ټول غلي دي هېڅوک څه نه وايي، د ژوندانه نغمه غلې ده، په دغسې چوپه چوپتيا کې ذوقونه مري، فکرونه محوه کېږي، نشاط او خوښي لکه وحشي مرغه له انسانانو نه تښتي. زه غواړم د دغه سکوت طلسم مات کړم او خپله سرينده و غږوم. دا سرينده ما د عشق له هېواده او د بلبلو له کوره راوړې ده. زما د سريندې اواز ډېر خوږ دى. راشئ! کېنئ زما نغمې واورئ، زه نه غواړم، چې ارزوګانې مړې او زړونه ساړه وي. زه د احساساتو او جذباتو د ويښولو لپاره راغلى يم. دغه ده ما خپله سرينده راواخېسته او خپلې نغمې شروع کوم. اه... دا څه وشول! له دې سريندې نه؛ خو هېڅ اواز نه پورته کېږي. سرينده؛ خو نه ده ماته، تارونه يې هم په ځاى دي، دا ولې نه غږېږي. ولې بې سره ده؟ له دېنه لويه ضايعه بله نشته. پوه شوم او پوهېدم دا سرينده د بلبلو له کوره ده او بې د ګلونو له خوا بل چېرته نه غږېږي. دا سرينده له عشق سره ارتباط لري او تارونه يې په هماغه مقام پورې تړلي دي. زه بايد ګلزار ته ننوځم او د ګلونو په حرم کې د خپلې سريندې اواز واورم. زه بايد د نرګس سترګې، د غوټۍ خندا، د چندړو لښتې، د سنبلو پرېشانه زلفې وګورم او د حسن په ګلزار کې خپله سرينده وغږوم. بې له دې نه دا خاموشي نه ورکېږي او خوشالي نه پيداکېږي. دا تورې ورېځې بايد د لمر او سپوږمۍ له مخه لرې شي، د بلبلو پنجرې او قفسونه بايد مات شي. د باغ تړلى ور بايد بېرته شي، چې خوشالي راشي او ذوق د شعور سترګې و غړوي. د ژوند نغمه دغه تقاضا لري او بې له دې نه په ژوندانه کې نشاط او سرور نه پيدا کېږي.