د mina mina لخوا خپرې شوې لیکنې
که له نړۍ ځان خبروئ
كاناډايۍ ښځه په ويښتانو كې فال ګوري! د كاناډا" مادام ميري" د نړۍ هغه يواځينۍ ښځه ده، چې د ويښتانو له لارې د انمسان فال او طالع ګوري. 42 كلنه " مادام ميري" وايي، خپله دغه هيښنده وړتيا هله ورته څرګنده شوه، چې د يوې نږدې ملګرې ويښتان يې ورجوړول. مادام ميري وايي، د ويښتانو د جوړاوي پر مهال د ملګرې د راتلونكي كال بختونه، طالع او پېښې د يوه پرانستي كتاب په څېر ور څرګند شول. مادام ميري په خپل كور كې د فال كتلو د
د سيمې سياسي نقشه کېداي شي بدله شي
د سيمې سياسي نقشه کېداي شي بدله شي ټول افغان ټکى کام سيمې ته د امريکې د متحده ايالتونو د ولسمشر جورج بوش سفر د سترو جويوپولتيکو پلانونو يوه برخه ده.هند ته د ده سفر او ددغه هېواد سره د ځينو مهمو تړونونو لاسليک کول، چې د اتومي تخنيک معامله يې يوه ارزښتناکه بېلګه ده، په منطقه کې يو نوي ډول سياسي وضعيت را منځ ته کوي. زما په اند وروسته له دې به هند د جهاني سياست د فعال غړي په توګه د سترو قدرتونو ليکې ته ور ودانګي، او امريکا نن د هر وخت په پرتله د نفوسو
برېښنا
برېښنا امين الله زهير ما او يار له ډېرې مودې نه دا دعاګانې کولې،چې خدايه ! ته ؛ خو يوه شپه په نېمه شپه داسې تېز باران راولې، چې ټول خلک په خپل ځان اخته شي. داسې باران،چې څوک ځانونه سيوري ته کوي څوک مالونه او څوک ماشوما ن له بارانه تښتوي. او زه ! زه لکه د تورې شپې غل ځان د يار کوڅې ته ورسوم او د شونډو د غلا لپاره يې ديوال ته ريږدېدلي کېنم. زموږ سوالونه خداي قبول کړه او هغه شپه راغله، چې موږ يې&nbs
د مفتي صيب پاکستانۍ پروژه بريالۍ شوه
د مفتي صيب پاکستانۍ پروژه بريالۍ شوهمساپر دپښتونخوا له دنګو سيمو څخه مې دايف ايم راديو غږ د يوخوږ ژبي ملا له ستوني واوريد، خوږه ژبه يې وه، خداي شته چې ترجمې او ورسره تفسير يې خوند راکړ، راديو ته مې نور هم ځان ورنژدې کړ، ترپايه ورته دکور له ټولو غړو سره يوځاي غوږ ووم، ترجمه پاي ته ورسيده، مولانا صيب دوعاء وکړه داسې دوعا چې يوځانګړي کيف يې درلوده، شيبه وروسته مو پرې تبصرې پيل کړې، هر يو يې بيله بيله ستاينه کوله، خو زما پلار چې خپله هم خداي شته دبې شميره شاګردانو استاذ او داکوړه خټ
مرګ نه وېرېږم
مرګ نه وېرېږم ژباړه: اتل حصارکى پاسکال مشعلاني د عربي نړۍ يوه ښکلې او بريالۍ سندرغاړې ده چې نن سبا نه يواځې په منځني ختيځ بلکې په اسيا، اروپا او ان په امريکا کې هم له شمېره وتلي مينوال لري.نوموړې سره د سپېس په نامه امريکايي تلويزوني شبکې مرکه کړې ده، چې دادى تاسو درنو لوستونکو سره يې شريکوو. پوښتنه: په ١٩٩٩کال کې ته د لومړي ځل لپاره د قطر په کنسرت کې ښکاره شوې چې په سيميزو جامو کې دې محلي سندرې وويلې او د اورېدونکو له&n
د لال مسجد سره د تړلې مدرسې حصفې د يوې ښځينه طالبې سره مرکه
د لال مسجد سره د تړلې مدرسې حصفې د يوې ښځينه طالبې سره مرکه ژباړه : الهام دبي بي سي اردو ټکى کام نه په مننه د ټوپک سره زما خپلوي څه نوې نه ده ، زه د باجوړ يم او بايد ووايم چې د ټوپکو په سيورې کې رالويه شوې يم . دا د ١٨ کلنې نازيې خبرې دي ( دنوموړې په وينا دغه يې فرضي نوم دى ) ، چې هغې شپږ مياشتې مخکې د لال مسچد پورې په تړلې مدرسې ( حفصه مدرسه ) کې د
