د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په اسلامي بانکدارۍ سوداکري روانه ده

عبدالله آشنا 18.05.2015 12:04

له ۲۰۰۹ زیږدیز کال را پدې خوا په ګران هېواد افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ عملي پيل وشو. له همدې وخته د اسلامي بانکدارۍ جواز لیکونه خصوصي او دولتي بانکونو ته د افغانستان بانک له خوا ورکړل شول. د ځینو دولتي او خصوصي دودیزو بانکونو تر چتر لاندې د اسلامي بانکدارۍ څانګې را منځته شوې او له دودیزې بانکدارۍ سره یې په خوا په کار پیل وکړ، ښې لاسته راوړنې یې درلودې، د ګران او مېړنی ولس متدین بچیان او لوڼې ورته په ګډه را مات شول، له ډېرو افغانانو سره دا مینه وه چې تردې ښه خبره چېرته ده چې هم مې پیسې خوندي وي او هم د الله تعالی د مبارک دین له سپېڅلي شریعت سره سم را ته حلاله ګټه هم راکړل شي.
دا ټول په داسې توګه پیل شول چې ګران افغانستان لا د اسلامي بانکدارۍ قانون نه درلود، د اړونده موضوعاتو، بانکي راکړو ورکړو په اړه یک کومه مقرره نلرله، آن کوم متحد المال مکتوب هم د افغانستان بانک هغو ادارو ته نه وه استولی چې د اسلامي بانکدارۍ جوازلیک یې ورکړي او ددې خواکې ډېری بانکونو په اسلامي بانکي معاملاتو او راکړو ورکړو کې د بحرین په هېواد کې چمتو شویو شرعي معیارونو څخه هم کار نه اخیست.
یوازې د یوه شرعي سلاکار او یا د هغه تر خوا د شرعي کمېټې په فتوا او فقهي نظر به ټول بانکي معاملات ترسره کیدل او لا هم په همدې توګه ترسره کیږي.
دغې تورې دورې دا لاندې لاملونه درلودل:
• د افغانستان حکومت او اړونده تخصصي او مسلکي اداراتو په افغانستان کې د اسلامي بانکدارۍ عملي کولو او پیاده کولو ته د حقیقي ارادې او کلک عزم نشتون.
• د افغانستان بانک کې د اسلامي بانکدارۍ په څانګه کې د تکړه، متخصصو او په هېواد مینو کسانو کموالی.
• د نړیوال بانک او دپیسو د نړیوال وجهی صندوق له یادې موضوع سره دلیوالتیا نشتوالی او برعکس د اسلامي بانکدارۍ د مخې ډپ کولو هڅې.
• د اسلامي بانکدارۍ قانون او اړوند مقراراتو نشتون.
• په ټول هېواد کې د اسلامي بانکدارۍ د تخصصي او مسلکي کدرونو خورا کموالی.
• د شرعي سلاکارانو او شرعي کمېټو د غړیو د تخصصی او مسلکي تجربو او له بانکي راکړو ورکړو سره نه بلدتیا.
• د فقهي نظریاتو د اختلاف په اساس باندې په هېواد کې د شته اسلامي بانکي څانګو د یوې او بلې ترمنځ خورا لوی توپیرونه.
• د اسلامي بانکدارۍ د محصولاتو او چوپړونو ترمنځ توپیرونه.
• د عام ولس له اسلامي بانکدارۍ سره لږه بلدتیا.
• له اړتیا سره سم د اسلامي بانکدارۍ د کمپیوټري سیستمونو نه شتون.
• د مالي تمویل په وخت کې د پېرودونکو ترمنځ د اخلاص او صداقت خورا کموالی.
او داسې نور...
له هماغه لومړي سر په اسلامي بانکدارۍ باندې د افغانستان بانک، دولتي او خصوصي بانکونو، بهرنیو او کورنیو انجوګانو ښه په خلاص مټ سوداګري وکړه. د اسلامي بانکدارۍ تر پاک نامه لاندې داسې څه ترسره شول چې خدای ګواه دی چې په دوديزه بانکداري که به هم نه وي ترسره شوي، هلته که هرڅه ترسره کیږي نو د اسلام او شریعت ترنامه لاندې خو نه ترسره کیږي او دلته خو هرشي د الله تعالی په مبارک دین او د هغه په رالیږلي سپېڅلي شریعت پورې تړل کیږي. د اسلام بازري کول او په بازاري ډول ترینه کار اخيستل هغه څه دي چې پدې برخه ورته لاس اوږدیږي.
ما ته ډیر زیات د تعجب وړ خبره داده چې اوس د افغانستان په کچه ډېرو زیاتو کسانو د خپل نوم سره د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې د پروفیسرۍ، دوکتوراه او PhD کلمې ورزیاتې کړې دي او له تورو درواغو او نفاق څخه وروسته بیا پدغه چاره کې ځانونه متخصص بولي او هرڅه له خپلې خوښې او غوښتنې سره سم کوي.
اوس تاسې فکر او سوچ وکړئ چې کله د دې ولس دغه کسان او متخصصین د اسلامي بانکدارۍ تر زیاتې کچې پورې مشران شي نو بیا د ښه والي تمه ترینه څومره د عاقل انسان کار دی؟
په د افغانستان بانک کې ډېر داسې کسان په دندو ګومارل شوي دي چې یوازې ددې فکر ورسره دی چې څرنګه پیسې را ټولې کړي، یو څوک په کوم شکل تېر باسي او په هره پلې کېدونکې پروژه کې څرنګه دځان لپاره برخه خپله کړي.
