كاناډايۍ ښځه په ويښتانو كې فال ګوري!
د كاناډا" مادام ميري" د نړۍ هغه يواځينۍ ښځه ده، چې د ويښتانو له لارې د انمسان فال او طالع ګوري. 42 كلنه " مادام ميري" وايي، خپله دغه هيښنده وړتيا هله ورته څرګنده شوه، چې د يوې نږدې ملګرې ويښتان يې ورجوړول.
مادام ميري وايي، د ويښتانو د جوړاوي پر مهال د ملګرې د راتلونكي كال بختونه، طالع او پېښې د يوه پرانستي كتاب په څېر ور څرګند شول. مادام ميري په خپل كور كې د فال كتلو دفتر پرانستي او د ورځې د 10- 12 تنو ويښتان ګوري. هغه د هر كس پر ويښتانو 15 دقيقې وخت نيسي او 75 ډالره فيس اخلي. مادام ميري دغې پوهې ته " هيير سكوپ" نوم وركړي او ويلي يې دي نورو ته يې هم ورښوولي شي.
ويل كيږي د مادام ميري د رښتيا- درواغ مالومولو لپاره د فرانسې او برتانيې ځينې څيړونكي كاناډا ته تللي دي.
له دلفين كب سره د يوې انګريزې ميرمنې واده!!
ايا رښتيا هم په انګلستان كې د مېړونو كاختي ده؟ دا هغه پوښتنه ده، چې په دې وروستيو كې د يوه هيښوونكي كار له امله د خلكو په ذهنونو كې را ولاړيږي!
٤١ كلنه انګرېزه " شارن تيندلر" هغه لومړنۍ ښځه ده، چې تېره اونۍ يې د"سنډي" په نوم له يوه ٣٥ كلن دلفين سره د اسرائيلو د غټو كبانو(دلفينانو) په يوه روزنيز مركز كې واده وكړ. د واده په دغو مراسمو كې زوم ناوې ته ګوتې ور په ګوته نه كړه،خو ناوې يو لوي كب دزوم په خوله كې وركړ.
دلفين يو سمندري ژوي دي، چې ځينې ورته غټ كب هم وايي.دلفينان له انسانو سره ډير زر روږدي كيږي. دغه ميرمن،چې د راګ موزيك جوړو ونكې او دډيرو شتمنيو خاونده ده وايي،چې ١٥ كاله كيږي له دغه سپين دلفين سره مينه لري.د اسرائيلو دقانون اومذهبي قوانينو له مخې دا ډول ودونه جواز نه لري، خو دا لا نه ده څرګنده،چې دغې ميرمنې له كومې لارې او څه ډول له دلفين سره د خپل كوژدن اجازه تر لاسه كړېده. شارن تيندلر،چې اوس په اسرائيلو كې ژوند كوي، له دغه واده ډيره خوشاله او راضي بريښيده.
كابل د امريكا ښار شو!
د امريكا په متحدو ايالتونو كې د(كابل) په نوم يو ښار جوړ شوي. دا ښار د امريكا د ميزوري ايالت په يوه غرنۍ سيمه كې واقع دي. نوموړي ښار د سانفرانسيسكو د يوه اوسېدونكي له خوا په(1882) زكال په دې نوم نومول شوي و. دغه سړي د انګلستان د نظامي قواوو په ډله كې كابل ته راغلي او تر ستنېدو وروسته يې د نوموړي ښار نوم(كابل) ايښي و.
د امريكا د كابل ښار د استوګنو شمېر دوه زره او يوسلو شپېته نفرو ته رسېږي، چې په سلو كې(19) كسه يې په كرنه بوخت دي. د امريكا د كابل ښار يو انتخابي ښاروال او څلور د ښاروالۍ كاركوونكي لري. د كابل د پوليسو اداره له رئيس پرته پېنځه صاحب منصبان او څلور د دفتر كاركوونكي لري. دامريكاد متحدو ايالتونو كابل ښار يو راډيويي سټېشن لري او د نږدې ښارونو د راډيو او تلويزيون سټېشنونه په نوموړي ښار كې اورېدل كېږي. د ميزوري كابل يوه اوونيزه او يوه مياشتينۍ خپرونه هم لري.
له كدوانو هم څراغونه جوړيږي!
د ويسټ انډيز په " ګودلا" سيمه كې ځايي خلك له كدوانو جوړ شوي لالټينونه( څراغونه) كاروي.
