تيندک خورمه که هر څومره په کرار ځم دردېدلى يم د يار کورته بيمار ځم هسې نه لېوني سپي مې درنه وخوري غلى غلى روستو ګورمه په ډار ځم څه کاواکه کږو غشو کړم په نښه په سينه سورى سورى پرهار پرهار ځم راپسې له روستو روستو نارې کېږي زه چې کله هم په دغه کږه لار ځم ازلي مې برخه خواره ده پوهېږم تقديري، چې قدم اخلمه په خار ځم ستا حداد يمه ټوک ټوک راغلمه ستړى شپه د راز مو په پالنګ ده بيا سهار ځم.