د محمد اسلامي لخوا خپرې شوې لیکنې
کابل کې لومړي ځل لپاره د ماراتون لوبه وشوه
ماراتون د ۴۲ کیلو متره اوږد واټن ځغاسته ده، چې معمولا د سرک منډې په توګه ترسره کیږي. په نړۍ کې هر کال له ۵۰۰ ډیرې ماراتون ځغاستې کیږي، چې ډیری ګډون کوونکي یې شوقي ورزشکاران وي. د افغانستان مسلمانو ځوانانو ټولنې (نجم) په نوښت سږکال دا لوبه د افغانستان د خپلواکۍ د پنځه نوییمې کلیزې د لمانځلو په مناسبت په کابل کې ترسره شوه. د لوبې د تنظیم ډلې مشر مسیح عمر وویل: دا لوبه د سکای رننګ (Sky Running) ځغاستونکو سره په همغږۍ وشوه او پکې د مسلکي ځغاستونکو سربیره شوقي ورزشکارانو هم برخه اخیستې وه.
د پاکستان پاپړ او افغان زده کوونکي!
د یوه ملګري خویندې د کابل پ
نفر امنیت هستم!
د یوه سفارت مخې ته ولاړ وم، یو ناپیژاند رانږدې شو.- دلته څه کوې؟
دا ظلم دی!
دا ظلم دی!ناقونانوي ده!
د ښځو تعلیم، کلتوري ستونزه که ناکامې برنامې؟
پښتنه زمونږ د کلي په ښځو کې تر ټولو لوستې جلۍ ده. د هجرت له برکته زمونږ د کلي څو په شمار هلکانو ښوونځی ولوست، که نه پښتنه به د کلي په سړیو کې هم تر ټولو ډیر تعلیم والا وه. ټول کلی په پښتنې ویاړي او هره کورنۍ غواړي چې ماشومان یې د پښتنې په څیر درس ووايي. خو پښتنه سږکال دې خبرې ډیره اندیښمنه کړې چې له نهم ټولګي وروسته نور تعلیم به یې پاتې شي، ځکه د کلي ښوونځی یواځې تر نهمه دی او د نور تعلیم لپاره پښتنه او په ټولګي کې ورسره نورې نجونې باید د ولسوالۍ ښوونځي ته ولاړې شي، چې له کلي ورته په س
ځوانان او کاندیدان
مدثر اسلامي افغانستان کې، چې ځوانان څومره محروم دي په هماغه اندازه یې پرمختګ ته پام کم کیږي. دوی یواځې هغه وخت هر چا ته تر نورو ډیر ګران شي چې کله د چوکۍ، پیسو او نوم په سر سیالۍ وي څو هر څوک یې د خپلو شخصي ګټو لپاره وکاروي. نن سبا چې د ولسمشرۍ د کاندیدانو تر منځ ګرمه سیالي روانه ده، ځوانانو بیا ښه خریدار پیدا کړی، ځینې یوه کاندید ته لاس په نامه ولاړ وي او ځینې نور د بل کاندید لپاره شپه او ورځ نه ستړي کیدونکې منډې وهي. له ځوانانو همدا هیله کیږي، چې د ترپ او منډې پر مهال
افغان میرمنې، ستونزې او حل لارې
محمد مدثر اسلامي دا نږدې ټولو ته جوته ده، چې میرمنې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې له بلا شمیر ستونزو سره مخ دي. د میرمنو ستونزې په هر ځای او هره سیمه کې ځانګړي لاملونه لري. د افغان میرمنو ستونزې تر ډیره حده د خلکو د پوهې د ټیټوالي، ناسمو ټولنیزو دودونو او له دیني ښوونو لریوالي پایله ده. په ټولو کې ستره ستونزه بیا ښوونې او روزنې ته په ځانګړي ډول د افغان میرمنو لاس رسی نه درلودل دي، چې نه یواځې میرمنې بلکې د ټولنې پرمختګ یې له ګواښونو سره مخ کړی. په تیره څه له پاسه یوه لسیزه کې د
داسې تراویح به کوو، چې پرې پوه به هم نه شئ
د ماښام له لمانځه وروسته ملا صاحب خلکو ته د سبا ورځې د روزې اعلان وکړ. پداسې حال کې چې هیڅ یوې سرچینې د روزې خبر لا نه وه خپور کړی. بیا یې په زغرده وویل چې تراویح به له نن شپې پیل کیږي. له اعلان وروسته یې په خلکو غږ وکړ، چې وارخطا کیږئ مه، داسې چټکې تراویح به کوو چې پرې پوه به هم نشئ.
