د مفتي صيب پاکستانۍ پروژه بريالۍ شوه
مساپر
دپښتونخوا له دنګو سيمو څخه مې دايف ايم راديو غږ د يوخوږ ژبي ملا له ستوني واوريد، خوږه ژبه يې وه، خداي شته چې ترجمې او ورسره تفسير يې خوند راکړ، راديو ته مې نور هم ځان ورنژدې کړ، ترپايه ورته دکور له ټولو غړو سره يوځاي غوږ ووم، ترجمه پاي ته ورسيده، مولانا صيب دوعاء وکړه داسې دوعا چې يوځانګړي کيف يې درلوده، شيبه وروسته مو پرې تبصرې پيل کړې، هر يو يې بيله بيله ستاينه کوله، خو زما پلار چې خپله هم خداي شته دبې شميره شاګردانو استاذ او داکوړه خټک ددارالعلوم د لومړيوو ورځو فارغ او عالم دي، په ږيره لاس راښکود، سر يې وخوځاوه او وې ويل چې تاسې نه پوهيږئ، دغه راديو او دغه ترجمه هم ددغه ملا له فساده ډکه ده، له دې سره مونږ ټول هيښ پاتې شو، زما يو کشر ورور چې دقرانکريم حافظ او له څو ورځو راهيسې يې ددغه ملادمريدۍ ډبره هم پرسينه وهله را څک شو، په غصه بريښيده، ماهم فکر کاوه چې ګوندې زما پلار هم لکه دنورو ملايانو دغه ملا ته تن نه ږدي او ترجمه يې خوند نه ورکوي، هرکله چې به مو دشپې راديو راواخسته او دماسخوتن دلمانځه پرمهال به ترجمه پيل شوه، نو سره له دې چې پلار به مې خوښ نه بريښيده او دملا په هکله به يې له ځان سره سپکې سپورې زمزمه کولې خو بيا به هم ورته ناست وو او غوږ به يې ورته نيولي وو.
درې مياشتې وروسته چې کله زه د خپلې دندې له اجراء څخه وروسته په رخصتۍ کورته لاړم، نوبيا ماسخوتن مهال راديو راواخستل شوه، نن مې نو پلار دپخوا په څير په کراره کراره ملا ته په غصه نه وو، نن يې په ډاګه ويل، ما تاسوته دهماغه لومړۍ ورځې نه ويلي وو چې دا ملا دفسادونو پلار دي، اوس پردي بچي وژني، دمسلمانانو ترمنځ يې دنفرت اور بل کړو، ته وګوره چې څومره بې ګناه مسلمانان به په دغه اخ وډب کې له منځه لاړشي، دپلار خبرې مې لا پاي ته نه وې رسيدلې، چې ملا د ايف ايم راديوو له څپو خپل غږ اوچت کړ: دادهشت ګرد دي، دايو غيرملکي سړي دي، داافغان دهشت ګرد به مونږ هيڅکله په دغه علاقه کې نه پريږدو،له ده سره ددوستم کسان دي، ګلم جم مليشه ورسره ده او ديته ورته نورې خبرې يې وکړې.
دا ملا صيب مفتي منيراحمد نوميږي، چې دخيبر ايجنسۍ دباړې په سيمه کې داپريديوو دکليوو په منځ کې يې خپله ايف ايم راديو پرانستې، هغه بل کس چې دنوموړي ورسره ډزې دي، پيرسيف الرحمن دي، چې په باړه کې اوسيږي، ددغو دواړو روحانيونو ترمنځ څه موده لفظي جګړه روانه وه او بالاخره لفظي جګړه په جلسو او مظاهرو واوښته، مفتي منير وايي چې پيرسيف الرحمن مشرک دي،بايد له سيمي وايستل شي، کله وايي غيرملکي انسان دي بايد له دغې سيمي وايستل شي، کله وايي چې افغان دهشت ګرد دي بايد نه يواځې له سيمي وايستل شي بلکه له ټول پاکستان څخه وشړل شي، خو پير سيف الرحمن په ځواب کې وايي چې نوموړي ټولو مسلمانانو ته دمشرکينو وينا کوي، او يواځې هغه کسان چې دنوموړي ترجمې ته ناست دي پاک موحدين بولي، نوځکه يې پرمونږ خبرې ښې نه لګي.