د لالټين لپاره په كدوانو كې سوري كيږي او په هر سوري كې بيا يو اور بلوكي ږدي، كله، چې لالټين په كوټه كې كېښودل شي ټوله كوټه رڼا كوي.
دوه خولې، څلور سترګې او دوه پوزې لرونکي خوسي
پژواک خبري اژانس
د ننګرهار ولايت د جلال آباد ښار په يوه حيواني کلينيک کې يوې غوا داسې بچي زېږولي چې دوه خولې، څلور سترګې او دوه پوزې لري.
ددغه کلينيک مشر ډاکټر شفيق هډه وال د وري په ١٣مه، پژواک خبري آژانس ته وويل چې دلغمان دعزيز خان کڅ يو تن اوسېدونکي اکرم تېره ورځ خپل يوه غوا چې ناروغه وه کلينيک ته راوستې وه.
ده وويل چې غوا ډېره ناروغه وه او دوي دې ته اړ شول چې هغه عمليات کړي. دده په وينا، له عملياتو وروسته دغوا بچي مړ پيدا شو چې دخداي عجيبه خلقت و.
ده زياته کړه چې دغوا دغه بچي دوه خولې، څلور سترګې او دوه پوزې لري چې ډېر خلک يې هک پک حيران کړي دي.
دبچي دعجيبه خلقت په اړه خلک وايې چې دا دخداي کار دي دوي په دې اړه هېڅ نه شي ويلي.
خو دوترنرۍ پوهنځي يو محصل وايې چې ځينې وخت د سوء تشکلات له امله جسم ښه نه تشکيلېږي او يا بعضې وخت سپرمونه سره ښه نه يو ځاي کېږي چې دغبرګوني يا ګډوډ خلقت لامل کېږي.
د يادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د جلال آباد غواګانو کې دوه سرونو والا او دشپږو پښو والا بچي زېږېدلي وو.
له پيانو نه پيشوګان راووتل
د پولېنډ په وارسا ښار كې د موسيقۍ محفل هغه مهال خراب شو، چې له پيانو څخه دوه پيشوګان راووتل. د يوې انګليسي ورځپاڼې د خبر پر بنسټ، كله، چې پيانو غږوونكي د پيانو پر غږولو پيل وكړ، ناڅاپه له پيانو نه دوه پيشوګان راووتل او پيانو غږوونكي يې له هيښتيا او وارخطايۍ سره مخ كړ. وروسته پيانو غږوونكي د پيانو له غږولو ډډه وكړه او دده او نندارچيانو ترمنځ شخړه رامنځته شوه. مړي په ساتنځايونو کې هم خوندي نه دي
په لښکرګاه کې د هرې جمعې په ورځ سپي جنګول کېږي
پژواک خبري اژانس
د هلمند ولايت لښکرګاه ښار اړونده دسيند په غاړه دهرې جمعې په ورځ په داسې حال کې سپي جنګول کېږي چې علماء دغه کار داسلام خلاف بولي.
دامهال دهرې جمعې په ورځ دهلمند مركزلښكرګاه ته څېرمه دمختار دكلي ترڅنګ دسيندپرغاړه دسپيوجنګولولوبه د سهار له نهوبجوڅخه بياتريوې بجې پورې دوام كوي.
د مختار دكلي يو تن اوسېدونكي ۳۸ كلن محمد نسيم وايي چې هره جمعه دي خپله تفريح په دې مېله كې كوي.
نوموړي وايې:(( زه دهرې جمعې په ورځ دې مېلې ته ځم هلته ډېر سيمييز قوماندانان سپي جنګوي چې دهلمند دګاونډيو ولايتونولكه كندهار، نيمروز اواروزګان څخه هم ورته خلک راځي.))
دهلمند ښاروالۍ مربوط دباباجي دسيمي يو تن اوسېدونكي ۳۳ كلن شاكر هم يوله هغه شمېر سيلانيانو څخه دي چې دغه لوبه يې ډېره خوښېږي.
نوموړي پژواک ته وويل:(( زه غرمه ډوډۍ نه خورم سپي جنګول مې ډېرخوښېږي زه له سهارنه ترمازديګرپورې هلته يم هروخت چې نورخلک ولاړشي زه هم ځم.))
په هلمند كې دسپيو جنګول نږدې يوولس كاله وړاندې دمجاهدينو دواكمنۍ پر مهال پيل شول چې دامهال هم ډېر پخواني مجاهدين او قوماندانان په كې برخه اخلي.
