د سيمې سياسي نقشه کېداي شي بدله شي

ټول افغان ټکى کام
سيمې ته د امريکې د متحده ايالتونو د ولسمشر جورج بوش سفر د سترو جويوپولتيکو پلانونو يوه برخه ده.هند ته د ده سفر او ددغه هېواد سره د ځينو مهمو تړونونو لاسليک کول، چې د اتومي تخنيک معامله يې يوه ارزښتناکه بېلګه ده، په منطقه کې يو نوي ډول سياسي وضعيت را منځ ته کوي. زما په اند وروسته له دې به هند د جهاني سياست د فعال غړي په توګه د سترو قدرتونو ليکې ته ور ودانګي، او امريکا نن د هر وخت په پرتله د نفوسو له پلوه د دنيا ستر هېواد - هند ته اړتيا لري، ځکه کيداي شي چې په راتلونکې کې اسيا د جنګونو ډګر وګرځي.
 تر دې دمه ګرانه ده چې سړي ووايي چې هند ته د امريکا ددغه ګرم لاس ور اوږدول به د روسيې او هند په زړې دوستۍ څه اعېزه وکړي، خو دا ويلي شم چې د پاکستان واکلرونکو کړيو ته به يې ضرور سرخوږي ورپيدا کړي وي.
 ټولو ته جوته ده چې د پاکستان حاکمې نظامي حلقې په منطقه کې تل د سرټمګۍ او سرزورۍ سياست پرمخ بيايي او تردې حده چې ځان د هند غوندې د مظبوطې او پايدارې دموکراسۍ هېواد سره برابر بولي. ددغو تړونونو د لاسليک په غبرګون کې پاکستاني مقاماتو په بيړه څرګندونې وکړې چې متحده ايالات بايد هند او پاکستان ته په يوه سترګه وګوري او هم ډول تړونونه بايد چې د پاکستان سره هم لاسليک شي.خو بوش دا خبره زر رد کړه، خو عين مهال يې پاکستان د تروريزم سره په جګړه کې ښه "ملګري"  ملګرتيا ته متحده ايالات اوس د شک په سترګه ګوري. جوته دهوباله.که څه هم دغې  چې د تېروريزم او مذهبي افراطيونو اصلي ځاله پاکستان دي او ددغه هېواد پوځي استخبارات د طالبانو سره همغاړيتوب او ملاتړکوي. څنګه دا ځاله له بېخه ويجاړه شي، ښايي د بوش په مېز يوه غټه سواليه وي.
 افغانان او تر ‌ډېره بريده نړيواله ټولنه په دې هم ښه پوهيږي چې، تر څو چې تېروريزم او ديني افراطګران په خپله په پاکستان کې ونه ځپل شي، نه به افغانستان او نه به سيمه په ارام شي.
 خو ګرانه او اصلي پوښتنه دا ده، چې څنګه؟
 کابل د اعتبار وړ اسناد په لاس لري چې د طالبانو مهمې سټې په همدې هېواد کې پټې دي او يا خو پټې ساتلې شوي دي، او تل د ملګرتيا څخه سر ټکوي.همدا دليل دي چې پاکستان ته دپاکستان ددغې غيرې صادقانه  بوش د سفر عمده خبره د تېروريزم سره د مقابلې خبره وه. کيداي شي د امريکا ولسمشر پروېز مشرف يو ځل بيا په غوږ وهلي وي، چې د سيمې هېوادونه او ځينې څارګرې ادارې پاکستان ته د دهشتګردۍ سره په مخامختيا کې د شک په سترګه ګوري.
 زه په دې باور يم چې نور هغه وخت را رسيدلي دي، چې متحده ايالات د پاکستان سره د دوستۍ په سر له سره غور او فکروکړي. آيا نه شي کيداي چې پاکستان ـ دا د منطقې او نړۍ د سخت دريځو مسلمانانو د روزنې کور، په هند او افغانستان بدل شي، پاکستان ټوټې ټوټې شي، د هغه اتومي وسله ليلام ! او يا محو شي......؟
 زما په اټکل، دسيمې نقشه بدليدونکې ده.خوپه عملي ډول ددې نوې نقشې جوړول هم هومره اسان کار نه بريښي،شايد کلونه کلونه وخت ونيسي.په پاکستان کې مذهبي افراطيت د سپرغيو ډک تنور ته ورته دي، چې د هغه په سپرغيو او لمبو کې شايد هم خپله او هم نور وسوځي.تر ډېره حده متحده ايالتونه او د هغوي متحدين د يو ډول احتياط نه مجبور دي کار واخلي، ځکه هسې نه چې د پاکستان سرزوري ديني افراطيون په افغانستان کې د طالب اورپکو سره، په دغه هېواد کېد بهرنيو ځواکونو په ضد په يوه ټوليز پاڅون بدل شي.
 که دا ټولې خبرې سره راغونډې شي دا پايله تر لاسه کيږي، چې زموږ په سيمه کې د زبرځواکونو د ملي ګټو د خوندي ساتلو، يوه جيوپولتيکه او جيوستراتيژيکه نقشه په جوړيدو ده. تاريخ په تېرو کې راښودلې، چې کله واړه ملکونه لوي شوي دي او لوي واړه شوي دي، يو موټي هېوادونه ټوټې شوي او ټوټې ټوټې هېوادونه سره متحد شوي دي.
 د متمدنې نړۍ لپاره نن د بل هر وخت نه تېروريزم او مذهبي افراط يو لوي اوخطرناک ګواښ دي، او دا ګواښ زموږ له سيمې نه نړۍ ته په نښه دي. که چېرې ددغه ګواښ په وړاندې وسله واله مخامختيا رامنځ ته نه شي، او په سر کې دا مقابله له پاکستانه را پيل نه شي،ښايي بشريت په راتلونکې کې د خطرناکو پايلو او عواقبو سره مخ شي.