برېښنا

امين الله زهير

ما او يار له ډېرې مودې نه دا دعاګانې کولې،چې خدايه ! ته ؛ خو يوه شپه په نېمه شپه داسې تېز باران راولې، چې ټول خلک په خپل ځان اخته شي.

داسې باران،چې څوک ځانونه سيوري ته کوي څوک مالونه او څوک ماشوما ن له بارانه تښتوي.

او زه !  زه لکه  د تورې شپې غل ځان د يار کوڅې ته ورسوم او د شونډو د غلا لپاره يې ديوال ته  ريږدېدلي کېنم.

زموږ سوالونه خداي قبول  کړه او هغه شپه راغله، چې موږ يې  له کلونو،کلونو راهېسې په انتظار و.

ښه په شېبو، شېبو باران راغي ؛ خو برېښنا ستا غمازګر پړک زموږ د عمرونو،عمرونو ارمانونه وريژول.

 يار لا راغاړې وتي نه و، لا مو د يو بل شونډې ښکل کړې نه وې، چې ستاسپين پړک لکه د رڼا ورځې په څېر ټولو خلکو ته رسوا کړو.