د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان بانک لاهم دفساد په ناولي خوب ویده دی

عبدالله آشنا 05.11.2014 00:47

له هغې وروسته چې ځوانیمرګ کابل د افغانستان د ناپوهه او نااهله بانکي چارواکو، نظارتې اوکاري اړونده ادارو د ناکردو او غیرمسؤولانه کړنو له امله له دې نامراده او فاني دنیا سترګې پټې کړې، نړیوالو مالي او بانکي متخصوصو ادارو هم له افغانستان سره سخت زړی چال چلند پیل کړ. د افغانستان د ډیری دولتي او خصوصي بانکونو حسابونه یې وروتړل او پدغه شان ګامونو پورته کولو سره یې ټول افغانستان د نړیوال بانکي چال چلند له دوران څخه په ایستو کړ. په افغانستان باندې د نړیوال بانک او دپیسو له دنړیوال وجهي صندوق له لوري داسې بندیزونه ولګیدل چې د افغانستان پراختیا یې په بانکي چاروکې خورا ټکنۍ کړه او په افغانستان له څوکلونو راهیسې بانکي دود او دستور یې بیا پداسې ډول زیانمن کړ چې کلونه کلونه به دې ته اړتیا وي چې افغانستان بیا ځان هغه تللي ځای ځایګې ته ور پورته کړي.
کله چې په افغانستان کې د کابل بانک پېښه وشوه، افغاني چارواکو په شکلي ډول څه منډې ترړې پیل کړې. د پخواني جمهور رییس حامد کرزي او لومړي مرستیال تش په نامه مارشال محمد قسیم فیهم وروڼو او دافغانستان د اوسني عصر دوو لویو داړه مارو نومونه د افغانستان بانک د ټولو رییس فطرت په ډ اګه کړل، د نورو کسانو نومونه هم واخیستل شول چې په هغوی کې د افغانستان بانک څخه نیولې بیا تر لویې څارنوالۍ، سترې محکمې او آن ترپارلمان پورې تړلي وو.
لنډه داچې د کابل د قضیې اړونده تورنو کسانو دوسیې د افغانستان د عدلي او قضایي ارګانو له لوري وڅیړل شوې او داسې ضد اونقیضې څرګندونې هم وشوې چې انسان به یې په اوریدلو سره هک پک شو. د ښاغلي محمود کرزی او حسین فیهم نومونه خو له سره په دوسیو کې ونه لیدل شول. څیړنه او پوښتنه او ګرویږنه خو لا په ځای پریږده. د کابل بانک د مړینې په ټس کې دافغان ولس ملي بودجه ښه په بې رحمۍ وخوړل شوه او هماغه درد او کسر پکې لا تراوسه هم روان دی.
په هغه وخت زمونږ ټولې هیلې له حکومت څخه، له ولسي جرګې او آن له نړیوال ادارو څخه هم په خړ سیند لاهو شوې، څارنوالۍ او محکمې هم داسې څه نه کړل چې د افغان ولس د زړګي درملنه دې پرې وشي. بیا چې کله د اوسني جمهور رییس داکټر محمد اشرف غني احمدزي دور راغی، ده هم پرې سمدلاسه وټوپ کړل، خو ترنن ورځې چې زه دا لیکنه کوم څه داسې شی خو په خدای که پکې لاسته شوي وي چې د سړي زړه دې پرې اوبه وڅښي.
زه غواړم هغه څه اوس افغان او غیرتي ولس ته ولیکم چې دا څو ورځې یې زما زړګی خوړلی دی...
دا څه دي؟ او ولې ډېرزیات راته اړین ښکاره شول چې له خپل ولس او ناځوانه او په فساد کې لاهو افغان چارواکو سره یې شریکول غواړم:
1- ځینې دولتي او خصوصي بانکونو اوس داسې ناکردو او نارواوو ته ملاتړلې ده چې که لږ مخکې وو او یا لږ وروسته نور بانکونه به هم د کابل په شان نه بلکې له هغه په بدل او ناوړه شکل دیوالي کیدو ته ولاړشي، ځکه د افغانستان بانک او د یادې ادارې چارواکې خو یا له ځان او ملک نه خبرندي او یا هم د فساد په خوب یې ځان داسې لاهو کړی دی چې بډې اخلي خو بیا هم ځان ویده او ناخبره بولي. که د افغانستان بانک د ادارې کوم کس دهیواد او ملي اقتصاد په مینه کوم ناوړه عمل ته ګوته نیسي نو بیا یې ښه خوله ورپټه شي او داسې بې عزته کړای شي چې د بل ځل لپاره د څه ویلو او له کوم شي پردې اوچتولو هوډ یې په ټول بدن کې مات او ورک شي.
