د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اشرف غني د آی ایس آی او را په غېږه کې

عبدالله آشنا 17.05.2015 13:45

له هغه وخته چې ښاغلي اشرف غني له عبدالله عبدالله سره د افغانستان په ګډ تخت کیسناست، په هېواد کې د استخباراتي غړیو ترمنځ لوبه په سیمیېزه او نړیواله کچه خورا سخته ګرمه شوه. د ۲۰۱۴ زېږدیز کال له پای ته رسېدو سره سم تش په نامه نړیوالو ځواکونو افغانستان ته شا کړه او خپلو خاورو ته په تګ یې له افغانستان او دلته له شته حالت او وضعیت سره مخه ښه وکړه. دا هغه ظاهري لوبه وه چې د سیاسي غړیو او رسنیو په ژبه له نړیوالې ټولنې سره شریکه شوه. په دې لړ کې د امریکایې ځواکونو هم خپله څېره بدله کړه او د پوځیانو په ځای د سي آی اې کسان په پلازمېنه کابول او نور ولایتونو کې د ناڅرګندو موټرو په کارولو سره خورا زیات را څرګند شول.
داسې ویل کیږي چې د دوی لویه دنده هم داوه وه چې د امریکایې ځواکونو له وتلو سره سم په افغانستان کې د طالبانو په ځای د داعش نوم او نشان را پورته کړي، خو تر اوسه داسې ښکاري چې دغه پروژه خپل ځای او موخې ته په رسېدو کې پڅه روانه ده، او موخې یې هم په افغانستان پورې ندي تړلې او تر ټولې سیمې پورې تړلې بلل کیږي.
روسانو او چينایانو هم په روانه لوبه کې خپل خپل پلانونه او استخباراتي ککرۍ ور ننیستي دي او ښه کلک زیار باسي چې لوبه خپل لوري ته کش کړي.
ایران په عربي او نوره نړۍ کې له خورا بوختیا سره سره بیاهم په افغانستان کې خپله لاسوهنه او د څارګرو غړو کارول په دوامداره پرمخ بیایې.
تر نورو ټولو لوریو ډېر زیات ککړ او غیرانساني لوبه په افغانستان کې پاکستان او هند روانه کړې ده. پاکستان داسې دوه مخې اداګانې کوي چې د اوسني دوه سري حکومت پرې پوهېدل او یا د اړونده خطرناکې لوبې په اړه د دواړو ټیمونو د غړو ترمنځ یوه خولوالي ډېر لرې بريښي. تردې بده دا ده چې د ملي وحدت د حکومت د دواړو غاړو په منځ کې داسې کسان شته چې د آی ایس آی او را څارګرو ادارو په ښو لوړو پوسټونو باندې ګومارلي دي.
دا میرات او د بشري کړنو سنت له کرزي صاحب څخه را په دې خوا ښه زورور روان دی. په هغه وخت کې هم په ارګ او د چارو په اداره کې پرویز مشرف د بریطانیې ګارډین ورځپاڼې ته د خپلو څارګرو غړو له شتون څخه پرده اوچته کړې وه او دې ورته هند هم په شته لوبه ځان ددې مستحق باله چې د افغانستان په خاوره د پاکستاني استخباراتي لوبې په وړاندې ودریدلو ته یې په افغان – هند اړیکو کې ښه لومړیتوب ورکاوه. د کرزي یوې خواته خرم صاحب او بلې خواته سپنتا صاحب ځای نیولی وو. د حیرانتیا خبره داوه چې کرزي صاحب په خپل بې ساري مهارت او مداریتوب سره امریکا او ایران دواړه په یوه وخت کې خوشحاله ساتل. داودزي صاحب به ورته هم د ایران د یورو کڅوړې او هم د سي آی اې د ډالرو بستې بې شمېره او بې سنده ترلاسه کولې، چې پدې سره په عملي ډول له افغانستان څخه هغه د متل په ژبه شهر نا پرسان جوړ کړي وو.