د سپي کال او د سپيانو خوراک
د انسانانو په اړه ويل کېږي چې کله وږي شي هر شي خوري، په چين کې د سلګونو کلونو راهېسې د سپي غوښه په ډېر خوند خوړل کېږي، دې هېواد ته د سپيانو بېلابېل ډولونه او نسلونه د دې لپاره راوړل کېږي تر څو يې له غوښې ګټه پورته کړي، د چينايې جنترۍ( کليزې) له مخې سږ نيکال د سپي په نوم نومول شوي. چينايان د هرکال لپاره ځانګړي نوم لري لکه( چرګ، ګيدړ او نور، سره له دې هم د سپي غوښه خوړل کېږي، په چين کې د سپيانو لپاره سينګار ځايونه او روغتونونه هم جوړ شوي دي، په دغه هېواد کې دسپي غوښې د خرڅلاو لپاره ځانګړې هوټلونه شته چې ډېره ګڼه ګوڼه ورباندې وي. د چاپېريال ساتنې ادارې په سپيانودغه ډول ظلم غندي او وايې تېر کال ١٠ ميلونه سپيان خوړل شوي،
چينايان لومړي سپي ښه ډبوي او په ډېره شکنجه يې وژني، لومړي يې په يو مخصوص ځاي کې راځوړندوي او بيايې په کوتکونو وهي، ورپسې يې دبرېښنا په يوه شارټ ژوند ورلنډوي، دوي وايې په دې کار سره يې خوند نور هم ډېرېږي. غربيان چې سپيان يې ډېر خوښېږي مينه ورسره لري، د چينايانو دا عمل سخت غندي، ځکه هلته سپيان د انسان د يو وفاداره دوست په توګه ساتل کېږي خو د يو چينايې هوټل خاوند دا خبره نه مني نوموړي وايې، څرنګه چې په جاپان کې خلک دماهي او اسونو غوښې خوښوي داسې مونږ هم دسپيانو غوښې خوښوو، نن سبا د سپيانو له ماغزو تازه جوړ شوي سوپ په زړه پورې خوراک ګڼل کېږي د سپيانو پښېې بيا په ١٧ ډالره خرڅېږي چې له پخلي وروسته له ډېرو زياتو مرچکو سره خوړل کېږي. په کوريا کې بيا د سپيانو خوړل کم شوي، او سپي يې د يو اضافه حيوان په توګه منلي.
ګوانتانامو څخه د راخوشې شوي افغان ماشوم دردونه ارام شوي نه دي
پژواک خبري اژانس
شپاړلس کلن اسدالله چې نږدې دوه کاله پخوا له ګوانتامو زندان څخه خوشې شوي وايي چې تراوسه يې دنس هغه دردو نه ښه شوي نه دي،کوم چې د امريکايي سرتېرو د لغتو له امله ورته پيداشوي وو.
دغه تنکي ځوان چې يو وخت يې په جلال اباد ښار کې دوکانونه لرل اوس له وروڼو سره يو ځاي په کابل ښار کې مزدوري کوي.
اسدالله پژواک خبري اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل چې بندي کېدو يې ټوله کورنۍ له هستۍ خلاصه کړې او هيڅوک نشته چې پوښتنه يې وکړي.
هغه چې له نږدې ١٨ مياشتو بند تېرولو وروسته امريکايي مستنطقيونو بې ګناه ثابت کړي، ددې پوښتنې په ځواب کې چې تاکله دخپل بند د دورې تاوان غوښتي وويل:(( حکومت کله زموږ غږ اوري؟))
د لوګر ولايت دخروار ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي اسد الله وايي چې نږدې څلور کاله مخکې د واړه اختر په ورځو کې په ناخبره توګه افغان او امريکايي سرتېرو د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې هغه مهال ونيو، کله چې دي د خپلو انو يو کورته تلو.
که څه هم د بشر دحقونو نړيوالې اعلاميې پنځمه ماده وايي چې هيڅوک بايد ونه ربړول شي او نه بايد له چا سره ظالمانه، سپکونکي او انساني ضد چلند وشي خو اسدالله زياتوي چې دلته به هره ورځ امريکايي سرتېرو په لغتو داسې په زوره واهه، چې دپورته کېدو وس به يې نه و.