2- هغه کسان چې د کابل بانک او دهغه څخه په ناوړه شکل نور بانکونه یې هم د دیوالي کیدو کندې ته برابر کړي، لا اوس هم سرې سترګې ګرځي او په دافغانستان بانک کې بیاهم دنده پرمخ بیایي. د دغه کس نوم کاووس دی او دپنجشیر ولایت دی. د افغانستان بانک په نظارتی ګروپ کې وا، هرډول اداري او اخلاقي فساد یې وکړ، له ډیری بانکونو څخه یې ښې په خلاص مټ پیسې او بډې هم واخیستی، دا په داسې حال کې ده چې دغه کس اوس هم د لویې څارنوالۍ د فرارپه نوم لړ کې ثبت دی او یا د ده په شان نور خطرناک داړه مارغله...
3- ډیری خصوصي بانکونه ددې لپاره چې په خپلو غلطو کړنو او اداري بانکي کارونو باندې ونه نیول شي، کله چې کومه بانکي معامله په خپل بانکي سیستم کې ترسره کړي د تفتیش او پلټنې په وخت کې یې بیرته لیرې کړي او پدغه شان سره خپل غیرقانوني پل پټ کړي. له دغه شان بانکونو یوازې د یوه په کړنو رڼا اچوم: زمونږ په خصوصي بانکونو کې یو مخور بانک داسې دی چې اجرایوی رییس او د هغه مرستیال کومه غوښتنه ولري نو د بانکي سیستم یوازنی لوړ پوړی کارکوونکی را وغواړي او خپله غوښتنه ورته ووایې، یاد شوی شخص سمدلاسه له هرډول کنټرول او څارنې پرته ورته هماغه غوښتنه ټکی په ټکي په بانکي کمپیوټري سیستم کې ځای پرځای کړي. کله چې د افغانستان بانک د ادارې بې شعوره او نااهله د نظارت او پلټنې ګروپ ورشي، یاد شوی کس بیرته دغه بانکي معامله له سیستم څخه لېرې کړي او هرڅه په قانوني ډول شوي وي.
4- یو بل خصوصي بانک هر هغه چا ته د بانکي حساب معلومات ورکوي چې د لوړو معاملاتو بیانات یې په کاروي. دیوه داسې شخص بانکي حساب چې لوړ بانکي معاملات پکې ترسره شوي وي، د هغه د نوم په بدلولو سره بل چا ته په نوم کوي او بیا چې کله مرجع ترینه د صادرشویو بیاناتو تصدیق یا تایید وغواړی هغه هم ورته همدا اداره چمتو کوي. په دې ډول سره یو کس هم غل وي او هم بیا پولیس ترینه جوړیږي او بانکي معاملات او او بانکي اعتبار پرمخ ځي.
5- بل خصوصي بانک بیا چې د کوم کس پور/ قرضه په کار وي په هماغه ورځ ورته پیسې ورکړی او ګروي/ بیع جایزی او نور رسمیات یې بیا وروسته ورته په خپله ترسره کوي. قبالې ورسره په خپل سیف کې شته او تیارې بیع جایزی شوې دي، فقط د شخص په نامه کول پکې پاته وي، هغه هم پکې په هماغه آن ترسره کړي. نو تاسې فکر وکړﺉ چې زمونږ شتمنۍ او بانکي دارایي د څرنګه لیونیو سپیو په لاس کې لویدلې ده؟
6- بل بانک بیا بانکي ضمانت لیک ورته پرته له هرډول نقدي یا جایدادي ضمانت څخه صادروي اوپدې خوشحاله دی چې یوازې د یوې ورقې کاغذ په مقابل کې زرګونه ډالړ اخلي. مګر که دغه بانکي ضمانت لیکونه سبا له عدم فعالیت او ناکارکیدو سره مخ شي بیا به دا میلیونونه ډالر تاوان له چا اخیستل کیږي؟
7- د یو بل خصوصي بانک چارواکو بیا د خپلو ګاردانو او آشپزانو په نومونو شرکتونه جوړ کړي دي او دهغوي په نامه له خپلو بانکونو پیسې د قرضو/ پورونو په شکل اخلي او په غیر قانوني کاروبارونو کې یې لګوي. که کله داسې حالت راغی چې کاروبار له مشکل سره مخ شو نو سخته نده، همدا بې سواده ګارد او آشپز به پکې د اور کندې ته ورټېله کړي.
