د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بې شرفه پاکستاني شیطان اعتراف وکړ

عبدالله آشنا 14.02.2015 13:03

په ګران او جنګ ځپلي هیواد افغانستان کې له اویایمې لسیزې راهیسې پاکستاني حکومتونو په پرلپسې ډول ډېر زیار ایستلی چې په افغانستان کې ناقراري او جنګ جګړو ته د ډول ډول سرلیکونو ترسیوري لاندې لمنه ووهي او د تل لپاره د افغانستان په ځمکه باندې اور ددې هیواد بچیانو په ککریو او مالونو ښه ګرم وساتي. پاکستانیانو دغه ټول شیطاني اعمال او کړنې باید د افغان بچیانو، سیاسي اړخونو او آن حکومتونو په کارولو سره ترسره کړې وای، چې په دې یون او موخې د تګ په لاره کې ورته د افغانستان په ځمکه د پخواني شوري اتحاد د ځواکونو را ختلو ښه زمینه برابره کړه.
افغانان د شوروي د سره تاړاک او نادودو څخه مهاجر شول، پردي هیواد ولاړل، هلته ورته مخکې له مخکې چمتو شوی شیطاني پلان تیار وو او یو په بل پسې په یاد پلان کې د غربي او پاکستاني تړون او ګټو سره سم ورلیکه شول. دا شان کاریدل یوازې په پاکستان پورې منحصر او لنډ نه وو بلکې افغانان په ایران او نورو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې هم ښه کلک وکارول شول. د افغانانو موخه او هدف دا وو چې سرو لښکرو ته ماته وکړي او خپل دین اوهیواد ترېنه وساتي، مګر پدې هیچا هم فکر نه وو کړې چې له سرو لښکرو ماتولو وروسته به کوم ګامونه د پورته کولو وي. افغانان یاد فکر کولو ته په لوی لاس هم نه پریښودل کېدل او هر هغه چا به چې ددغه فکر او نظریې د مطرح کولو هڅه کوله، په یوه او بل نامه به په ډېر مرموز ډول ووژل شو او یا به په ژوندانه ترینه داسې کس جوړ کړل شو چې هیڅکله بیا ددې جوګه نشي چې د هېواد له شورویانو له خلاصېدو وروسته موضوع ته د افغان ولس پام ورواړوي.
ددغه فضا په ستالو کې ډیری جهادي او اسلامي تنظیمونو په پاکستان او ایران کې په پوهه او یا په ناپوهۍ ښه غوښنه برخه واخیستله او په پای کې چې کله د بدې پایلې سره مخامخ شول نو بیا ورته د بېرته ګرځېدو وخت او فرصت نه وو پاته شوی. ياده سلسله د مجاهدینو له نامه په طالبانو واوښتله او پروني مجاهدین د طالبانو په لاس ترډېره پورې داسې سپک او سپاند شول چې چا یې تصور او خیال قدرې هم نه وو کړی. د طالبانو اسلامي تحریک راپورته شو، په لومړي سر کې د خلاصون پریښتې او افغان ولس مخلص بچیان او دالله تعالی د قدرت او تانوانایې عملي بېلګه بلل کیدل او وروسته ورته د شلمې پېړۍ د اسلام شرموونکو نومونه ورکړل شول. ددې جریان سره په خوا کې بلل تر ډېره بریده پورې پټ ساتل شوی د القاعدې تر عنوان لاندې مختلف ځواکونه روزل کیدل چې د هیواد په کچه نه، د سیمې په کچه نه بلکې ترڅو په نړیواله کچه پلانونه پرې عملي شي، چې همداسې وشول.
د ۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپتمبر د میاشتې په ۱۱ نېټه د نیویارک په ښار کې د سوداګریزو برجونو په راغورځولو سره د خلیج په جګړه کې د پلار بوش اعلان شوي نوي نړیوال نظام خپله لویه عملي برخه پیل کړه او د نړۍ مخ ته یې بدلون ورکړ. نوي اړخونه رامنځته شول، سیاسي، استخباراتي، اقتصادي اوډول ډول نویې اصطلاحګانې په رسنیو او دیپلوماټیکو ژبو وکارول شوې او افغانستان پکې بیا هم د هماغه د په خوا په شان بیا هم د لوبې اومټو د آزموینې ځای او میدان پاته شو. بیا افغانان سره ووېشل شول، او د تېرو نومونو په ځای ورته نور نومونه او سرلیکونه وکړل شول او دجنګ او بربادۍ لمنه ښه پراخه شوه. دا ځل د افغان ولس یوازې لویان نه بلکې اوس پکې تنکي ځوانان، ماشومان، تورسرې او نجونې هم راګدې شوې ترڅو له یوې مخې افغان ولس تباه کړل شي. هر لوری ځان د هېواد او خلکو، د الله تعالی او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په پیروۍ، اخلاص او مېرانه کې له یوبل څخه کم نه بولي او له یو بل څخه مخکې د سرو وینو جام په سر راړوی.
