د خپل وخت ښايسته او ښکلي اداکاره، چې تر اوسه لا د خپلو مينوالو په زړونو کې شپې تېروي، هغې، چې په ناګن فلم کې يې د بيم خواږه غږ ته د يوې سرشارې مارې رول ولوباوه. بيم د موسيقۍ په الو کې ډېره زړه او پخوانۍ اله ده، تاسې به اورېدلي وي، چې د بنګال جادوګر د مارانو په نيولو کې له بيم نه کار اخلي او د هند پخوانۍ دېويانې ډېرې د بيم خواږه غږ ته نڅېدلي. دلته ناګن، بيم او سرى دېوي درېواړه سره تړلي نومونه دي، هغه داسې، چې د درې واړو سيورى په يو بل خپور دى؛ نو د بيم جادوګر غږ و، چې ناګن يې لکه د وږمې خور که او ناګن و، چې سرى دېوې يې د خلکو په زړونو دننه کړه. سرى دېوې په ساون او جولي کې کار وکړ او له همدې ځاى نه يې د مينوالو په زړونو کې ځاى ونيو، د سرى دېوې نور کامياب فلمونه ناګن، چاندنى، روپ کې رانى، چالباز، او جدايي دي، چې اوس هم ليدونکي لري. هغه وخت، چې د( خداګواه ) فلم ځينې برخې په افغانستان کې جوړېدې؛ نو په هندوستان کې يوې فلمې لوبغاړې هم ورته زړه نه ښه کاوه؛ خو سرى دېوې دې ته حاضره شوه، چې په ياد شوي فلم کې د يوې افغانې مور او لور رولونه ولوبوي. په خدا ګواه فلم کې د کار له امله سرى دېوې له هندوستان نه را و وته او دلته په افغانستان کې يې هم ډېر مينوال پيدا کړه،دا مهال خداګواه د افغانستان په دواړو ژبو ژباړل شوى فلم دى. سرى دېوې مستقبل سره په يوه مرکه کې ويلي، چې په فلمونو کې هر يو رول يا کردار په ډېره مينه مخته وړي او همدا وجه ده، چې نوم يې د ښو لوبغاړو په کتار کې راغلى، د سرى دېوي په وينا په ( مالنى ) نومې سريال کې، ځکه ډېره وځلېده، چې په هغې سريال کې يې د يوې هندوستانۍ ښځې رول په غاړه و، چې کيسه يې تر ډېره ددې شخصي ژوند ته ورته وه. که څه هم سرى دېوي د خپل ښه کار له امله د ډېرو ځوانانو په زړونو کې اوسېده مګر هغې د يو داسې سړي سره واده وکړ، چې په عمر پوخ و او بله ښځه يې هم لرله، هغې د خپلې دې فيصلې په اړه وويل، چې د زړونو واګې د چا په لاس کې نه وي. د سرى دېوي په وينا يو وخت يې د پنجاب ( بونى کپور) سره ملاقات وشو، چې ملاقات په دوستۍ، دوستي په محبت او په محبت په واده بدل شو.