نن نه اته کاله وړاندې هغه مهال، چې ١٤ کلن وم او په يو ښونځي کې مې سبق لوسته؛ نو د اروا ښاد فرهاد سره اشنا شوم؛ خو دې نه يې نه وم خبر، چې دې تنکي فرهاد سره هم خپلې شېرينې د غره د سوري کولو شرط ايښى او دا يې دې ته مجبور کړى، چې د دورمې شپېلۍ را واخلي او په غرونو رغونو کې پرې د زړه ساندې وغږوي. تر دغه دمه مې فرهاد سره دومره راشه درشه نه وه، په همدغسې يوه ورځ رانه د ښونځي بس تللى و او زه د بل موټر په انتظار وم، زموږ د کور او ښونځي تر منځ دولس کيلو متره لار وه، زه د غځېدلي سرک په جۍ روان وم، چې شاته مې د موټر اواز واورېد، لاس مې ورکړ، ځاى پکې نه و؛ خو ځان مې ځايه کړ. موټر لا څو قدمه وړاندې نه و تللى، چې بيا تم شو، فرهاد مې ترڅنګ ودرېد او هغه پړي ته يې لاس وغځوه، چې ما پرې ځان کلک کړى و، کله، چې بازار ته ورسېدو، له موټره ښکته شو، فرهاد راته کلک شو، چې ورسره کينم؛ خو ماورنه په دې بانه ځان خلاص کړ، چې د مکتب راباندې ناوخته دى او چې له هغې اړخه راغلم؛ نو بيا په سره کېنو. فرهاد يو دوکان ته ګوته ونيوه، چې په دې ځاى کې تر ماذيګره په کار بوخت وي، ما ورته وويل، چې بيا به دې کله پوښتنه وکړم. فرهاد جان نه مې اجازه واخېسته، بل ګاډي ته لا نه وم پورته شوى، چې په اخبار والا مې سترګې ولګېدې، ورغلم او د تل په څېر مې ترې وحدت ورځپانه واخېسته، چې د منځ پاڼه مې ورته وکته؛ نو د طاهر فرهاد نوم لاندې غزل پکې پرته وه، په منډه دوکان ته ورغلم، هغه سر ټيټ کړى و او په کار بوخت و، چې زما سيورى يې وليده له ځايه پورته شو او حيران ودرېد، ويل څه... هغه داسې فکر کړى و، چې ګنې ما چاسره جنګ کړى، ژر مې هغه اخبار ور وښوده، چې د فرهاد غزل پکې راغلى و. فرهاد غزل وليد ايله يې تندى پراخه شو او ويې ويل: مړه ما ويل، چې څه بلا راپرېوتې. ) دغه وخت يې چايو والا ته وويل او نورې مو خبرې شروع کړې، هغه وويل دا غزل يې څه موده وړاندې د وحدت په پته ورلېږلې وه، هغه ماته و کاته او بيا يې وويل: ته لکه، چې اوس پوه شوې، چې زه غزل ليکم. ) ما ورته سر د ( هو ) په اشاره و خوځوه او نور غلى شوم، اوس مې؛ نو فرهاد سره ملګري يو په دوه شوه او چې په ورځ کې به مې يو يا دوه ځلې و نه ليده ډېر به نا ارامه وم. دې نه وړاندې داسې وم لکه په هغه يوه ټپه کې، چې وايي: اواز مې شته جوړه مې نشته- لکه د زرکې بې جوړې نارې وهمه. ) زما ادب سره مينه وه؛ خو داسې څوک مې ددې نه وړاندې نه وو مندلي، چې د زړه خبرې مې ورسره کړى واى، دغه وخت ما يو څه ماته ګوډه شاعري کوله او د يو داسې چا په لټه کې وم، چې څه لاره چاره راته وښايي. په دغه ورځ له ښونځي نه پاتې شوم او تر غرمې مې فرهاد سره زړه تش کړ، چې ترې تلم؛ نو په نه زړه يې راسره مخښه وکړه. په سبا داسې وخت کې کور ته ورغلم، چې لمر په پرېوتو و او فرهاد له کاره کور ته راغلى و، دروازه مې و ټکوله، لږه شېبه وروسته فرهاد را ووت، له ستړي مشو وروسته يې د چايو او شپې ست وکړ؛ خو ما ورته داسې بانه وکړه، چې هغه پکې څه نه شو ويلى، دغه وخت زموږ ازموينې را لنډې وې او ما بايد درس ياد کړى واى. فرهاد مې ډېرو خبرو ته پرېنښود او خپلې غزلې مې ورکړې، چې راته اصلاح يې کړي، فرهاد يو غزل په ولاړه ولاړه له سترګو تېر کړ، ماته يې په مانادار نظر را و کاته، مسکى شو او د سترګو په کونجونو يې اوښکې را وا وښتې، زه نور پوه نه شوم، چې فرهاد څنګه موسکى شو او په سترګو کې يې راغونډو شوو اوښکو څه مانا لرله. وختونه لکه د سيلۍ په منډو روان ؤ او هغه د چا خبره شاته کتو ته يې څوک نه پرېښودل، ډېرې ورځې تېرې شوې، يوه ورځ مې دوکان ته سر ورښکاره کړ، فرهاد ناست و، ما ورته وويل اوس لاړم او له هغې خوانه به دې څنګ ته راشم، فرهاد ټينګار وکړ، چې ضرور راشم، ځکه هغه ويل، چې يو ملګرى يې نن له کونړ نه باجوړ ته راځي، ما ترې د راروان ملګري د نوم پوښتنه وکړه؛ خو هغه وويل، چې راغلې؛ نو و به يې ګورې. ټوله ورځ مې ښونځي کې د رخصتۍ ټالۍ ته غوږونه څک نيولي و، غرمه شوه ټالۍ و ټنګېده او زه په بېړه له ښونځي نه را ووتم، نيغ فرهاد ته ورغلم، فرهاد يواځې ناست و، ما ترې د ملګري پوښتنه وکړه هغه وويل راځه کينه! را به شي. څو شېبې به لا تېرې نه وې، چې يو دنګ لوړ سړى راښکاره شو، ويښته يې شاته اړولي وو او يو تور بيک يې غاړې ته پروت و، فرهاد ورته له ورايه مسکى شو، زه پوه شوم، چې مېلمه يې همدا دى، هغه سره مو ستړي مشي وکړه او نور کور ته روان شو. له دمې وروسته مې فرهاد نه غوښتنه وکړه، چې اوس؛ خو يې راته نوم وښايي، د فرهاد نه وړاندې، ده خپله وويل، چې نوم يې ادريس غروال دى او په کونړ راديو کې د خبريالۍ دنده په غاړه لري. ما ورنه مننه وکړه او ورته مې وويل، چې نوم سره دې له وړاندې نه اشنا وم؛ خو ليدلى مې نه وې، دا ښه شوه، چې سره مو و ليده. مګر غروال له مانه زما د نوم پوښتنه ونه کړه او زما په ځاى يې فرهاد ته مخ ور واړولو، فرهاد ورته وويل دا شفيع الله دى او اوس نوى نوى غزل ليکي،هغه مې د تخلص پوښتنه وکړه - تحلص يې تاند دى