دملا صيب خبرو لا هغه مهال انګازې جوړې کړې چې اعلان يې وکړ، مونږ دپاکستان په پاکه خاوره يو غيرملکي دهشت ګرد نه شو برداشت کولي، او زياته يې کړه، هغه څوک چې د پاکستان خير غواړي، او دپاکستانيانو تحفظ غواړي بايد له مونږ سره يوځاي شي، ترجمه پاتې شوه، دپاکستان دتحفظ په نامه يې څو بې سواده اپريدي، ديته تشويق کړل چې مرګ ته تيار شي، او دپير سيف الرحمن او دهغه دپلويانو پرضد ديو سپيڅلي جهاد ډګر ته دتلو لپاره ځانونه چمتو کړي، مفتي صيب زياته کړه، که سبا مونږ شهيدان شو، نو اي اپريدي ولسه، مونږه مه ښخوئ، مونږ ته غسل مه راکوئ، مونږ پريږدې په هماغه ځاي مو پريږدئ چې پرې شهيدان شوي يو، دنوموړي دغو بلهاري ويناوو اپريدې قوم په جذبه کې راوست او ټولو دنارهء تکبير نارې ووهلې او دپيرسيف الرحمن پرضد دسپيڅلي جهاد سنګرته دتلو لپاره يې ځانونه چمتو وښودل، له دې وروسته دمفتي يو مريد مايکروفون په لاس کې واخست او په اپريدۍ لهجه يې خلکو ته وينا واوروله، نوموړي له مفتي څخه څو قدمه مخکې لاړ، ويې ويل: هغه څوک چې دپير پرضد په جهاد کې برخه وانخلي نو کور به يې سوځول کيږي، شل لکه کلدارې به جريمه کيږي، او هم به له سيمې ويستل کيږي. د نوموړي پسې څو نورو بې سوادانو هم خپلې غاړې تازه کړې، او دغيرملکي افغان دهشت ګرد پرضد دمعرکې لپاره يې لاسونه ورکړل.
اوس نو دترجمې خبرې پاتې دي، هره شپه همدې ته ورته ويناوې د مفتي صيب د ايف ايم راديوله څپو انګازه کيږي.
زما پلارپه کټ کې رانيغ شو، او ويې ويل، دظالم بچې مسلمانان تباه کوي، دمسلمانانو ترمنځ دنفاق اور ته لمن وهي، د(انماالمومنون اخوه، فاصلحوا بين اخويکم) يعنې دمسلمانو ترمنځ دپخلاينې خبرې يې هيرې شوې، ولې سوله نه کوي، ولې پردي بچي تباه کوي، اوس خو مفتي منير داسلام خبره هم نه کوي، هغه خو اوس يواځې دپاکستان دتحفظ لپاره دپير پرضد سنګر نيسي، قران څه شو؟ ترجمه څه شوه؟
کشر ورور مې چې د مفتي دمريدۍ ډبره پرسينه ډبوله په فکر کې ډوب وو، ټول غلي ناست وو، او ما فکر کاوه چې پاکستان لکه چې دطالبانو دپروژې په څير دمفتي منير پروژه رامنځته کړې او له دې لارې هم قبايل جنګوي، هم پښتانه ټکوي، او هم دخپل حاکميت دپراختيا لپاره دادي اوس له دې لارې خپل پوځونه دخيبر قبايلي علاقې ته په دې نيت چې ګوندې دقومونو ترمنځ منځګړتوب وکړي، استوي.
دادي خبرشوم چې دپاکستان حکومت دمفتي منير په واسطه خپله له کرکې ډکه پروژه پلي کړه، بې شميره بې ګناه خلک ووژل شول، او لادې خداي خيرکړي، چې نور به څومره وژل کيږي، څومره ميندې به بورې شوې وي، او څومره بچي به يتيمان شوي وي، څومره خويندې به بې ورونو شوي وي او څومره ورانې په رامنځته شوې وي.
اوس چې زه دکوره او له سيمې ډير لرې يم نو ددغه خبرو په اوريدو مې دپلار هغه خبرې راپه زړه شوې چې ويل يې ددغه ملا له خبرو ماته دفساد بوي راځي.