دبشر دحقونو نړيواله اعلامي ماشومانو او ميندو ته د ځانګړو مرستو او څارنې حق ورکړي دي، خو ماشوم اسدالله وايي چې هلته چا خوب ته هم نه پرېښوده
(( خوب به مې سترګې پټې کړي، خو ډېر ژره به د No sleep!)( په چيغه بيدار شوم.))
اسدالله زياتوي چې دلته ورته امريکايي سرتېرو، د اسامه بن لادن او د يوشمېر طالبانو عکسونه ښودل او د هغو په اړه يې ترې معلو مات غوښتل.
د چرگانو والگي نورو حيواناتو ته هم سرايت کوي
د لومړي ځل لپاره يوه پيشو د مرغانو په والگي اخته شوه
د چرگانو او مرغانو د والگي ويروس H5N1 د لومړي ځل د پاره په اروپا کښې د چرگانو نه نورو حيواناتو ته هم سرايت کړي دي.
د يوې مړې پيشو تنه چې د H5N1 په ويروس اخته او مړه شوې وه د المان د Rügen په ټاپو کښې مونده شوې ده.
په دغه سيمه کښې څو ورځې د مخه يوه مړه شوې قو مرغۍ چې د هيليو يا مرغابيو
يو قسم دي هم مونده شوې وه.
تر اوسه پوري د چرگانو والگي د المان نورو پنځو ولايتونو ته هم لاره موندلې ده،
د ماهرانو له نظره دا ډيره د تعجب وړ خبره نه ده، چې بيماري اوس نورو حيواناتو ته هم
سرايت کړي دي. د دغې بيمارۍ له کبله انسانانو ته په سيده ډول کوم خطر نشته، خو د دې
خبري کول ضروري بريښې چې د پيشوگانو او نورو حيواناتو خاوندان تر يو وخته
پورې خپلې پيشوگانې او نور حيوانات په ارامه پريږدي او د مهربانۍ او لاس راکښنې څخه تر يو وخته پوري ډډه وکړي.
د المان د Greifswald د طب د پوهنځي د ميکرو بيولوژي د څانگې
مشر Lutz Gürtler وايي چې تر اوسه پوري هيڅ وجه او علت نشته چې سړي ترور او په وېره کښې شي.
د لومړي ځل د پاره پيشو دغې بيمارې راگيره کړه، داسې ښکاري چې پيشوگاني د دغې
بيمارۍ په مقابل کښې پوره حساسيت ښکاره کوي.
د غربي موسيقۍ يو پخواني ستوري له ماشومانو سره د جنسي اړيکو په تور زنداني شو
گيري گليټر په ويتنام کې ونيول او په بند محکوم شو. په اويايمه لسيزه کښي هغه د روک اېنډ رول موسيقۍ سپرسټار ګڼل کېدي خو اوس هغه په وېتنام کښي زنداني دي. يو شپېته کلن ګېري ګليټر د جمعې په ورځ په وېټنام کښي په درو کالو بند محکوم شو
ګېري ګليټر د روک اېنډ رول موسيقۍ په نامتو ترينه سندرغاړو کښي شمېرل کيږي دي په برطانيه کښي په ١٩٤٤ مېلادي کال ږېږېدلي دي او په ډېر کم عمر د لندن په بېلو بېلو کلبونو کښي سندري ويلې. د ګېري ګليټر لومړۍ ريکارډ شوې سندره Alone in the night وه. هغه وخت ګېري ګلير پاول راون نومېدي. ګېري ګليټر په اويايمه لسيزه کښي مشهوره سو. د ده سندري به په مياشتو مياشتو په راډيو کښي ږغول کېدلې او ده په ملينونو لېوالان درلودل. د ګېري ګليټر مشهوره سندري I love You love me love او I am leader of the gange وې. وروسته ګېري ګليټر ته اقتصادي ستونزي ورپيښي شوې او دي په نشو اخته شو. په ١٩٨٦ مېلادي کال کښي ګېري د ځان د وژلو هڅه هم وکړه.
