غزل
آرش ننګيال
ښکلې مه ګوره کتو کې دې څه چل دى
چې راګورې راته دا زما اجل دى
جنګيالۍ يې په کراره غشي وله
په سپين مخ کې دې معلوم راته مرچل دى
سل زارۍ او ننواتې ،چې مې وکړې
شونډې نه راکوې ، خداى خبر څه چل دى
خدايګو چاورته ، ګوم څه زما ويلي
اخ ! په لاسو کې يې تار ، تار د وربل دى
دا محل ، محل ، چې مانه لرې تښتي
خلک وايي ، چې ننګيال د نجونو غل دى
04.07.2007
- mina
غزل
نصرت الهام
سهار راپېښ نه شولو شپه راسره پاتې شولهدا دعمرونو شوګيره راسره پاتې شوله
زه د توبې د ماتولو په نيت ورغلمه ميخانه ړنګه وه توبه راسره پاتې شوله
يوه ګيله وه ما وې رابه شې کوم يې درته ته بېرته هم لاړې، ګيله راسره پاتې شوله
د اننګو سکروټې تا راځنې بېرته يوړې خو په زړګي کې مې لمبه راسره پاتې شوله
ما ته يې ستوري غزلونه بلا ډېر راکړي هغه ! سپوږمۍ چې يوه شپه راسره پاتې شوله...
05.07.2007
- mina
د لال مسجد سره د تړلې مدرسې حصفې د يوې ښځينه طالبې سره مرکه ژباړه : الهام دبي بي سي اردو ټکى کام نه په مننه
د ټوپک سره زما خپلوي څه نوې نه ده ، زه د باجوړ يم او بايد ووايم چې د ټوپکو په سيورې کې رالويه شوې يم . دا د ١٨ کلنې نازيې خبرې دي ( دنوموړې په وينا دغه يې فرضي نوم دى ) ، چې هغې شپږ مياشتې مخکې د لال مسچد پورې په تړلې مدرسې ( حفصه مدرسه ) کې د...