د نېکانو سوال

اصمعي وايي: ما له کعبې طواف کاوه چې يو بانډچي (کوچی) راغی او کعبې ته ودرېد او ويې ويل: خدايه! ته مې وينې چې وږی يم، ته يې وينې چې اوښه مې هم وږې ده، ته يې وينې چې لور مې د پوښاک څه نه لري، ته يې وينې چې ښځه مې هم ډېره محتاجه ده، نو ای هغه څوکه چې هر څه ليدلی شې خو پخپله نه شې لېدل کېدی! دا هر څه ته وینې نوره ستا خوښه ده چې څه کوې!!

وايي چې ما خپل لاس له پيسو سره وراوږد کړ او ورته ومې ويل: دا واخله ګوندې د بې وزلۍ بار دې ورسره سپک شي.

هغه پيسې وانه خستې او ويې ويل: ما چې له چا نه سوال کړی دی هغه له تا نه ډېر سخي دی.

اصمعي وايي: ده لا خبره نه وه بشپړه کړې چې چا پرې غږ کړ: فلانيه! هله چې تره دې ومړ! څلور سوه اوښانې، څلور سوه غوايان، او څلور سوه مثقاله سره زر ترې پاتې دي، په منډه ورشه چې له تا پرته بل وارث نه لري.