سلام دې راغى ته رانغلې ليکونه ځوابونه
د هرې ګڼې په څېر د مينې دې ګڼې ته هم د مينوالو له اړخه سلامونه، دعاګانې، نيوکې، مشورې او وړانديزونه رارسېدلي،دادي مينه يې په مينه ورځوابوي.
د خوست ولايت له خيدر خېلو ډاګو کلي نه مازيګر ګل ټکر د مينې ټولو کارکوونکو ته سلامونه او نېکې هېلې را لېږلي نو موړي د ليک په يوه برخه کې ويلي چې مينې سره مې دومره مينه ده لکه يو مين يې چې له خپلې محبوبې سره لري.
مينه: ټکره وروره ! زموږ سلامونه هم ومنه، مينه دې خپله ده، ټپې دې ډېرې زړې دي نه پوهېږو چې ليک به دې ناوخته رارسېدلي وي او که څنګه.!
روغ اوسې.
ليک: د فارم هډې لېسې د اتم ټولګي زده کوونکې فريشتې شريفي له سلامه وروسته په تېره ګڼه کې د خپل ليک په خپرېدو خوښي څرګنده کړې، فرشته وايي د مينې اولنۍ پنځه ګڼې راسره نشته نورې ټولې مې ساتلي.
مينه: فرشتې خورې زموږ سلامونه هم واخله، ليکونه به دې په هره ګڼه کې خپرېږي د لومړيو پنځو ګڼو کوشش به درته وکړو که په لاس راغلې در و به يې لېږو.
ليک نه مننه.
ليک: له خوست څخه ولي الرحمن خيال په ليک کې ډېرې دعاګانې کړي له ليک سره مل يې يو شعر هم رالېږلي او په خپرېدو يې ټينګار کړي.
مينه: خيال صيب ليک دې راورسېد دعا ګانې دې قبولې شه، شعر به دې درته بيا کله خپور کړو.
خپه کېږې به نه.
ليک: له چکنوريو لېسې نه وحيدالله سرحدي له سلامونو سره ګيلې هم غوټه کړي، ده ويلي، چې ټپې مې کله يو او کله د بل پسې ليکئ.
مينه: ګيله دې په سر سترګو، بيا به داسې نه کېږي.
نور وايه!.
ليک: له خوست ولايت زوړ مار کيټ نه عابد جان او نظيم ګل عادل د مينې د کار کونکو نومونه بيل بيل ليکلي ټول يې په سلامونو لمانځلي دوي روسته ليکلي، چې مينې زموږ په زړونو کې مينه را وټوکوله.
مينه: سلامونو ته مو وعليکم سلام، خو پدې موږ هم نه پوهيږو، چې ستاسې ليکونه ولې ناوخته رارسيږي کومې ټپې چې تاسې رالېږلي دا موږ په تېره ګڼه کې غوښتې وې ځه خير دا يوه يې همدلته ولولئ.
هلکه سترګو کې دې اور دي
ماته دې و کاته لمبه،لمبه دې کړمه.
زړونه مو له مينې ډک اوسه.
ليک: له نامالوم ځاي نه ميوند اقبال او شېراغا ممثل ليکلي، د مينې له مشر نه تر کشر پورې زموږ سلامونه ومنئ، دوي په تېره ګڼه کې د ليک له خپرېدو مننه کړې، ميوند اقبال ورسره دا ځل غزل هم رالېږلي.
مينه: ملګرو زموږ سلا مونه هم واخلئ ليک مو بيا هم نشر شو د غزل يوه کړۍ دې همدلته ولوله.
دعاء خو راته نه کړې نه دې خوله ورته جوړېږي
بس ځه چې ته پرې خوښ يې نو ښېرا کوه جانانه.
په خداي مو سپارو.
ليک: بيا هم له خوست ولايت نه شمس الرحمان او وسره يې وړو ورونو حميد الرحمن او انيل الرحمن په سلامونو ياد کړي يو او د مينې سره يې ډېره مينه ښودلې.
مينه: امين يار صيب ! ليک دې را ورسېده وړو ورونو ته دې زموږ سلامونه وايه،.
زلمي دې شي.
ليک: د خوګياڼو له کوز بيار نه بختيار منصور، زيارمل سرحدي او ولسمل نا صر ليکلي چې په تېره ګڼه کې مو راته ټپې نه وې خپرې کړې هيله لرو چې دا وارې يې راته خپرې کړئ.
مينه: دادي اوس مو هم د ټپو پته نه لږي ته صبر وکړه چې زه يې په دې کاغذونو کې وګورم...
خوښ اوسئ.
ليک: له پېښور نه اجمل تنها، محمد زبير اشنا او نواز سلامونه رالېږلي او په پېښور کې يې د مينې د پيداکېدو درکونه غوښتي دوي ليکلي چې ننګرهار ته مو يو ملګري تللي و او له هغه ځايه يې اتلسمه ګڼه راوړې وه.
