د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان – ترک زمونږ د بچیانو دین، تربیه، غروراو اقتصاد نړوي!

عبدالله آشنا 23.11.2014 14:24

د طالبانو د رژیم د ورستیو کلونو راهیسې د افغان- ترک مکتبونه په افغانستان کې شتون لري او د طالبانو د ژریم له منځه تلو وروسته د حامد کرزی د ټولو حکومتونو په دورو کې یې ښه وده وکړه. ما د افغان - ترک د مکاتبو له مشر فتح الله قره کوچ سره د طالبانو په دوهم ورستي کال کې وکتل او دا لیدنه ددې له امله رامنځته شوې وه چې د همدې ادارې د ترکانو ځینې کتابونه زما لاس ته راغلي وو او له قره کوچ څخه مې ددې سپیناوی غوښت چې دا کوم نظریات چې پدې کتابونو کې تاسې د افغان- ترک د عمومی مشر فتح الله ګولن او د هغه د نورو فکري ملګرو لیکنې پکې راټولې کړې دي له اسلامي اصولو سره په واضح او ښکاره ټکر کې دي؟ فتح الله قره کوچ را ته وویل چې: سمه ده، ممکن ځینې غلطي او تیروتنې پکې وي، خو مونږ د طالبانو او نورو اسلامي افکار سره ښایې زیات توپیر ونلرو...
ما په ډاګه ورته وویل چې د طالبانو مشر ملامحمد عمر خو کوم پیغمبر ندی چې تاسې له هغه سره د عقیدوي او نورو اسلامي اصولو د نه توپیر مسئله دځان او دغه شان لیکل شویو افکارو او عقایدو په برائت او خلاصون یا سموالي کې کاروي. دابحث لږ اوږد شو او له هماغه وخت څخه مې د افغان- ترک پروژې ته سترګې نورې هم ځیر شوې.
که په ريښتیا او الهي حقیقت سره سترګې خلاصې او همدا حقیقت او ريښتیا بیا راواخلو او خپلو هیوادوالو ته یې وایو نو باید ووایو چې زمونږ په ګران هیواد او ددې هیواد په هرڅه باندې له هرلوري داسې هراړخیزې جګړې روانې دي چې یو الله تعالی یې د مخنیوي توان او ځواک لري خو بیا هم د بنده ګې زړه قرار نه اخلي او کوم شي چې ددې هیواد د ژوند د هرې برخې سره په ټکر کې وي باید خپلو هیوادوالو ته یې په ډاګه ووایو تر څو مو خپله ایماني او ملي وجیبه ترسره کړې وي.
زه نه غواړم په کفري او غیر اسلامي هیوادونو او ادارو خبرې وکړم ځکه هغوې زمونږ له لومړی سره دښمنان او غلیمان دي او هیڅکله باید مونږ دومره ساده او کم عقله هم نشو چې له هغوی د ښو او ورورولۍ تمه ولرو. الله تعالی دهغوی په اړه په واضحو الفاظو کې دا ویلي دي: ژباړه ( هیچکله به یهود او نصاری ستا څخه راضي او خوښ نشي، ترهغو چې ته د هغوې د ملت یعنې دین متابعت ونکړې).
زما ګیله او مانه له هغو تش په نامه اسلامي هیوادونو شي چې د اسلام په نامه زما کور ورانوي او خپل کورته ترینه د ودانۍ توکي ځغلوي. غواړم پدې اړه دځینو هیوادونو نومونه واخلم:
• سعودي عربستان چې اسلامي لوړ مقدسات پکې دي او دنبي کریم صلی الله علیه وسلم ټاټوبی هم دې، له کلونو کلونو راهیسې یې زمونږ په هیواد کې د خپلو ګټو او پردیو ته د استخباراتي لا ښه چوپړ ترسره کولو په موخه په سلګونه کسان لري چې دوی د افغانستان دګټو او ملي غوښتنو په اساس نه بلکې د سعودي عربستان د ګټو حامیان او ساتونکي دي.
• پاکستان هم د سعودي عربستان په شان باندې د خپلو ګټو د ساتنې لپاره د په افغان ولس کې خپل ایجنټان او غلامان روزلي دي او دوی هم د افغان ملي ګټو پر ځای پاکستاني ګتو ته ترجیح ورکوي او په ښه اخلاص د هغو ساتنه کوي.
• د مصر عربي جمهوریت خو لا له پخوا ددې استخباراتي جګړې لپاره چمتوالی درلود او په افغانستان کې یې یوازې د ځان په ګټه او یا له نورورسره په ګډه تور مخي غلامان او ایجنټان روزلي دي. دې هیواد د امریکا د متحده ایالاتو او آن اسرائیلو لپاره هم په خپله خاوره یاد شوي ناولي مزدوران روزلي دي، چې دوی ټول د افغانستان ګټو او ملی حاکمیت ته نه بلکې یادو شویو اړخونو ته ژمن او وفادار پاتې شوي دي.
