د محمد اسلامي لخوا خپرې شوې لیکنې


ویناوال (لنډه کیسه)

د جمعې ماسپښین دی، لمر دومره سور لږیږي چې ګذاره ورته سخته ده. خلک له مسجدونو په راګرځیدو دي. د ځینې مسجدونو د خطبې غږ اوس هم اوریدل کیږي. د جلال اباد د عیدګاه جومات په منځ کې څو ترپالونه دریدلي او څو نور یوې خوا ته کونج کې ټومبل شوي. له منځني ترپال پنځوس متره وړاندې لوړ ځای جوړ شوی چې یوې خوا ته یې سټیج ولاړ دی. د سټیج یوې خوا ته دوه کتاره چوکۍ د رسنیو لپاره ایښودل شوې دي. معلومیږي چې رسنۍ هم د پیښې د ثبت لپاره راتلونکې دي.د جومات په دیوالونو او دروازو غټې غټې لوحې رازوړندې دي چې د پی

29.12.2012 محمد مدثر اسلامي

افغاني ټولنه او د رسنیو ونډه

په افغانستان کې د امریکانانو له راتګ سره سم په هیواد کې د رسنیو بازار ښه ګرم شو. د دې تر څنګ چې د دولتي رسنیو خپرونې ډیرې شوې، ګڼ شمیر نادولتي او شخصي رسنیو په کار پیل وکړ. رسنۍ، په ټولنه یې هر ډول اغیزې ته له پام پرته، د روان نظام یوه تر ټولو ستره لاسته راوړنه یادیږي. اوس مهال په ټول افغانستان کې 75 تلویزیني چینلونه، 175 رادیويي سټیشنونه او شاوخوا 400 چاپي نشریې له دولت سره ثبت شوي او په کار بوختې دي.

29.12.2012 محمد مدثر اسلامي

خبرې او سندرې

د جمعې مباركه ورځ وه، خلك ډلې ډلې له مسجدونو راوتل. زه د جمعې د لمانځه له ادا كولو وروسته د كوم كار لپاره دفتر ته روان وم. د سړك پر غاړه تر لږ انتظار وروسته يوه موټر ته وختم. د نورو موټرو په څېر په ده كې هم راديو ښه په درز كې غږېده. د وياند د غږ په اورېدو راته معلومه شوه چې د افغانستان ملي راډيو ده. لږ ځنډ وروسته يوه خپرونه پيل شوه چې د معاصرو رسنيزو اصولو(!) سره سم د يوه سړي او يوې ښځې له خوا په مخ بيول كېده. كه كومه بله راډيو وى كيداى شي هلك او نجلۍ مې ويلي وى، خو د افغانستان د ملي راډيو تل

29.12.2012 محمد مدثر اسلامي

پردی وطن، پردي دودونه (یونلیک)

د بل هر هېوادوال په څېر به زه هم تل دې ته هوسېدم چې د لوړو زده کړو لپاره له هېواده بهر ولاړ شم او بیا مې دا هوس پوره شو. دا دی اوس په هند کې د مساپرۍ شپې سبا کوم. ما هم د نورو ملګرو په شان د دې هېواد په اړه بېلا بېل خوبونه لیدلي و، چې ټول یې د بوډۍ د ټال په څېر رنګین و.  ډیلی ته په رسېدو د سختې تودې هوا له امله له هر چا دا هر څه هېر و، څوک د افغانستان له نومه ځارېدل، څوک یې له خاورې او څوک یې له هوا او اوبو. پر مو

29.12.2012 محمد مدثر اسلامي

لیکنه څنګه پیل کړو؟

پلار به مې هره میاشت (المجتمع) مجله کور ته راوړه. ما تل د ماشومانو پاڼه په شوق لوسته. د موشومانو په پاڼه کې چې معمولا د مجلې په پای کې راتله هره میاشت یوه لنډه کیسه خپریده. پلار مې هر ځل هڅولم څو کیسه د اصلاح (جریدې) د ماشومانو برخې ته وژباړم. زه لا ماشوم وم

28.12.2012 محمد مدثر اسلامي

ژوندلیک

محمد مدثر اسلامي د محمد مزمل اسلامي زوی، د ملا عبدالقدیر لمسی او د لغمان ولایت د قرغه یي ولسوالۍ د لړه موړې د کلي اوسیدونکی دی. د ۱۳۶۶ کال د تلې د میاشتې په یوولسمه یې د پاکستان په پېښور کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د هجرت په چاپېریال کې په النور لېسه کې ترسره کړي. یوولسم ټولګي څخه تر فارغېدو وروسته له کورنۍ سره هېواد ته راستون شو او دولسم ټ

28.12.2012 محمد مدثر اسلامي

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more