د مامورینو موټر: مراجعین په تمه، مامورین بې غمه
د افغانستان د مامورینو په اړه مې له پخوا اوریدلي وه چې ډیر کله له کاره پښې سپکوي. له مامورینو سره مخ شوی هر تن د مامورینو لټۍ لړمون خوړینی کړی وي. ما چې کله خپله شهادتنامه اخیسته له همدې ستونزې سره مخ وم. هره ورځ به یې ډیر شمیر کوټې راباندې وکتې او په پای کې به بیرته هماغه لومړۍ کوټې ته راروان وم. له څو ورځو منډو وروسته هر چا راته ویل، چې تر څو پیسې ورنکړم کار مې نکیږي. ما تر پایه چا ته پیسې ورنکړي او ځکه له اونیو منډو رامنډو وروسته مامور صاحبانو نیمه شهادتنامه راکړه. نه، د شهادتنامې
دوه لوګري
- جي، تپوس مې کولو. - صوفي صیب، د څه تپوس دې کولو؟ - جي، لوګري یو. لو کوو. - ما ته خو لوګري نه ښکارئ! - جي، پټی راته ښایه، لو کوو یې. - همداسې وړاندې ورځئ، کوم پټی به درته پیدا شي. بیا کرۍ ورځ په لو پسې ګرځیدو، خو چا لو رانکړ. ماښام چې کور ته راوګرځیدو، ماما راته ویل په مونږ څه شوي چې لوګري نه ښکارو. لوګري به څنګه ښکاره شوي وه، چې سپین کالي مو پر تن وه، ږیرې مو ښایسته ږمنځ کړې وې، او ماما منظم پکول په سر ایښی وه. دا د هجرت په چاپیریال (ج
د مامورینو موټر: دلته هم فساد، هلته هم فساد
نن سهار د مامورینو موټر ایله تر محمودخان پله راورسولو. محمود خان پله ته نږدې د موټر له منځه دودونه پورته شول، "د ماشین د اوبو لین چاودلی" موټروان مامورینو ته اعلان وکړ. د ښار زړه ته د پلي تګ په تکل شوو. نور مامورین له مونږ مخکې ګړندي روان وه. زه د تفتیش د برخې له مدیر صاحب سره، چې له عمره پوخ سړی دی، ورور ورور تلم. په لار یې راته په هیواد کې د روان فساد کیسې کولې. د تفتیش برخې سرورکار د مسایلو او کارونو له تحلیل او ارزونې سره وي، چې په پایله کې یې په یادو کارونو امتیاز یا جزا
د مامورینو موټر
له ډیر پخوا مې زړه کې وه چې د مامورینو د هغه موټر په اړه، چې زه پکې دفتر ته ځم راځم، یو څه ولیکم، خو د مامورینو د موټر خاطرې او کیسې دومره ډیرې دي چې په یوه لیکنه کې یې راټولول ګرانه ده. د مامورینو د موټر هره ورځ یوه کیسه او یوه لیکنه ده. بلکې هر سهار او مازدیګر یې بیله بیله لیکنه کیږي. د هر مامور صیب خبرې غورې پدې ارزي چې یوه لیکنه پرې وشي. د مامورینو د موټر په اړه یوه په زړه پورې لیکنه راته دومره سخته وه، چې څو ځله یې له لیکلو انکاري شوم، خو چاره نه وه. همدا زه وم او د مامورینو موټر
د روضې د عاشقانو موسم!