مينه: ننګرهار ته هرکله راشئ او په پېښور کې مينه له هر يو کتابپلورنځي نه تر لاسه کولاي شئ مړه دا پښتو مجلې چې چېرته وګورې مينه به خامخا کومه يوه نيمه وي.
او ريښتيا په ټول افغان کې يې وګوره!
ليک: له کوټ څخه د سپين غر ادبي ټولنې خدمتګار رحمن الله رشتين د سلامونو سره دوه اوږده، اوږده نظمونه رالېږلي او دعاء يې کړې چې مينه مو لا پسې پياوړې شه.
مينه: ستا سلام ته وعليک او زموږ سلامونه د سپين غر ادبي ټولنې ټولو غړو ته ورسوه، دعاء دې خداي قبوله کړه او نظمونه به دې درته که خير و يو يو خپور کړو.
سترګې په لار اوسه.
ليک: له خوست ولايت نه ايمل اميني او نظير جان د مينې ادارې ته ډېر سلامونه ويلي، دوي ليکلي چې په خوست ولايت کې په لومړيو وختونو کې دومره ډېرې مجلې او جريدې وي، خو چې مينه راغله اوس يې څوک پاڼه نه اړوي همدارنګه دوي پوښتنه کړې، چې غومبسه جرېده ولې بنده شوه.
مينه: سلامونو ته مو سلامونه د مينې له ستايلو نه ډېره ډېره مننه او د غومبسې په اړه به په خداي که مالومات لرو، چې دا کله شروع شوې وه او څنګه بنده شوه.
ستاسې دمينې په تمه.
ليک:له غازي اباد څخه شريف الله محسن يار او محمد طيب سودايي د مينې ټولو مينوالو ته سلامونه او نېکې هېلې رالېږلي.
مينه: دادي موږ مو سلامونه واورېدل وعليک ورته وايو او مينوالو ته به هم ورسېږي.
حوشاله اوسئ.
ليک:له خوست ولايت څخه داؤد حسن احساس له سلام پسې لېکلي چې مينه مجله خوست ته ډېره ناوخته رارسېږي که په وخت راورسېږي ښه به وي.
مينه: احساس صيب سلامونه باور وکړه چې موږ هم په همدې فکر کې يو، چې څنګه مينه لرې پرتو سيمو ته په وخت ورسوو کوشش کوو، چې يوه لار ورته پيدا کړو او که لار ورته پيدا نه شي موږ او تاسې سره مرورېږو،د خوست کندهار او نورو پښتون مېشتو سيمو ځوانان ؛ خو مينې سره ډېره مينه لري همدا اوس په لسګونو مينوالو ليکونه رالېږلي او هغه ټپې يې پکې ليکلي چې موږ په اولسمه گڼه کې غوښتې وې؛ ځه ګورو به څه چاره به وکړو.
ليک: له چپليار ولسوالۍ حافظانو کلي نه نصيراحمد نصرت، لونګين او بهارالله حيدري وايي چې په تېره ګڼه کې مو موږته ډېر تريخ ځواب راکړي و ؛ خو خير که داسې وي نو نور به خطونه نه درلېږو...
مينه: يارانو! اول ؛ خو زموږ سلامونه ومنئ او بيا ريښتيا داسې و نکړۍ خطونه به رالېږئ او موږ به يې درته خپرو،
په عاشقۍ کې هم ګېلې وي هم جنګونه...
ليک: له خوست ولايت څخه ولي محمد نظري ليکلي: د مينې مجلې کارکونکو په ځانګړي توګه ځواب صيب سلامونه !
په تېره ګڼه کې مې ليک نشر شو باور وکړئ په جامو کې نه ځايدم ټولو ټولګيوالو راته مبارکي راکوله.
اوس مې ګيله داده، چې دا څو ليکنې مې درولېږلې خپرې نه شوې نه پوهيږم چې ولې؟
مينه: تاسې هم بلا کوئ، هرڅه په يو وار غواړئ او د واسطو خبره ځکه نه ده،چې که همدا اوس و ګورئ ډېري ليکونه مو د خوست خپاره کړي.
هېله ده چې زړه به دې سپين شوي وي.
ليک: له کامې ولسوالۍ شيخانو کلي نه ځوا نمل، خليل الله او نجيب الرحمن سلامونه رالېږلي.
مينه: سلا مونه دې موږ وا خېسته، ځوانمله ياره! غزل دې لږ پيکه دي خواري ورسره وکړه او که نه کېږي نو زور ورسره مه کوه.
مهرباني
ليک: له لوګر ولايت ازرې ولسوالۍ څخه عبدالرحمن، علميار احمدزي او قسمت خان غمګين په سلامونو ياد کړي يو.
مينه: ګرانو! موږ درباندې هم سلامونه وايو او ټپې به در ته خپرې کړو.
مننه ليک نه مو.
ليک: له خوست ولايت د ګربزو ولسوالۍ څخه ساجد بهار وايې(اول سلامونه او بيا د پېزوان ټپې او ورسره جوړه غزل درلېږم)
مينه: سلامونو ته دې هرکلي د غزل يوه کړۍ دې همدلته ولوله.
