څخه خپګان او اندېښنې وباسې.
زړه ته خوښي او سوکالي راولي.
زړه او بدن تندرست ساتي.
مخ او زړه نوراني کوي.
روزي پراخوي.
ګناهونه رژوي....