په ١٩٩٧ يم مېلادي کال د ګېري ګليټر په هغه کمپيوتر کښي ممنوعه انځورونه وموندل شوه، چي ده د ترميمولو لپاره يوه دکان ته ورکړي و. دغه انځورونه د ماشومانو ځوروني او پر ماشومانو د جنسي تېري انځورونه وه. همدا وه چي ګېري ګليټر محکمه شو او څلور مياشتي بند پرې راووتي. د بند نه د خوشي کېدلو وروسته ګېري ګليټر کيوبا ته ولاړي. د مطبوعاتو نه په تېښته کښي ګېري ګليټر په ٢٠٠٢ مېلادي کال کښي کمبوډيا ته ولاړي. په کمبوډيا کښي پر ګېري ګليټر د ماشوم زوروني تور ولګول شو او دي د کمبوډيا نه وايستل شو.
د کمبوډيا وروسته ګېري و وېتنام ته مخه وکړه. د ٢٠٠٥ مېلادي کال د نوامبر په مياشته کښي ګېري د وېتنام نه وتلو پر وخت د پوليسو لخوا ونيول شو. پر ده تور ولګول شو چي ده ديوې کم سني انجلۍ سره نامحرمه ژوند کاوه او د وېتنام به هيواد کښي يه پر ماشومانو جنسي تېري کړي. پر ده تور ولګول سو چي ده د ١٠ او ١١ کلنو ماشومانو سره جنسي اړيکي درلودلي. د دغه تورونو پر اساس ګېري ګليټر په درو کالو زندان محکوم شو. پداسي حال کښي چي په وېتنام کښي پر ماشوم زوروني د مرګ سزا سته، پر ګېري يوازي درې کاله بند راووتي.
کمبوډيا او وېتنام په هغه غريبو هيوادونو کښي راځي چيري چي مور او پلار د پيسو په بدل کښي خپل کم سنه اولادونه و جنسي زور زياتۍ ته اړباسي. د لوېديځي نړۍ زيات ماشوم زورونکي کسان و دغو هيوادونو ته سفرونه کوي تر څو خپل ناسم عادات پلي کړي.
دمحکمې د پرېکړي د اورېدولو وروسته ګېري ګليټر وويل چي دي بې ګناه دي. خو مطبوعات او پوليس ادعا کوي چي دوي د ده د ګرمتوب په هکله شواهد لري.
يوکاناډايي سرتيرى په تبر ووهل شو
پژواک خبري آژانس
دکندهار د شاه ولي کوټ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي دبيارغونې دولايتي ډلې يو تن کاناډايي سرتېري د تبر په ګوزار سره ټپي کړ. په کندهار کې دکاناډايي ځواکونو دپي ار ټي وياند جګتورن جولي دکب په ١٤مه، پژواک خبري آژانس ته وويل چې تېره ورځ ددوي دپي ارټي يو شمېر کسان دشاه ولي کوټ ولسوالۍ شينکي کلي ته ديوې پروژې په اړه له قومي مشرانو سره دخبرو لپاره تللي وو.
د ده په وينا، کله چې ديوې غونډې پر مهال دپي ار ټي کسانو له قومي مشرانو سره خبرې کولې، نو ددغې سيمې يو تن اوسېدونکي د ټريورګرين Trever Greene په نامه د يو تن کاناډايي سرتېري په سر د تبرګوزار وکړ، چې له امله يې هغه سخت ټپي شو.
ده زياته کړه چې دپي ارټي ځواکونودساتونکو لخوا په ډزو سره بريد کوونکي ووژل شو او مړي يې دکلي خلکو ته وسپارل شو.
په جاپان کې خلک تلويزوني خپروني په ګرځنده تيلفونونو ګوري
د لومړي ځل لپاره په جاپان کې د ګرځنده تيلفونو کارونکي کولاي شي د ځانګړيو غوږيو نه په کار اخيستلو د ډيجيټال تلويزونو خپرونې ننداره کړي.که څه هم دا لومړي ځل نه دي خو په جاپان کې د داسې اسانتيا وو د کارونکو د شمېر زياتوالي ښيې چې دا هېواد ډېر چانس لري چې ددې خدمتونو په لوي بازار بدل شي.
هغه له هرچا مچكې اخلي!!
د برازيل يو اوسېدونكي د خپلو جالبو او هيښندو كارونو له امله د برازيل په خلكو كې له يوه ځانګړي شهرته برخمن دي. " جوزامورا" چې هرې غونډې او محفل ته ځي له خلكو مچكې اخلي. هغه غواړي د نړۍ له ټولو مشهورو، شتمنو او ښكلو كسانو مچكې واخلي او دغه كار ددې لامل ګرځېدلي، چې په ځلونو ځلونو زندان ته ور ټېل وهل شي.