په ګران هېواد افغانستان کې د ژوند د نورو برخو په شان په مالي او بانکي برخه کې هم داسې څه روان دي چې په هېڅ ډول د راتلونکي په اړه له ځانه سره ښه او په زړه پورې زېری نلري. په هرڅه کې د اداري فساد تورې منګولې له ورايه جوتې دي. په اوسنیو ورځو کې تاسو د بهرنیو اسعارو په وړاندې د بیو را لوېدو لږ ځير شئ چې ترکومې کچې یې زمونږ او اقتصاد ټکنی کړی دی؟
همدا پروفیسران او تش په نامه متخصصین ورته برند برند ګوري او د هېواد اقتصاد د مرګ لویې لویې سلګۍ وهي، خو دوی د بې رحمه قصابانو په شان بس د هېواد د اقتصاد لوټولو ته د دوو پښو په سر ناست دي.
اوس غواړم په اسلامي بانکدارۍ پورې اړونده یوه لویه د اختلاس او غلا دوسیه درسره شریکه کړم:
څه موده وړاندې د حرکت په نامه یوې غیردولتي موسسې د اسلامي بانکدارۍ په اړه ځينې پلانونه لرل، هغه هم ددې په موخه چې له انګلسان څخه تر لاسه کړیو پیسو لپاره کوم لاره او ګودر پیدا کړي او ځان په یو شکل ترینه خلاص کړي او د نورو په خواکې خپله خوله هم پکې خوږه کړي.
دا موضوع یې د افغانستان له مشرتابه سره شریکه کړه او هلته هم ورته همدې ډول کسانو خپله سینه ووهله چې بس راځئ مزې پرې شریکې کړو. په لومړي سر کې یاده پروژه باید داسې عملي شوې وای چې د افغانستان لپاره د اسلامي بانکدارۍ د قانون او نور اړونده مقرراتو او محصولاتو باندې علمي بحثونه شوي وای او له هغه وروسته ټولو ته غوره اسناد او مدارک بیا د افغانستان د اسلامي بانکدارۍ په عملي کولو کې تر ټولو قانوني مراحلو تېرولو وروسته کارېدلي واي.
دغه پروژه افغان هولډینګ کمپنۍ ته ورکړل شوه او هغوی هم ورته د ځان په شان نور سړي خواره وموندل او خپله مرداره یې د مالیزیا هېواد د یوې کمپنۍ سره چې اماني نومیږي شریکه کړه.
مالیزیایې اماني کمپنې د یوه کس په مشرۍ چې محمد داود بکر نومیږي او په خپل منتر او تش مداریتوب کې ښه غښتلی دی په لومړي سرکې دغه پروژه پیل کړه او په کابل سټار هوتل کې یې د افغانستان شرعي کمېټې په ګډون خصوصي بانکونو ته هم بلنه ورکړه. یاده غونډه د ښاغلی خان افضل هډوال صاحب په وینا پیل شوه، او په اړونده موضوعاتو سرسري بحث پيل شو چې د پردې تر شا سړي خورو ولیده چې موضوع ددوي له واکه ووځی نو سمدلاسه یې بیا د پروژې عملي کولو شکل بدل کړ او له هغه وروسته یې ورته د اسلامي بانکدارۍ د روزنیزو دورو په شکل مټې را ونغښتې چې همدا اوس د روانې لمزیزې میاشتې له ۱۳ څخه به تر ۲۷ پورې دوام ولري.
یاده روزنه له مسلکي او تخصصي پلوه پداسې حالت کې ده چې نه یوازې دا چې په افغانستان کې به اسلامي بانکدارۍ علمي پوهه زیاته نه کړي، بلکې شته پوهې ته به هم د غلطيو او دوکو کولو او په هغو د مهارت ګواښ را منځته کړي. ټول ګډون کوونکي حیران وي چې کله ورته داسې ویل کیږي چې کوم شي ته تاسې د حرامو په سترګه کتل هغه حلال دي او یوازې اسناد او مدارک باید په شکلي ډول مکمل وي او بس؟؟؟
په لنډه ویلای شوچې د دوکې او ناروا حاصل او پایله هېڅکله د الله تعالی او حضرت محمدصلی الله علیه وسلم له سنتو او اخلاقو سره برابره او یو شان نه را ووځي. تل زیان او بربادي رامنځته کوي او داسې ناخوالې زیږوي چې دټولنې نور غړي یې بیا په پاکولو او له منځه وړلو ښه ستړي شي.
بس ټوله پایله به یې په آخر افغان بېوزله او مسلمان ولس ته داوي چې یو عشاریه دوه میلیونه امریکایی ډالر به د افغانستان بانک – حرکت او افغان هولډینګ کمپنۍ ترمنځ وویشل شي او دغه د مردارې بې حیا او بې شرمه سپي به پرې چاغ شي.
زما هيله له ولسمشر ښاغلي اشرف غني څخه چې تل د فساد او بې قانونۍ په وړاندې شعارونه ورکوي، داده چې سمدلاسه دغه پروژه د یوه بېطرفه مسلکي او افغانې ډلې له خوا وڅېړل شي، که یاده پروژه د افغان ولس له ګټې او لاسته راوړنې بهر وي، ودرول شي او پکې ښکیلو ټولو اړخونو ته داسې سزا ورکړل شي چې د نورو لپاره عبرت شي.
تر څو بیا بل څوک زمونږ په دین، ملي ګټو او اقتصاد باندې د ملنډو وهلو ته زړه ښه نکړي او داسې سوچ یې له سره ورک شي چې ګوندې افغان دومره ساده او بې فکره دي چې د نړي هر کس کولای شي د نومونو او سرلیکونو په کارولو سره د دوی شتمني او راتلونکی له یوې مخې لوټ کړي.
یارب
یارب
یارب
اللهم احفظنا بحفظک الجمیل...