د لال مسجد سره د تړلې مدرسې حصفې د يوې ښځينه طالبې سره مرکه
ژباړه : الهام
دبي بي سي اردو ټکى کام نه په مننه
د ټوپک سره زما خپلوي څه نوې نه ده ، زه د باجوړ يم او بايد ووايم چې د ټوپکو په سيورې کې رالويه شوې يم . دا د ١٨ کلنې نازيې خبرې دي ( دنوموړې په وينا دغه يې فرضي نوم دى ) ، چې هغې شپږ مياشتې مخکې د لال مسچد پورې په تړلې مدرسې ( حفصه مدرسه ) کې داخله کړې وه ، ددې په وينا ( څنګه چې زه کلاشنکوف چلولى شم داسې يې لوى د ټوپکو ماهر هم نشي کارولاى ) نوموړې زياتوي ( زمونږ په سيمه کې کورنۍ دښمنۍ په کلونو کلونو دوام کوي ، چې د همدې له امله ښځې داسې ټوپک چلولى شي ،چې د يوسړي په وس به هم پوره نه وي .
د جامعه حفصه په اړه ويل کېږي چې په دې مدرسه کې ځوانو طالبانو او طالباتو ته عسکري او پوځي زدکړه ورکول کېږي ، ددې په اړه نازيه وايي :
( دا خبره پر ځاى ده ، په حفصه مدرسه کې د کمانډوز په طرز پوځي تربيت ورکول کېږي ، زمونږ استادانې مونږ په يو ميدان کې راټولوي او او د کوتک وهلو نه واخله تر تر کراټو او نورو جنګي تخنيکونو چل راته ښيي . که چېرې پوليسو پر مونږ اوښکې بهوونکى ګيس نه واى کارولى مونږ به ورته سبق ورکړى واى . ) .
ددې پوښتنې په ځواب کې ؛چې ايا دډنډې او د وسلې مقابله سره برابره ده . نازيې وويل : ( مونږ ته د ټوپک د چلولو تربيت هم راکول کېږي ، زمونږ د استادې لور ( خوله باجي ) د عربانو په څېر کالي اغوندي او تل د ماشيندارې سره ، چې په غاړه کې يې پرته وي ګرځي ، هغه مونږ ته د کلاشينکوف د کارولو چل راښيي .
ددې تور په اړه، چې آيا رښتيا هم په مدرسه کې په لويه کچه وسله شته ، نازيې وويل :
( ځينو نجونو له خپلو کورونو نه هم ځان سره وسلې راوړې دي ، چې مجاهدينو ورونو ته يې ورکړي دي ، مونږ ته مالومه وه چې زمونږ دښمن خامخا يوه ورځ مونږ ته زيان رسولى شي ، زکه خو مونږ هم دخپل ځان ساتلو لپاره پوره تيارى کړى دى .
؛ خو کله چې د نازيې نه پوښتنه وکړل شوه ، چې د وسلې او د پوځي تربيت فايده څه راووته ؟ نازيې وويل :
( په لومړي سر کې اوښکې بهوونکى ګيس وکارول شو او زه بېهوښه شوم ، کله چې په هوش راغلم ، دخپلو مجاهدينو ورونو مرسته مې وکړه او هغوى ته مې د مرچکو سره ګډې شوې اوبه او ډبرې ورکول پيل کړل ، چې ددښمن په سترګو کې يې وشيندي ، په دې وخت کې ماته د وسلې د نيشتوالي احساس وشو ، ځکه چې مونږ خو زياته برخه وسله نرانو ته ورکړې وه .