خوب مې ليدلي دي ملګرو چې تعبير يې دادي
دواړه لاسونه ترې چاپېره کړم سپوږمۍ و نيسم
ټپې دې په پيرانو سپارو.
ليک: له لوګر ولايت ازرې ولسوالۍ څخه ياسين او سردارولي سلامونو سره جوړه نيوکې او وړانديزونه رالېږلي دا ياران وايي د ولي خان د مرګ نېټه مو غلطه کړې وه، يو وړانديز يې هم کړي چې که په راروانو ګڼو کې د يو يو ولا يت په اړه مالومات ورکړئ ډېره به ښه وي.
مينه: ډېره مننه ولي خان دې خداي په جنتونو کړي د مرګ نېټه يې ريښتيا هم غلطه شوې وه ؛ خو هغه يوه قلمي تېروتنه وه ستاسې په شمول له ټولو لوستونکيو نه بخښنه غواړو په وړانديزونو به مو غور وکړو
کور دې ودان.
ليک: د خوګياڼو له کوزبيار نه خوشال دراني، نوراغا، سيداغا، دلا غا،ولا يت خان او هيواد جان ډېرې خبرې ليکلي ټولو نه يې تېرېږو؛خو دومره ورته وايو چې موږ د چا ليکونه نه خورو هر يو چې رارسېدلي موږ پکې( نه) نه ده کړې.
نور نه پوهيږو.
ليک: دخوست له حيدر خېلو نه محمد رفيق ځدران وايي مينه ټوله مينه ده ؛ خو د ترکې، جاپان يونليکونه او کرزي پېژنده ډېر ښه روان دي باور وکړئ ناولونو غوندې خوند کوي.
مينه: له ډاډ نه دې مننه د کرزي پېژندنه خو تمامه شوه او يونليکونه لا روان دي ګوره،چې چېرته به رسېږي ټپې دې بيا هم زړې دي.
ليک:د ميا عمر لېسې نه مکرم حيران او نصير احمد سلامونه وايي او د شعر خپرېده غواړي.
مينه: وعليکم سلام ليک دې ولوله او په شعرونو لږه خواري وکړه، مړه هغه ديون صيب( دشعر هندسې جوړښت) لږ لولئ کنه. خپه نه شې.
ليک: د جلال اباد له درېمې ناحيې خخه عبدالرحمن صديقي مياخيل ليکلي، ستا سو د حلو ځلو نتيجه ده، چې مينه مو په ټول افغانستان کې و ځلوله، خداي مو همدغسې سر لوړي لره.
مينه: مياخيل صيب له ډاډګېرنې نه دې مننه،موږ کوشش کوو چې لوستونکي خوښ وساتو.
درانه اوسئ.
ليک: له خوګياڼو ولسوالۍ نه محمد انعام، ظهورالرحمن،عبدالوهاب او غورځنګ په سلامونو سربېره ليکلي:( په تېره ګڼه کې موږ هندستان او صمدي سره د مرکو غوښتنه کړې وه تاسې ليکلي و چې په هندستان پسې به خواري وکړو او د صمدي مو قرضداري ښه يو ددې څه مطلب و.
مينه: تاسې دا هم ليکلي چې افغانسان سره مرکه وکړئ او د کرزي په اړه مالومات راکړئ، افغانستان سره مرکه ډېره وړاندې په مينه کې خپره شوې او د کرزې په اړه هم په څو پرله پسې گڼو کې مالومات خپاره شوي هغه ګنې له سره ولوله.
ويده يې!
ليک: له خوست ولايت نه شمس الرحمن ډېر ناهيلي شوي دا وايي ليک توکل په خداي در لېږم ګوره چې در رسې کنه ؛ خو دا ځل خواري کوم که وه نه شوه نو بيا بس ده.
مينه: دا ښه ده، چې ليک دې راورسېده کنه؛ نو ته خو تللي وې، اوس دې ښه لاره پيدا کړه همداسې توکل په خداي يې راشړه نېغ په نېغه به رارسي، خفه نه شې داسې ده پدې خبرو به سره نه ورانېږو دا هم ضرور نه ده ؛ چې په هره ګڼه کې دې د يو چا ليک خپور شي کله به له تاسو پاتې وې کله به له موږ نه.
ته دې راته ژوندي اوسې.
ثمرګل، نظيف الله ارين رحيم ګل، همدارنګه زرولي خشوند، سباوون او يو شمېر نورو ملګرو د بريښنا ليکونو له لارې د مينې کارکونکو ته سلامونه او نېکې هېلې راليږلي زياتو پکې مينه خوښه کړې، چې کور وداني ورته وايو.
يادونه: شېر ولي همدرد، عبدالله صادق، الله دوست سېلاب، رخسار حسام،فرياد، عبدالستار ايو بي، مسعود، فريد احمد، لعل محمد، عبدالرزاق مياخېل،عقل خان ناز، سيد زمان،حبيب الله، نبي الله او فدامحمد د مينې شلمې ګنې ته ليکنې او شعرونه را لېږلي چې د نه خپرېدو له امله ترې بخښنه غواړو.