• د سوډان هیواد د خپلې بیوزلۍ او ناچارۍ سره سره بیاهم په افغانستان کې داسې کسان روزلي دي چې د افغانستان د ملي ګټوپه پرتله دیاد شوي هیواد ګتو او سیاسي یا استخباراتي لوبو مست او خوښ ښکاري. ددې غم لړلیو غلامانو د کار او کرغیړنې دندې اغیزې تل په تاریخي ډول د ټول هیواد په راتلونکي باندې بده اغیزه کوي.
• مالیزیا هغه هیواد دی چې د مرستو سره سره یې بیا هم ددغې تورې لومې لپاره افغانان کارولي او خپلې موخې ته یې د هغوی څخه کار اخیستی دی او لاهم په ډیر اقتصادي چارو کې ښه ګړندي ښکاري.
• ترکیې هم د هغه څه په موخه چې دخپل هیواد لپاره یې اړین ګڼې په افغان ولس کې داسې ډول ډول کسان روزلي دي چې د یوازې د سیکولارۍ په فکر نه بلکې د تصوف او دیني چتر لاندې یې هم خپل کسان روزلي او بیا یې د افغان ولس پاک جسد ته زرق کړي دي.
ددې لړۍ ترټولو خطرناکه او بده هر اړخیزه چاره د افغان- ترک د مکاتبو او کورسونو تعلیمي اداره پرمخ بیایې چې په امریکا کې د میشت یوه مرموز شخصیت فتح الله ګولن له خوا رهبري کیږي. دغه لړۍ په افغانستان کې د افغان زلمیانو که هغه نارینه دي او که ښځینه داسې له یوې مخې دین، تربیه، افغاني غرور او اقتصاد وژني چې کلون کلونه وروسته به افغانان پدې پوه شي چې دوی ورسره له کوم چال چلند څخه کار اخیستی دی.
د افغان- ترک د مکاتبو اداره د ټول هیواد په کچه دغه لاندې کړنې ترسره کوي:
داسلامي اساساتو او ایماني کړنو په اړه:
• په ټولو مکاتبو او روزنځاینو کې د اسلام د سپېڅلي دین داسې عملي او معنوي تعبیر کوي چې د دوی له موخو سره په ټکر کې نه بلکې ددوې د پټو موخو خدمت وکړي اوپه اوږده مهال کې د افغانې ولس دغه بچیان په خپله ګټه وکاروي.
• داسې تش په نامه اسلامي او مذهبي سیستم کاروي چې ډیر زیات زده کوونکي له فراغت او د دوی له روزنځایونو له وتلو او خلاصیدلو څخه سخت بی دینه او بی اسلام شي. ددې سخت او یوازې شکلي کنترول پایله سخته منفي او د اسلام په ضد کاریږي.
• د علمي اسلام شرحې او تفصیل ته لاره نه ورکوي او زده کوونکي اړ دي چې یوازې هغه څه په اسلام کې ولولي او یا یې په اړه شرح پیدا کړي چې د جماعت یعنی فتح الله ګولن سیاسي ترکي ګوند سره سم وي.
• د اسلامي او ایماني اعمالو وینا په ظاهري شکل زده کوونکو ته کیږي خو برعکس پخپله ترکان بیا د اسلامي اعمالو او ایماني کړنو نه مبراء دي او هیڅ زده کوونکی ددې وخت او مجال نلري چې د ترکانو د اعمالو او کړنو په اړه څه ووایې.
• کوم افغان ښوونکي چې د اسلامي عقیدې او دترکانو د اعمالو په اړه چې په حقیقي اسلامي اساساتو ولاړ وي څه ووایي سمدلاسه ادارې ته غوښتل کیږي او اخطار ورکول کیږی که بیا هم سم نشو نو په یوه شکل یا یوه توطیه کې د مکتب له ادارې ایستل کیږي...
دتربیې داساساتو او افغاني ټولنیز ژوند اړه:
• زده کوونکي له لومړي سره پداسې ډول نیول کیږي چې په هیڅ شکل خپله خپلواکي او خودمختاري ونلري او تل هغه څه وکړي او ووایې چې ترکان یې ورته وایې او یا د ترکانو په آند سم وبلل شي. له افغان زده کوونکو سره ترکی چال چلند د هغوی داجتماعي حالت په لوړتیا یا ټیټوالي باندې تر زیاتې کچې پورې ولاړ دی. هغه چا ته زیات اهمیت ورکول کیږی چې یو څه زیات غوړ او شتمن وي که څوک داسې نه وي نوبیا ورسره دمور اومیرې چلند کیږي او د شکایت حق او صلاحیت هم نلري.
