ته د ګلاب پر پاڼو پروت زه پر اغزو يم روان ته به تر څو کوې دا خوب زه به تر څو يم روان موږ جنګ ځپلو ته سېلاب هم يو لښکر ښکارېږي توره مې واخيسته او مخ ته د اوبو يم روان کله چې ته راغلې نه يې تر هغو يمه ناست کله چې ونه رسم تاته تر هغو يم روان خود به مې ګرم ګڼې اشنا تا ويل ځه په منډه زه ستا له کوره يم روان مګر په ورو يم روان ژوند بس تر هغه وخته ژوند ګڼم دروېشه چې زه پر خپله زمکه يم روان پر خپلو خپو يم روان