جوزا مورا، په دغه كار سره څو ځله ډبول شوي هم دي، خو نور يې پوليس هم له نيولو ستړي شويدي. مورا يو ځل د برازيل په يوه سل زره كسيزه غونډه كې د هغه هېواد له مشهورې سينمايي لوبغاړې " فينك سنتاره" مچكه واخسته. كله، چې د انګلستان شاه لور" ډيانا" برازيل ته لاړه جوزا يې د مچكې اخستلو هڅه وكړه، خو پوليسو له خوا دومره وډبول شو، چې لاس يې هم پكې مات شو. اوس،چې كله په برازيل كې غونډې او محفلونه جوړيږي، موراجوزا بندي كيږي. هغه غواړي، په راتلونكي كې له ټولو ښكلو سينمايي نجونو او د فوټبال له مشهور لوبغاړي مېراډونا مچكې واخلي.
هغه په خپل ورغوي كې ډوډۍ پخوي!
د امريكا د متحدو ايالتونو يو استوګن 38 كلن پابلوسوارز كولاي شي په خپلو ورغويو كې ډوډۍ، هګۍ پاخه كړي. د پابلوسوارز ورغوي 600 ولټه كرنټ توليدوي، خو ډاكټران يې پر څرنګتيا نه پوهيږي. پابلو له خلكو سره د ستړي مه شي او روغبړ پرمهال لاسماغي( دستكش) په لاس كوي. د پابلو د ورغويو تودوخه د ورځو او ساعتونو په تناسب توپير كوي، كله كله يې تودوخه لوړه او كله بيا بيخي ټيټه وي.
سوارز د امريكا د متحدو ايالتونو د رنځپوهانو يوې ډلې ته ويلي، چې يو كال مخكې يې يوچاته سوړ سوپ وړاندې كړ، خو هغه يې له خوړلو ډډه وكړه، دي په دې كار سخت غوسه شو او په همدې ترڅ كې يې لاس تودوخه توليد كړه. سوارز وايي، كله، چې ډېر غوسه شي، لاسونه يې تاوده شي. هغه په خپلو لاسونو سره وريژې تودولي شي او كه په دواړو لاسونو كې د برېښنا تار ونيسي ګروپ هم بلولي شي (والله اعلم).
خېټه نه ده، سمه بوشكه ده!
د امريكا د متحده ايالاتو په " مشيګن" ايالت كې د " ايډي نيډلس" په نوم يو كس اوسيږي، چې د نړۍ تر ټولو خېټور كس بلل كيږي. ايډي شپږ فټه قد او 210 كيلو ګرامه وزن لري. ايډي په يوه وخت د شپږو كسانو په كچه خوراك كوي او په يوه وخت دومره غوښه خوري، چې د يوې پنځه كسيزې كورنۍ لپاره يوه اونۍ كار وركوي.
" ايډي نيډلس" څو كاله مخكې د مشيګن په يوه رسټورانټ كې په يوه ورځ 15 چرګان خوړلي وو. همداراز هغه د هګيو د خوراك ريكارډ هم لري، هغه په يوه ورځ 300 اومې هګۍ وخوړې.
داسې كس هم شته، چې سګرټ خوري!
د برتانيې 66 كلن وګړي" ويزهاسكنز" له ډېرې مودې راهيسې د سګرټو پر خوراك روږدي شوي دي. دغه كس د څلورو بچيانو پلار دي او له تېرو څلوېښتو كلونو راسې سګرټ خوري.
د انګلستان د خبري رسنيو د خبر له مخې، " ويزهاسكنز" پر سګرټ خوړلو هغه مهال پيل وكړ، كله يې، چې ملګرو د برمنګهم ښار په يوه شراب خونه كې د سګرټ څكولو ست ورته وكړ. ويز وايي، پر سګرټو روږدي نه و، خو د ملګرو د پيغورونو له امله دې ته اړ شو، چې د څكولو پر ځاي يې په ساندويچ كې وخوري.
په تشناب كې ژوند كوي!
