د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان د خپلې تورې لوبې بل چل کاروي!

عبدالله آشنا 12.07.2015 21:00

دکرزي د ټاکنیزې دورې د دوهم ځل له لومړي سره دا فکر او تصور را په پورته کېدو شو چې د وسله والو مخالفینو سره باید د سولې خبرې اترې ترسره شي چې په افغانستان کې د اوږدمهاله سمون او استقرار لپاره لاره پرې هواره شي. د فکر او تصور د چا وو؟ او څرنګه را پورته شو؟ او تر اوسه پورې ولې د هیلو وروستي منزل ونه رسېد؟
له ۲۰۰۱ ز کال را په دې خوا چې امریکایان په خورا لوړ کبر او پوره ځواک په افغانستان یرغل وکړ، په دې آند وو چې د نړۍ له نورو حشرګړو سره به پدې وتوانیږي چې د خپلو ګوډاګیانو په مرسته د خپلواکو اومسلمانو افغانانو په ستوني خپل د زور او زبرځواکۍ پل ورکیږدي، خو داسې ونشول او ورو ورو دوی ته دا ثابته شوله چې دلته د تاریخ په اوږدو کې زیات غلیمان او یرغلګران په ګونډو شوي دي.
زما ښه په یاد دي، چې د ۲۰۰۲ ز کال له پای ته رسېدو مخکې ما ته یوه امریکایې په ډاګه وویل چې داسې بریښي لکه چې مونږ هم د روسانو په شان لویه غلطۍ کړېده او باید افغانستان ته په راتګ کې مو ځینې ټکي په نظر کې نیولي وای. ما په هماغه وخت کې له دغه لوړ پوړي امریکایې څخه وپوښتل: تاسې په څه دلیل داخبره کوي؟ دا دی اوس خو ښه په بریالیتوب پر مخ روان یاست!
هغه لومړی سخت ژور سوړ هوسلی را ویوست اوبیا را ته کړل چې: نه داسې نده لکه ته چې وایې، زه او زما په شان نورامریکایان هم پدې نظر وو لکه کوم شي ته چې تا ګوته ونیوله، خو دا ټول د هغو درواغجنو څارګرو امریکایانو معلومات وو چې مونږ يې په امریکا کې تر اوسه او لا هم له دې وروسته پرې تېر ایستلي یو او لا به مو هم پرې تېر باسي، په هغه څه چې زه باور لرم او په ټولو کره ثبوتونو ورته رسېدلی یم، هغه دا دي چې نور هره ورځ مونږ دلته په افغانستان کې د ناکامۍ په لور روان یو او باید ډېر ژر یوه بله جګړه پيل کړو ترڅو د امریکایانو، نړیوالو او په افغانستان کې د افغان ولس سترګې او توجه بل لورته واړوو.
ما پدغه وخت کې ورته کړل چې بله جګړه؟...
هغه راته وویل هو بل جګړه... هغه هم په عراق کې... ما ورته کړل چې هلته خو نه القاعده شته... نه طالبان شته... نه نشه یې توکي شته او نه کوم داسې رژیم هلته په واک کې دی چې په آسانۍ سره یې تاسې په ګونډو کړي!
هغه راته وخندل او زیاته یې کړه چې دا زمونږ په شان کبرجن او مکار لوی ځواک ته کومه لویه خبره نده... داسې لوی درواغ به ورته په نړیواله کچه خوله په خوله کړو چې ټوله نړۍ د امریکایې ملاتړ په خاطر هغې تورې استخباراتي جګړې ته په خپله خوښه راودانږي، چې زمونږ لپاره مهمه ده خو نوربه پکې تر زیاتې کچې پورې بې هدفه پورته او ښکته غورځي.
له ناستې را پورته شوم... زیات فکرونو او سوچونو مې سر را ته په درد کړی وو. بس له ځانه سره مې وویل خدایه! ته تر ټولو زورور او د لوی حکمت څښتن یې، ته په خپل زور او حکمت باندې زمونږ دا بېوزله او بې دفاع ولس له دغه لوی او متکبر ځواک څخه خلاص کړه.
خدای شته، سخت خواشینی را روان شوم او له دې پېښې وروسته به مې هم چې دغه حقیقت چاته وایه، نو راته خندل به یې، او دغه چارې به نورهم په زړه تنګی کړم.
کله به مې طالبانو ته کتل، عجیب خیالونه او تصورونه به مې په سرکې را پورته شول، کله به مې شته د کرزي په مشري بې شرمه او بې افغانیته رژیم کتل، نور به هم لیونی او سرورکی شوم، کله به مې د پاکستان هغې تورې لوبې ته کتل چې د نړیوالو او امریکایانو په سترګې کې زمونږ ولس پکې لولپه کېده، بیا به مې بې له اختیاره له سترګو اوښکې راروانې شوې. له دې سره سره به مې چې د اسلامي او عربي هېوادونو اړیکو او نامردیو ته کتل، نور به مې له ژوند څخه لاس اخیستو ته اراده نږدې را سمه شوه. د ایران راج خو دهغه وخت په جمهوري ریاست نه بلکې له یوه سره په ټول افغان حکومت چلېده، چینایانو او روسانو هم خپل دریځونه درلودل...ددې په خواکې د امریکایانو او نورو اروپایانو دریځونو او بې ځایه اوتو او بتو بلکل له سده بهر کړم.
