غزل

 

نصرت الهام

 

سهار راپېښ نه شولو شپه راسره پاتې شوله
دا دعمرونو شوګيره راسره پاتې شوله

زه د توبې  د ماتولو په نيت ورغلمه
ميخانه ړنګه وه توبه راسره پاتې شوله

يوه ګيله وه ما وې رابه شې کوم يې درته
ته بېرته هم لاړې، ګيله راسره پاتې شوله

د اننګو سکروټې تا راځنې بېرته يوړې
خو په زړګي کې مې لمبه راسره پاتې شوله

ما ته يې ستوري غزلونه بلا ډېر راکړي
هغه ! سپوږمۍ چې يوه شپه راسره پاتې شوله