داسې یوه توره ورځ په ټول هېواد باندې روانه وه چې آن د کرزي صاحب په خوا کې شته څارګرو او پردیو ته هم دا نه وه جوته چې دا توره ورځ به کله په افغانستان باندې پای ته رسيږي.
د ښاغلي اشرف غنی په خواکې د پاکستاني او هندي جاوسوسانو په خواکې چې دلته نیابتي جګړه پرمخ بیایې، د مصر او سعودي عربستان څارګر هم د یادولو وړ دي، چې یو لوري یې د اسلام او توحید تر شعار لاندې او بل لوري یې د علمیت او تمدن تر نامه لاندې د خپلو بادارانو پلانونه عملي کوي. توره بده ورځ ده. هرلوري ته د افغان ولس د کړېدلو او ربړیدلو پای لا ندي جوت. ښکېل اړخونه لاهم یو او بل ته غاښوونه تېروي. د اشرف غني په خواکې ډېری د اسې ځوانان راټول شوي دي چې د پاکستان هېواد ّڅخه را ستانه شوي دي. هلته یې درسونه ویلي دي او ځېنې پکې د هماغه هېواد دخلکو په لهجه خبرې کوي. له رسمي وخت څخه وروسته بیا له داسې پاکستاني او هندي کسانو سره ناستې او لاړې لري چې دغه شان لیده کاته هېواد په ګټه ندي. ددغه چارواکو بانکي حسابونو ته نامعلومي پیسې استول کیږي، د دوبۍ سفرونه کوي، هند ته د یوې او بلې بهانې په مخکې کولو سره سفرونه کوي، د مستعارو نومونو په کارولو سره د ټولنیزو ویب پاڼو څخه نا څرګنده ګټه پورته کوي او ځنې داسې څه چه د انساني تاریخ په تجربو کې د هیڅ هېواد لپاره ګټور نه دي ثابت شوي.
په ځېنو کړیو خو دا شان دنده دومره ځواکمنه ده هر لوري زیار باسي چې په ټوله سپین سترګۍ لوبه او شته کشمکش د خپل بادار په ګټه باندې پای ته ورسوي.
که د ګرانو لوستونکو په یاد وي، ښاغلي اشرف غني د واک په لومړیو ورځو کې داسې فریادونه کول چې په ارګ کې مې له چاپلوسانو وژغورئ... اوس زما په آند ددې وخت را رسېدلی دی چې ددې چيغه ولس ته په ډاګه وکړي چې د الله تعالی په لحاظ او ولسه! له څارګرو او پردیو جاوسوسانو مې په ارګ کې وژغورئ.
له دغه شان تورې ورځې هغه وخت خلاصېدلای شو چې افغان ولس ټول په یوه خوله د خپلو ګټو د ساتنې لاره خپلې مټې راونغاړي او ددې بهير په سرکې ولسمشر اشرف غني او په ده پسې سمدلاسه عبدالله عبدالله هم روان وي. ولسمشر او اجرایوي رئیس دي سمدلاسه هغه کسان له مهمو دندو او خپل ځان څخه ګوښه کړي او د افغانستان په وړاندې دې له خپلې لوړې او ژمنې سره سم ښه سپېڅلی چلند وکړي.
که چېرې ولسمشر او اجرایوي رئیس له دغه شان مېړنۍ کړنې څخه په شا شول نو ولس دې هېڅکله پرې کوم ری نه وي او دغې چارې ته دې په خپله د الله تعالی په توکل او تکې سره لاس واچوي او د خپل مېړني منزل په لور دې ښه کلک او متین ګامونه اوچت کړي.
مونږ د افغان غیرتي ولس په څېر به تر هغه پورې بریالي او سرلوړي وو چې په خپلو مټو کار وکړو او په خپل یون کې په لوی الله تعالی باندې توکل او تکیه ولرو.