مرګ نه وېرېږم

ژباړه: اتل حصارکى
 
پاسکال مشعلاني  د عربي نړۍ يوه ښکلې او بريالۍ سندرغاړې ده چې نن سبا نه يواځې په منځني ختيځ بلکې په اسيا، اروپا او ان په امريکا کې هم له شمېره وتلي مينوال لري.
نوموړې سره د سپېس په نامه امريکايي تلويزوني شبکې مرکه کړې ده، چې دادى تاسو درنو لوستونکو سره يې شريکوو.

پوښتنه: په ١٩٩٩کال کې  ته د لومړي ځل لپاره د قطر په کنسرت کې ښکاره شوې چې په سيميزو جامو کې دې محلي سندرې وويلې او د اورېدونکو له  تاوده  هرکلي سره مخ شوې،که مهرباني وکړې د خپل ځان او اصلي ټاټوبي په هکله مالومات راکړې؟
پاسکال: مننه  د قطر کنسرت ته د خپلو وطنوالو لخوا دعوت شوې ووم او هغه سندرې مې چې بايد ويلى وى مخکې له مخکې غوره شوې وې، چې زموږ د کلتور يوه برخه ده.
زه په ١٩٧٥م کال د لبنان د  شمال  په يوه بزګره کورنۍ کې زېږېدلې يم، مور مې وايي چې تا د زېږېدو په لومړۍ ورځ د ژړا پر ځاى سندرې ويلې( خندا) پلار مې په يو سيميز ښونځي کې د رياضي ښوونکى و.
پوښتنه: په کوم کال مو لومړۍ سندره وويله.؟
پاسکال: په ښوونځي کې يواځينى مضمون چې زما هيڅ نه خوښېده رياضي وه، پلار به مې هره ورځ ملامتولم بلاخره په ١٩٩١ کال په بيروت کې د هنرونو په ښونځي کې شامله شوم او په نهم ټولګي کې ووم چې لومړۍ سندره مې وويله، په  ١٩٩٣ کال د بېروت په ملي تلويزون ښکاره شوم،  چې مايې خپله هم باور نه شو کولى.
پوښتنه: نو وروسته بيا؟
پاسکال: وروسته بيا په لبنان کې د مذهبي جنګونو له امله اول کويټ او بياوروسته د امريکا متحده ايالاتو ته مهاجره شوم او هلته مې د ملګرو په مرسته خپلو هنري کارونو ته دوام ورکړ.
پوښتنه: اوس هم له خپلې کورنۍ نه بيله اوسېږي؟
پاسکال: هو، هغوى په خپل کلي کې ژوند کوي، ماته د امرېکې د باندينيو چارو وزارت لخوا د رسمي دعوت راکړ شو،هيله منه يم چې يوه ورځ به سره يوځاى شو.
پوښتنه: ښه نواوس پدې لوى کور کې يواځې اوسېږې؟
پاسکال: نه،نه يواځې نه يم زما ملګرى ګراهام او ښکلې پيشو مې راسره اوسېږي.
پوښتنه: د ملګري خبره دې وکړه ايا کله دې مينه کړې که نه؟
پاسکال: نه مينه مې نه ده کړې او هغه ځکه چې تر اوسه مې د مېنې سم  تعريف نه دى موندلى ؛خو ګراهام ډېر ښه هلک دى.
پوښتنه: نو واده به ګراهام سره کوې؟
پاسکال:( په خندا) د واده لپاره لا ډېر دوخته دى تر اوسه واده ته ضرورت نه لرم هر وخت چې څلويښت کلنه شوم بيا به...
پوښتنه: بيا؛ خو به زړه يې؟
پاسکال: نه،نه هېله کوم زه نه زړېږم،  تاسې ګورۍ چې زه ځوانه يم، هېڅوک فکر نه کوي چې زما عمر دې تر دېرشو کلونو ډېر وي، دا منم چې لږه چاغه شوې يم ؛ خو دا له کنټرول نه بهر خبره نه ده.
پوښتنه: اکثره شرقي هنرمندان چې دلته راځي د نورو ژبو ترڅنګ په انګرېزۍ  ژبه هم سندرې وايي تاسې ولې؟ ايا خپل کلتور درته دا اجازه نه درکوي که...؟
پاسکال: نه، نه دکلتورخبره نه ده، زما انګرېزي ژبه ډېره خوښه ده خو له بده مرغه لکه چې ګورې سمه مې زده نه ده، کوښښ کوم چې يوه ورځ پدې ژبه هم سندرې ووايم.
 پوښتنه: په دوه زره دريم کال کې ستا يو کنسرت وو په سانفراسسکوکې، په هغې کې تا په غيرې عادي توګه سندرې ويلې او ډېره نڅا دې کوله، لېدونکو درباندې د نشې شک کولواو روسته بيا د خپلو ساتونکو لخوا روغتون ته يوړل شوې ايا هغه يو قصدي کار و که تصادفي؟
پاسکال: هغه پېښه زما هيڅ په ياد نه ده؛ خو په  فردي ازادۍ باور لرم او هيچا ته اجازه نه ورکوم، چې زما په شخصيت کې لاس وهنه وکړي.
پوښتنه: د جامو او بوټونو رنګ دې ډېر ښکلى دى ايا تل دارنګ جامې اغوندې؟
پاسکال: مننه،ګلابي رنګ مې ډېر خوښيږي او سپين هم.
پوښتنه: ولې؟
پاسکال: ځکه،چې له ماشومتوبه مې همدا رنګونه خوښ دي.
پوښتنه: په نړۍ کې دې څه شى ډېر خوښيږي؟
 پاسکال: ازادي.
پوښتنه: څه دي بد راځي؟
پاسکال: نفرت.
پوښتنه: د څه شي نه ډېره وېرېږې؟
پاسکال: مرګ نه.
پوښتنه: که سملاسي دې خداى يوه غوښتنه وه مني نو څه به و غواړې؟
پاسکال:  له خدايه به دا وغواړم چې دا مرکه زر تر زره پاى ته ورسوي.
- لکه  چې غوښتنه دې وه منل شوه ډېره مننه.-
- ښه کار وشو تانه هم مننه