• دافغان- ترک اداره په خپلو ټولو مکاتبو کې او په ځانګرې توګه په ښځینه مکاتبو کې ډیر زیات زیار وباسي ترڅو خپل زده کوونکي له کورنۍ او د کورنۍ له غړو لرې وساتي او پدې توګه په هغوی باندې د کورنۍ مراقبت او څار له منځه یوسې چې پدې شکل باندې ورو ورو د هغوی بې لارې کولو ته لاره هواریږی.
• د افغان- ترک په ټولو مکاتبو کې د ادارې له خوا جاسوسان او څارګر ګومارل کیږي چې د مکتب د هرشي په اړه اداره تل او په دوامداره توګه باخبره وساتي. دغه عمل حتی په افغانو استادانو او آن په افغانو کارګرانو پورې هم غځیدلی ساتل کیږي.
• له کالیو نیولې بیا ترهرې ټولنیزې ناستې ولاړې پورې ټول باید په ترکې ډول ترسره شي. هیڅ لباس او کالی باید افغانی دود او دستور ته ور ورته پاته نشي. مګر ددې لومې د پټو ساتلو لپاره د فراغت په ناستو کې بیا د افغانی او پښتنو دود کالیو په اغوستلو سره پټ ساتل کیږي.
• لنډه دا چې دا ټول هرڅه ددې په خاطر دي چې افغان ځوانان که نارینه دي که ښځینه چې هم له اسلام او هم له خپلې ټولینزې تربییې خلاص کړی او پدې ډول سره به افغانان بیا مجور وي چه د هر چا کلچر او کلتور او دود په ښه سترګه وګوري او حقیقي انساني تدبیر او توپیر ورسره ورک کړي.
دملي او تاریخي غرور او سرلوړیو په اړه:
• د افغانستان ملي احساساتو او لاسته راوړنو ته په سپکه سترګه کتل کیږي او تل پرې ترکي احساسات او ملي او تاریخي لاسته راوړنې لوړې بلل کیږي او پدې شکل سره د افغان زده کوونکو توجه، غرور او غیرت لاندې او وژل کیږی او له هغې وروسته پخپله افغان زده کوونکي د ترکي برلاسي منلو ته چمتو کیږي.
• افغان زده کوونکو ته ددې اجازه نه ورکول کیږي چې خپلې ملي جامې واغوندي بلکې دې ته اړ ایستل کیږي چې له خپل ملي لباس نه تېر او ترکې لباس او دود خپل کړي، چې پدې ډول سره د هغوی د انحراف او ابتزال لپاره لاره هواره شي.
• په استمراري ډول د په افغاني دود او دستور پورې خندا کیږي او هغه ټول د بشریت د تمدن او پرمختګ سره په تضاد کې بلل کیږي او زده کوونکي داسې روزل کیږي چې هر څه د ترکي دود او دستور پرمختللي او ښکلي دي او دوی هم باید په ترکي دود او دستور ځانونه برابر کړي.
• هغو زده کوونکو ته که نارینه وي او ښځینه وي زیات اهمیت او ارزښت ورکول کیږي چې ډیر زیات ددې په فکر کې وي چې د نوې او عصري زمانې له غوښتنو سره سم کالي واغوندي، دخلکو په شان یې ناز او ادا ګانې ترسره کړي او ځان په یو ډول او بل ډول له افغاني دود او کلتور څخه خلاص او لوڅ کړي.
د اقتصاد او مالي توان په اړه:
• په افغان- ترک مکاتبو کې هغه چا ته د درس ویلو وخت او مناسب فرصت ورکول کیږي چې اقتصاد او مالي توان یې غښتلی وي. د افغان- ترک مکاتب او روزنځایونه د هغه چا لپاره د درس اولوست ویلو مناسب ځایونه ندي چې ښه اقتصاد او ټینګ مالي توان ونلري. هغو کسانو ته چې نیستمن او ناداره وي دلته د انسانانو په سترګه هم نه کتل کیږي. بلکې تل به د توپیر او مشکلاتو سره لاس او ګریوان وي.
• له لومړي سره هغه چا په آزموینو او روزنځایونو کې د درس او لوست ویلو فرصت ورکول کیږي چې مالي توان یې غښتلی وي. په هر ځل امتحان او چاڼ کې هر زده کوونکی دې ته اړ دی چې څه نا څه فیس او نغدې پیسې ورکړي ترڅو بلې مرحلې ته د لیږد فرصت په بدل کې ورکړل شي.