غزل
غزل آرش ننګيال ښکلې مه ګوره کتو کې دې څه چل دى چې راګورې راته دا زما اجل دى جنګيالۍ يې په کراره غشي وله په سپين مخ کې دې معلوم راته مرچل دى سل زارۍ او ننواتې ،چې مې وکړې شونډې نه راکوې ، خداى خبر څه چل دى خدايګو چاورته ، ګوم څه زما ويلي اخ ! په لاسو کې يې تار ، تار د وربل دى دا محل ، محل ، چې مانه لرې تښتي خلک وايي ، چې ننګيال د نجونو غل دى
غزل
غزل نصرت الهام سهار راپېښ نه شولو شپه راسره پاتې شولهدا دعمرونو شوګيره راسره پاتې شوله زه د توبې د ماتولو په نيت ورغلمه ميخانه ړنګه وه توبه راسره پاتې شوله يوه ګيله وه ما وې رابه شې کوم يې درته ته بېرته هم لاړې، ګيله راسره پاتې شوله د اننګو سکروټې تا راځنې بېرته يوړې خو په زړګي کې مې لمبه راسره پاتې شوله ما ته يې ستوري غزلونه بلا ډېر راکړي هغه ! سپوږمۍ چې يوه شپه راسره پاتې شوله
فرهاد له کاره کور ته راغلى و
نن نه اته کاله وړاندې هغه مهال، چې ١٤ کلن وم او په يو ښونځي کې مې سبق لوسته؛ نو د اروا ښاد فرهاد سره اشنا شوم؛ خو دې نه يې نه وم خبر، چې دې تنکي فرهاد سره هم خپلې شېرينې د غره د سوري کولو شرط ايښى او دا يې دې ته مجبور کړى، چې د دورمې شپېلۍ را واخلي او په غرونو رغونو کې پرې د زړه ساندې وغږوي. تر دغه دمه مې فرهاد سره دومره راشه درشه نه وه، په همدغسې يوه ورځ رانه د ښونځي بس تللى و او زه د بل موټر په انتظار وم، زموږ د کور او ښونځي تر منځ دولس کيلو متره لار وه، زه د غځېدلي سرک په جۍ روان وم، چې شا
غزل
ته د ګلاب پر پاڼو پروت زه پر اغزو يم روان ته به تر څو کوې دا خوب زه به تر څو يم روان موږ جنګ ځپلو ته سېلاب هم يو لښکر ښکارېږي توره مې واخيسته او مخ ته د اوبو يم روان کله چې ته راغلې نه يې تر هغو يمه ناست کله چې ونه رسم تاته تر هغو يم روان خود به مې ګرم ګڼې اشنا تا ويل ځه په منډه زه ستا له کوره يم روان مګر په ورو يم روان ژوند بس تر هغه وخته ژوند ګڼم دروېشه چې زه پر خپله زمکه يم روان پر خپلو خپو يم روان
شارخ خان په پېښورکې د قصه خوانۍ دى
دشارخ خان د ژوند په اړه په دې وروستيوکې د (SRK "Still Reading Khan") په نامه يو کتاب چاپ شوى، چې د شارخ خان د ژوند مهم ټکي پکې راخېستل شوي، په دې کتاب کې به تاسې داسې ټکو سره مخ شئ، چې له حيرانۍ نه به ورته ګوته په غاښ پاتې شئ، په کتاب کې د شارخ خان د ژوند کيسه له قصه خوانۍ بازار نه شروع شوې، د قصه خوانۍ بازار د پېښور پوره زوړ بازار دى او دا نور خوا او شا بازارونه يې اوس اوس جوړ شوي. د قصه خوانۍ نه، چې ور مخکې شئ ؛ نو دغلته د ډهکۍ نعلبندۍ بازار پروت دى، دا دومره معمولي بازار نه دى او
سرى دېوي لا له زړونو لوېدلې نه ده
د خپل وخت ښايسته او ښکلي اداکاره، چې تر اوسه لا د خپلو مينوالو په زړونو کې شپې تېروي، هغې، چې په ناګن فلم کې يې د بيم خواږه غږ ته د يوې سرشارې مارې رول ولوباوه. بيم د موسيقۍ په الو کې ډېره زړه او پخوانۍ اله ده، تاسې به اورېدلي وي، چې د بنګال جادوګر د مارانو په نيولو کې له بيم نه کار اخلي او د هند پخوانۍ دېويانې ډېرې د بيم خواږه غږ ته نڅېدلي. دلته ناګن، بيم او سرى دېوي درېواړه سره تړلي نومونه دي، هغه داسې، چې د درې واړو سيورى په يو بل خپور دى؛ نو د بيم جا