ايا د لويديز په څېر په يوه متمدنه او پرمختللې ټولنه كې به تاسې دا ومنئ، چې يو څوك دې په تشناب كې و پايي؟ هو، دا رښتيا ده. د اسټراليا د يوې كورنۍ درې تنه وګړي په يوه ولسي تشناب كې شپې ورځې تېروي، دغه كورنۍ هغه مهال تشناب ته اړه شوه، چې د كور مشر يې له دندې ګوښه او د كور كرايه يې لوړه شوه. د كور څښتن له دغې كورنۍ نه 200 ډالره كرايه غوښته، خو دوي يې وس نه درلود. په پاي كې دې ته اړ شول، چې په يوه ولسي يا عامه تشناب كې و اوسيږي. د كور څښتن وايي، د شپې له مهاله ګڼ شمېر خلك ددوي ور ور ټكوي، خو پر دې نه پوهيږي، چې دلته يوه بېوزله كورنۍ اوسيږي.
دغې كورنۍ په خپل تشنابي كور كې يو تلويزيون او يخچال هم اېښي دي.
سوډاني سړي له اوزې سره وادۀ وکړ
د سوډان يو سړي کليوالې جرگې اړ کړ چې له يوې اوزې سره وادۀ وکړي.
دغه سړي له اوزې سره په جنسي عمل نيول شوي و.د اوزې څښتن ښاغلي الفي د تومبي په نامۀ سړي مخامخ ونيوۀ او کليوالې جرگې ته يې له اوزې سره حاضر کړ.
جرگه والو ښاغلي تومبي اړ کړ چې ١٥٠٠٠ سوډاني ديناره چې ٥٠ امريکايي ډالره کيږي د ولور په توگه ښاغلي الفي ته وسپاري.الفي وويل(( موږ اوزه ور وسپارله او تر کومه ځايه چې زۀ خبر يم اوزه لا هم ورسره ده.)) کليوالو سلا ورکړه چې پوليسو ته دې يې نه سپاري، ولور دې ترې واخلي او اوزه دې ور وادۀ کړي. د اوزې ولور ٥٠ امريکايي ډالره و.
المانۍ پېغلې په کابل کې له افغان ځوان سره راتلونکي ژوند شريک کړ
پژواک خبري اژانس
يوې المانۍ پيغلې له مسلمانېدو وروسته دسلواغې په ٣٠ مه دکابل په ستره محکمه کې له افغان ځوان سره نکاح وکړه.
دغه المانۍ اتلس کلنه پيترسياماريا او اوسنۍ بي بي مريم د هنورد ايالت اوسېدونکې ده.
نوموړې چې پخوا دعيسوي دين پيرو وه، پنځه مياشتې مخکې يې هلته د سليمان په نوم له يوه افغان سره مينه پيداشوه او همدې مينې له عيسويت نه اسلام ته را واړوله.
بي بي مريم چې نن يې په ستر ه محکمه کې دقاضي القضات او يو شمېر نورو راغليو کسانو پر وړاندې د اسلام مبارک دين دمنلو اعلان وکړ، ويې ويل چې دايې په ټول ژوند کې دخوشحالۍ لويه ورځ ده.
نوموړې پژوا ک خبري اژانس ته وويل چې په خپله خوښه يې دسليمان په وا سطه داسلام دين منلي دي.
دمريم په وينا،چې دخپل هېواد په يوه ښوونځي کې يې تر١٢ ټولګي پورې زده کړې کړي دي.
هغې وويل چې هملته يې له سليمان سره آشنايي پيدا شوې وه.
بي بي مريم داهم وو يل چې پلاريې په آلمان کې په يوه کليساکې دمسيحي دين مذهبي مشر دي.
دلغمان داليشنګ ولسوالۍ اوسېدونکي سليمان چې په وينايې ١٥ کاله وړاندې المان ته له کورنۍ سره تللي و، چې هملته يې تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي
هغه مريم د ښو اخلاقو لرونکي و بلله او زياته يې کړه چې دغې نجلۍ يې کورته تګ راتګ کاوه او ددوي له عبادتونو څخه يې خوند اخيست.
دا لومړني پيغله نه ده چې په خپله خوښه داسلام دين مني او له افغان سره په کابل کې نکاح تړي.
له 97 كالو راهيسې بله ډېوه!
د اېټاليا د مشهور شاعر " دانتې" پر قبر له تېرو 97 كالو راهيسې ډېوه بليږي.
د خبري سرچينو د خبر له مخې، دغه ډېوه د لومړي ځل لپاره د 1908 كال د سپتمبر په 13مه نېټه بله شوه او دهغه د پلرني كلي " فلورانس " وګړو ژمنه كړېده، چې دغه ډېوه به تر قيامته روښانه ساتي.