هماغه وو چې په ۲۰۰۳ ز کال کې امریکایان په عراق ووختل، او نړیواله سیاسي او دیپلوماتیکه وضعه په بل لوري شوه... افغان حکومت امریکایانو او نورو حشرګړو ته یې د زاریو لمنه وغوړوله او دا به یې تل ورته ویل چې که امریکایان او نړیوال بیا هم افغانستان هېر کړي، نو بیا تر نویمې لسېزې له سختو ناخوالو سره مخ شي، دنړۍ امنیت او استقرار ته به بیا ګواښ رامنځته کړي.
امریکایانو او نور ملګرو به یې ویل چې نه، د عراق سره سره یې افغانستان هم د توجه او ځانګړې پاملرنې په محراق کې شتون لري، او ددې شعار به یې هم ورکاوه چې طالبان او القاعده به هرو مرو ماتوي.
ورو ورو په افغانستان او سیمه کې حالات بدل شول، پاکستان د پخوا په شان بیا هم خپله توره لوبه ښه په خلاص مټ پرمخ بېوله، د سولې او استقرار تمه په افغانستان کې د انځیر ګل او د مار سترګې وې. هرلوري ته د افغان ولس وینې بهېدلې، هرچا ځان ته د حقانیت او وجاهت خپل خپل دلایل او شبهات لرل.
په ۲۰۰۷ ز کال کې وو چې سوکه سوکه امریکایانو او نورو نړیوالو د افغانستان مسئله د سولې له لارې د حل په نظریاتو خبرې پیل کړې، هر چا ورته خپله سټراټیژي لرله، هرلوري سوله په خپل آند تعریفوله، د دښمن او دوست تعریف له سره تر اوسه نادرکه دی، خو جګړه لا هم روانه ساتل شوې ده.
دغه لړۍ د اشرف غني تر واک ته رسېدو پورې ښه ځواکمنه روانه وه، افغانستان د نړیوالو او سیمیېزو ځواکونو ترمنځ د سیالۍ او نیابتي جګړې ښه ډګر وو. کله چې اشرف غني واک ته ورسېد، د عام افغان ولس تمه ترېنه دا وه چې نور نو دغه کس به افغانستان ودان او له شته مشکلاتو را وباسي.
کله چې اشرف غني خپل کارونه په عملي شکل پیل کړل، په لومړي سر کې د ده بهرنۍ تګلارې د ډېرو افغانانو هیلې له خپل ځان سره ملې کړې او ښه هراړخيزه دیپلوماتیکه پالیسي پلې شوه، خو ډېره ژر د پاکستان له چل او ول سره مخامخ شوه. پاکستان ورته د ځان د وړیو بړستن جوړه کړه او آهسته آهسته یې د مرګ مزی د اشرف او افغان ولس تر غاړې کړ.
له افغانستان څخه یې د هرې لاسته راوړنې په بدل کې یې افغان چارواکو او افغان ولس ته داسې څه ورکړل چې افغانان او نړیوال دوهم متفکر به کلونه کلونه ورسته پوه شي چې غدار او منافق پاکستان ورسره دوکه کړې وه.
له طالبانو سره د خبرو په اړه یې هم همداسې وکړل، هغه کسان یې را مخې ته کړل چې د سیاسي پلوه هېڅ ارزښت او واک نلري او یوازې د طالبانو په نامه له پاکستاني استخباراتو سره له کلونو کلونو راهيسې ملګرتیا کوي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ له خولې را نقل شوي چې د دوی له دفتره هېڅوک د اسلام خبرو ته نه دي ورغلي. دا په دې معنی ده چې په خبرو کې بې صلاحیته کسانو ګډون کړی دی او له همدې ځايه لوبه داسې ښکاري چې افغانان بیا هم په لوی لاس د ناکامۍ لورته ور ټيل وهل کیږي. د طالبانو په بدل کې یې داعش را پیدا کړل او هر لورته یې داسې کړنې په مخه کړې دي چې ګټه یې پاکستان او زیان یې مونږ افغانانو ته اوړي.
افغان چارواکو او ټولو وسله والو مخالفینو ته چې په سرکې یې طالبان دي، دا په کار ده چې یوازې د دې ګران هېواد او بېوزله ولس په خاطر دې پردۍ لوبې ته لبیک نه وایې او نور دې زمونږ بې ګناه افغانان د پردۍ جګړې په اور نه لولپه کوي.
افغان چارواکي دې په دې هم پوه شي چې د دوی په کړنو د هرډول بې پرواییې پایله به د ټول ګران هېواد راتلونکی ترخپل کرغېړن لاندې کړي، باید خپله دنده په خورا ایماندارۍ او ريښتینولۍ ترسره کړي او تل د افغانستان په پاکه مینه د خپل ولس په چوپړ کې وي.
اللهم استرنا من شر مکائدهم بسترک الجمیل