ازموينه
که زوى مو د رحيم شاه، مايکل جکسن، او يا د کوم بل پاپ سندرغاړي سندرې اوري؛ نو په دې پوه شئ، چې زلمى شوى او ددې ټکو د لوستو نه پس يې د واده غم را و نيسئ، کنه خداى مکړه کومې بدې پېښې سره په مخ شئ. که د نازيه اقبال او شهنشاه په سندرو يې زړه بايللى وي؛ نو بيا به مو زوى چرته مئين شوى وي، ښه دا ده، چې له هغه نه يې د کور او کوڅې پته واخلئ؛ خو خيال مو وي، چې په ورتلو کې بېړه وکړئ. که زوى مود هارون پاچا او سردارغلي ټکر سندرې زمزمه کولې؛ نو بيا به په مينه کې ناکام شوى وي، دا ډېره خطرناکه ده، ځکه دغسې
ځم
تيندک خورمه که هر څومره په کرار ځم دردېدلى يم د يار کورته بيمار ځم هسې نه لېوني سپي مې درنه وخوري غلى غلى روستو ګورمه په ډار ځم څه کاواکه کږو غشو کړم په نښه په سينه سورى سورى پرهار پرهار ځم راپسې له روستو روستو نارې کېږي زه چې کله هم په دغه کږه لار ځم ازلي مې برخه خواره ده پوهېږم تقديري، چې قدم اخلمه په خار ځم ستا حداد يمه ټوک ټوک راغلمه ستړى شپه د راز مو په پالنګ ده بيا سهار ځم.
د ژوندانه نغمه
ټول غلي دي هېڅوک څه نه وايي، د ژوندانه نغمه غلې ده، په دغسې چوپه چوپتيا کې ذوقونه مري، فکرونه محوه کېږي، نشاط او خوښي لکه وحشي مرغه له انسانانو نه تښتي. زه غواړم د دغه سکوت طلسم مات کړم او خپله سرينده و غږوم. دا سرينده ما د عشق له هېواده او د بلبلو له کوره راوړې ده. زما د سريندې اواز ډېر خوږ دى. راشئ! کېنئ زما نغمې واورئ، زه نه غواړم، چې ارزوګانې مړې او زړونه ساړه وي. زه د احساساتو او جذباتو د ويښولو لپاره راغلى يم. دغه ده ما خپله سرينده راواخېسته او خپلې نغمې شروع کوم. اه... دا څه وش
امام مالک ( رح )
په دوهمه هجري پېړۍ کې به، چې څوک مسجد نبوي ته ننواته؛ نو د لوړ قد لرونکي سپين ږيري او ښايسته عالم سره به مخامخ کېده، شاګردانو به يې له ډېره هيبته سترګې په زمکه ښخې کړې وې او په هېڅ يو کې به دا توان نه و، چې پورته يې ور کتلى وى، دا لويه او درنه څټه حضرت امام مالک ( رح ) ؤ. امام مالک ( رح ) په ٩٣ هجري کال په مدينه منوره کې پيدا شوى د پلار نوم يې انس او نيکه يې هم مالک نومېده. د امام مالک نيکه د مشرانو تابعينو له جملې څخه ؤ، هغه د حضرت عمر( رض )، حضرت عثمان ( رض ) او حضرت عاېشې
ديموکراسي ماتې خوړو ته نېږدې شوې
يو شمېر روڼ اندي وېره لري، چې که د افغانستان دولت او نړېوال په پاکستان دپلوماتيک فشار وانچوي او کورنيو کړکېچونو ته د هواري لار و نه لټوي؛ نو لرې نه ده، چې ناټو او افغان دولت به د طالبانو او نورو مرورو بريدونو ته ورغاړې و ځي. دا لا نه ده معلومه، چې د پهلوانۍ د روانو او راروانو سياليو ګټونکي به څوک وي؛ خو دا په ډاګه شوې، چې وړ کسانو ته د دولت واګي په لاس نه دي ورغلي، ځکه په يو شمېر ځايي چارواکيو شکونه کېږي، چې د سيمې ګډوډۍ سره خپلې ګټې تړلې بولي. ښه داوه، چې هېڅوک تر قانون پورته نه واى ګڼل شوى؛