پاکستاني تورو شیطانانو ته زمونږ ناپوهۍ او جهالت نورهم کار آسانه کړ، د امریکایانو کبر او سرزورۍ هم ورته زمینه برابره کړه او له دې سره بریطانویان خو له پخوا له پاکستانۍ مور سره ښې نرمې اړیکې لرلې. دغه ټول ددې لامل شول چې په افغانستان کې د څو اړحونو ترمنځ نیابتي جګړه ونښلي او د اوږدې مودې لپاره دوام ولري.
ريښتینې ګیله له پاکستانیانو او نورو پردیو نده، ګیله له هغو افغان مشرانو او سیاستوالو ده چې په لوبه خبروي او لوبه دوی پرمخ وړي مګر افغان ځورېدلی ولس تل په تیارو او پردو کې ساتي. کله چې په لوبه کې په ګونډو شي، یا یې ځای بل چاته او یا بل دور ته خلاص شي نو د دوی سره بیا د ولس غم را پورته شي او سختې زیاتې سپينې خبرې کول پیل کړی او هرڅه له یوې مخې له افغانانو سره شریکوي او ځان ورته له هرچا زیات خواخوږی او نږدې ورپېژني.
نور پدې زیاتو خبرو او بیلګو نه غواړم ستاسې وخت ونیسم، رابه شو ددې ته چې اوس دادی د پاکستان پخواني پوځي ولسمشر جنرال مشرف هم په ډاګه له بریطانوۍ ګارډین ورځپاڼې سره ویلې دي چې ده په افغانستان کې داسې څه کول چې د افغانستان په بربادۍ ولاړ وو. یاد کس د افغان ولسمشر اشرف غني سره د پاکستان په مرسته او ښو اړیکو ټینګار کړی. دا ټول په داسې حال کې دي چې پاکستان سره نږدې ټول هغه څه منل شوي دي چې تر اوسه ورسره نه وو منل شوي.
له هندي لوري سره اړیکې زیاتې نه دي تودې، افغان پوځیان د ملي ګټو په خلاف پاکستان ته د روزنې لپاره واستول شول، د هند څخه د درندو وسلو او چورلکو اخیستل وځنډول شول، د افغانستان په نوې کابینه کې داسې کسانو ته لومړیتوب ورکړل شو چې د پاکستان له سیاست او تګلارې سره واقعي مخالف ندي، د امریکایې ظاهري مخکښتوب بریطانیانو ته وروسپارل شو، له پاکستان سره په افغان پولو باندې د پاکستاني امنیتې او څارګرو پوستو د افغانستان لوري ته په رانږدې کولو خوله پټه ساتل کیږي، د افغانستان په خاوره باندې پاکستاني پوځیانو ته د عملیاتو غیر اعلان شوې اجازه ورکړل شوه، د ترهګرو اړوند استخباراتي معلومات له پاکستان سره شریکیږي، د پاکستاني استخباراتو د معلوماتو پر بنسټ په افغانستان کې نیونې ترسره شوې او یا داسې نور څه... مګر تر اوسه پورې هم په افغانستان کې همدا نیابتي جګړه ښه په درز کې روانه ده. هره ورځ افغان بې ګناه بچیان او لوڼې پکې سوځیږي، ټول نړیوال ورته ګوري او د ودرولو لپاره یې اقدام او لېچې نه را نغاړي، ځکه دا افغانان خپله دنده او چاره ده چې په دغه شان حالاتو کې د خپل ولس د ساتلو او ژغورلو لپاره راپورته شي او پریږدي چې نوریې افغانان د نیابتي جګړې په اولمبو کې لولپه شي.
دا په لومړي سر کې د افغان حکومت دنده ده چې د افغانانو ژوند، عزت او ځمکه وژغوري اوپه داسې لارو چارو لاس پورې کړي چې په پایله کې یادې موخې ته ورسیږو. له حکومت سره په خپله افغان ولس هم دې ته مجبور او پدې مکلف دې چې دخپل هېواد ښه او بد وپېژني او دخپل هېواد ساتلو او ژغورلو ته مټې را ونغاړي. دا دې له هیچا هم نه انګیري چې بل څوک دې دوی ته د دوی هېواد ورجوړ کړي او یایې دې راتلونکي ته سوکالۍ راوړي.
د یوه آزاد، متدین او پرمختلي ګران افغانستان په هیله