• د فیسونو او نغدي لګښتونو کچې له ۸۰ افغانیو نیولې بیا تر ۱۵۰۰۰۰ افغانیو پورې غځیږي. که چېرې تاسې نوم لیکنې ته هم ورځئ نوباید فیس ورکړئ ترهغه چې تاسې فارغ شئ یعنې په هر قدم او پل کې ستاسې څخه پیسې اخیستل کیږي.
• کله چې تاسې د افغان- ترک له مکاتبو فارغ شئ، له هغې وروسته هم باید تاسې له افغان- ترک مکاتب سره اړیکه ولرئ او له هغوی سره مالي مرستې وکړئ او یا کار ورسره وکړئ ترڅو دهغوی لپاره مفید او مؤثر تمام شئ.
• لنډه داچې تر مرګ پورې باید تاسې د افغان- ترک تر باج لاندې وي او تل له هغوی سره اړیکه ولرئ او هغوی ته یو څه ورکړئ.
• د افغان- ترک مکاتبو ته په آزموینه کې له زده کوونکو داسې پوښتنې کوي چې په ډاګه باندې ددې ښکارندویې کوي چې دوې له لوست او سواد نه پرته نورې موخې هم لري او هغو ته د درس او لوست او سواد دشعار لاندې رسیدل غواړي. سخت زیات په زړه پورې ټکی یې بیا دا دی چې هغه هم ټول په خپله د افغانانو په اقتصاد او مالي توان باندې پوره کیږي او په پای کې د افغانانو په ضرر او زیان پای ته رسیږي.
د پورنیو ټکو څخه پرته نور مستند مدارک هم شته چې باید له ولس سریک شي تر څو هغوی پدې وپوهیږی چې بچیان یې له افغان-ترک سره د مکې تر شعار لاندې ترکستان ته روان شوي دي.
زما ډیره زیاته ګیله هغه وخت وشوه چې د تعلیم او تربیې وزارت محترم وزیر فاروق خان وردګ هم د ترکانو دغه شان تور او کرغیړن پلان او عملي کیدل د افغانانو لپاره په ګټه وباله او آن پدې یې د ویاړ ځای باله چې دوې افغان د ترکانو په شان کوي او پرمخ یې بیایې.
د خدای جل جلاله په خاطر ګرانو هیوادوالو ددې مسئلې لپاره باید د حل لاره وګورو او زه دغه لاندې ټکي د حل د لارې په توګه وړاندې کوم:
1- د تعلیم اوتربیې وزارت دې مهربانۍ ورکړي کله چې کوم لوری، هیواد او کومه اداره غواړي په افغانستان کې وړکتون، روزنیزمرکز، مکتب او یا مدرسه په خصوصي سکتور کې جوړه کړي نوباید دهغوی لپاره یوه ښه هراړخیزه مقرره اومنظم لوایح ولري ترڅو د خپل سریو او مختلفو شومو موخو پکې تر زیاتې کچې ډپ شي.
2- د مهاویش سره سم په استمراري ډول باید د تعلیم او تربیې وزارت ځانګړي نظارت کوونکي ټیمونه باید د ټولو خصوصي یادو شویو مراکزو څخه لیدنه ترسره او خپل راپور باید خپلې اداره اود وزارت مقام ته وسپاري.
3- د یادو شویو مراکزو لپاره باید یو ډیر شفاف او علمي مالي سیستم وجود ولري چې هر څه پکې له ورایه څرګند وي او د هر کال مالي بیلانس یې باید د رسنیو له لارې خپورشي.
4- د علمي سویې د ارزونی لپاره هم باید مسلکي او کارنده ګروپونه وجود ولري او هغوی هم باید خاص طرزالعملونه ولري چې وتوانیږی د یادو شویو مراکزو بڼه له علميتوب څخه یوازی سوداګریزتوب ته وانه وړي.
5- هر کال باید په د ټولو خصوصوي یادو شویو مراکزو ترمنځ پرمختلی او مخکښ اعلان شي او له نور هم وغوښتل شي چې خپل علمي چاپیریال غښتلی او خپلو زده کوونکو ته سهولتونه لازیات کړي.
6- د مضامینو د اختیار په اړه هم باید دتعلیم او تربیې وزارت خلاص مټ ولري او هیڅکله خپل دغه مهم او ارزښتناک صلاحیت په هیڅ ډول بیه بل لوري ته ورنکړي.
7- ټولې پورتنۍ کړنې باید په خپله د ولس له لوري وڅارل شي او د هرډول نا کردو په اړه باید خپل اوآز اوچت کړي او هرهغه لوری چې پړ وي باید د عدلي او قضایی تعقیب تر پولې بوتلل شي.