8- ځېنې نور بانکونه بیا داسې کوي چې د الف بانک چارواکي د ب بانک له چارواکو قرضه/ پور ترلاسه کړي او د ب بانک چارواکي بیا د الف بانک له چارواکو تش په نامه رسمیاتو قرضه او پورترلاسه کړي. که مشکل راغی نو الف به د ب او ب بانک به د الف بانک په اړه ټول اسناد او مدارک له منځه یوسي.
9- دافغانستان بانک په هیڅ یوه بانک او د هغه په ځانګړې توګه په بانکي کمپیوټري سیستم حقیقی او مستقیم واک، څار، او کنټرول نلري، څرنګه چې دبانکونو خوښه ده په هماغه شان خپل کار او دندې پرمخ بیایي. اول خو دافغانستان بانک له موضوع کلونه کلونه وروسته خبریږي، که حتې خبر شي او د موضوع پلټنه پیل کړي او نو یو څه ورته په خوله کې واچول شي او پدغه شان کړو سره موضوع د تل لپاره ورکه او تر خاورو لاندې شي.
10- ځینې بیا داسې هم دي چې که د چا د بانکي حساب په اړه غواړې چې خبر شې نو دوي درته : په حساب کې د شته پیسو، دټولو بانکي معاملات بیانات، د حساب لرونکي ځانګړي معلومات، د دې بانکې حساب سره اړیکه لرونکو نورو بانکي حسابونو په اړه معلومات او داسې نور ټول د یو څه د ورکړې په بدل کې درته ترسره کوي او دهغه بې چاره بانکي حساب لرونکي ټول معلومات درته په لاس درکوي. داچه په هغه بیا څه راځی دا ورته بی معنی او له درکه وتلې خبره ښکاريږي. یاده دې وي چې دغه ټولې کړنې او ورته نږدې کړنې دافغانستان د بانکدارۍ او د افغانستان بانک له نافذو قوانینو سره په مکمل او ښکاره ټکر کې دي. اوس تاسې ووایې چې دابانکونه دي او که د منظمو غلو او داړه مارانو مراکز؟
11- تردې دمه په ډیری بانکونو کې داسې د فحشا او منکراتو ټغر غوړیدلی دی چې انسان یې له بانکي ادارې بهر تصور هم نشي کولای. دا شان کړنې خو اوس دومره عادي شوې دي چې ځېنې کسان په مجلس او ناستو کې یې په یادیدلو او ذکر کولو سره د شرم او خجالت احساس نه کوي.
12- د ټولو بانکونو سودي معاملات خو له لومړي سر نه د الله تعالی او دهغه درسول صلی الله علیه وسلم پرخلاف او برعکس روان وو، اوس پکې د اسلامي بانکدارۍ ځېنې چارواکي هم د خدای جل جلاله له لارې وتلي او داسې ها خوا او دې خوا کوي چې له اسلامی شریعت سره بلکل اړخ نه لګوي.
احمدزي صاحب را پورته شوی دی او غواړي چې د کابل بانک ټوله قضیه او ورسره ټړلې ناخوالې یوازې په ۴۵ ورځو کې غوڅې کړي. فکر نه کوي چې احمدزي صاحب هم دهغه کسان په ګوتو کې کیوتی دی او له اصلي او عملي یون نه وتلي ښکاریږي. په هر حال ګرانو هیوادوالو له تاسې مې هیله داده چې تل د خپلو پیسو او داراییو ساتنه په خپله ترسره کړي او د بل چا په تمه مه کېنئ او په خپله هم لېچې راونغاړي او ځان تل باخبره ساتئ، د خپل هیواد او کور ستانه په خپله ترسره کړئ.