زمونږ د خلكو تر منځ عام رواج دى چې كله په كوم كور كې غم پيدا شي، بيا د ډير وخت لپاره په هغه كور او شاوخوا كلي كې د ښادۍ مراسم نه ترسره كيږي او د دې لپاره چې نوموړې كورنۍ خپل غم هير كړي د څه مودې لپاره مراسم ځنډول كيږي. خو زموږ له خلكو نه پوهيږم چې د خواخوږۍ شعور الوتى او كه كومه بله وبا پرې راپريوتې ده چې په كور او هيواد كې يې له دومره غ
پمپر
-
زه بې سته جنت ته هم نه ځم، هو!!!
- السلام علیکم ماما!- وعلیکم السلام، بچیه ستړی مشې. څنګه یې؟ مادر دې
دا شنه جنډه زما د کور ده
یوه زمانه داسې وه چې په یوه سیمه کې به کوم مسلمان اوسیده د نیکو سلوکو او ښې روییې کیسې به یې د کلي او ګاونډ د هر تن په خوله وې. که یو چا به له سره نه پیژنده هم په لیدو به یې له ورایه ورمعلومه شوه چې مسلمان دی. څیرې، خبرو او کړو یې د خبرې ګواهي ورکوله. د وخت په تیریدو هر څه بدل شو، مسلمانان له دنیا سره په مینه کې دومره مشغول شو چې د مسلمانۍ رنګ پکې پیکه شو. مال، پیسې او دنیایي خوندونه یې هر څه شو، ځکه خو الله سپک کړل. د هغوی که
د یوه زوی اروا له دیرش کلو وروسته له مور سره یوځای شوه!
نږدې څلور دیرش پنځه دیرش کاله وړاندې افغانستان کې افغاني کمونستانو (خلقیانو او پرچمیانو)، چې د اسلام ضد مفکوره یې درلوده او له شوروي کمونیزم سره په فکري او تنظیمي لحاظ تړلي و، د وخت په لومړني جمهور رئیس (سردار محمد داود خان) باندې په (۱۳۵۷) کال د غویي میاشتې په اومه کودتا وکړه چې د (غویي کودتا) په نامه یاده سوه. په مقابل کې یې د افغانستان مسلمان ولس ملي پاڅون وکړ او په اسلامي جهاد یې لاس پورې کړ. لږه موده تیره نه وه چې افغاني کمونستانو سرو روسانو او شوروي کمونستانو ته په افغ
د جمعیت اصلاح په اړه څو کرښې
جمعیت اصلاح په افغانستان کې د سلګونو ټولنیزو سازمانونو ترمینځ فعال، منظم، د دین، وطن او لس خدمت ته ژمن او د اسلام او هیواد سره د بې سارې مېنې په جذبه سرشاره خوځښت دی، تولې هلې ځلې یې د افغان ولس په مرسته او ملاتړ پرمخ روانې دي. یوازینی فعال جریان دی چې د هرې ژبې او قوم خلک پکې ځان کوربانه ګڼي. یوازینی جریان دی چې په هرات کې هم فعال دی، په ننګرهار کې هم، په کندهار کې هم فعال دی او په بدخشان کې هم په مزار کې هم فعال دی او په خوست کې هم او کابل خو یې د هیواد پلازمین
د الله بندګان
الله جل جلاله په قران کریم کې د خپلو بندګانو ځانګړتیاوې په لاندې ډول بیانوي. د اللهبندګان هغه کسان دي چې.. لومړی په ځمکه باندې ورو (په تواضع) ګرځي او کله چې له ناپوهانو سره مخامخ شي نو په سلامتي سره ترې ځان خلاصوي (نه له هغوی سره خبرې سپینوي او نه ورسره جګړه کوي.) دویم شپه الله جل جلاله ته په سجد
د رسالت فرهنګي انجمن بلنه
رسالت فرهنګي انجمن د جدي د میاشتې نوبتي غونډه کوي. د انجمن اداره ویاړي چې د ادب مینه والو ته پدې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي. موضوع: ادبي ټوټه د موضوع له وړاندې کیدو وروسته د انجمن غړي خپلې مقالې لولې او بیا به مشاعره کیږي. وخت: پنج شنبه، د جدي ۲۸، د ماسپښین ۲:۰۰ بجې ځای: سید جمال الدین تالار، خوشال خان مینه، کابل. هر قدم دې ګل شه چې راځې غونچه ترې جوړه کړه...