د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سپنتا نور هم را سپينېږي

عبدالله آشنا 07.04.2015 13:32

له طلوع نیوز سره مې د سپنتا خبرې ولیدلې، هغه د کرزي صاحب او د هغه د نورو مخلصو ملګرو په شان د اوسني ملی وحدت د حکومت په هغه دریځ باندې ښه بې واکه خوله را خلاصه کړې وه چې د دیمن په ځمکه باندې یې د سعودي او ایران د کړکیچ په منځ د سعودي عربستان له دریځ څخه ملاتړ کړی دی. کرزي صاحب خو له کومې ورځې چې له واکه ګوښه شوی دی او د خپلې واکمنۍ په آن یې چې له امریکایانو او نورو غربي هېوادونو سره ددې تمې لپاره اړیکې ترینګلې کړې چې د ولس باور او په افغاني تاریخ کې به د یوه خورا ځواکمن تاریخي اتل ځای ونیسی، چې داسې ونشول، بلکې دهغه او امریکایانو او ایرانیانو د ملګرۍ او دوستۍ اصلي څېره را برسیره شوه او په ټوله کیسه خدای جل جلال افغانان خبر کړل.
د سعودي عربستان سره د دریځ د ملاتړ په اړه اود ایرانیانو په ټوله نړۍ کې د شيطاني معاملو په باب زما تبصرې او ارزونې ته ښایې کومه اړتیا نه وي، هرڅه ښه له ورایه جوت او ښکاره دي. د سعودي عربستان هغه دریځ او کړنې هم د هېرولو ندي چې د افغانستان په اړه یې د جهاد او له هغې مودې را وروسته ترننه پورې ترسره کړې دي. که یادې کړنې او دریځونه منفي وو که مثبت، ټول د افغانانو په یاد دي.
په اوسنیو حالاتو کې افغانستان دنړیوالو مسایلو په اړه یوه متحد او یو موټي موقف او دریځ ته اړتیا لري، چې د همدې موخې لپاره باید ټول افغانان په یوه دریځ را ټول شوي وای، چې داسې ونشول. بیا د تېر په شان افغانان سره وېشلي او نا ورته دریځونه یې لرل. چا د سعودي عربستان ملاتړ له سره تر پایه پورې په ګټه باله او له هرډول ضرر او زیان څخه یې سترګې پټوي او بل لوري خو بیا دغه شان دریځ ته عجولانه او غیرمسؤولانه وایې.
پدې چاره کې د ملي وحدت حکومت خپل غړی هم له سرترپایه پورې له یوه او بل سره ښکر په ښکر شول، بیا لږ موده وروسته عبدالله عبدالله خپل دریځ نرم کړاو ویې ویل چې دی د ولسمشر اشرف غنی د سعودي عربستان څخه د ملاتړ په اړه کوم مخالفت نلري. له دې ور هاخوا، د عبدالله عبدالله دوهم مرستیال محقق بیا سخت مخالفت کوي او دسپنتا په شان لومړی خو د ایران ملاتړ غواړي، که بیا داسې ناشونی وي نو د بې پرې پاته کېدو ته افغانستان ورټېل وهي.
که ښه ځېر شو باید سپنتا او د ده په شان نور کسان باید زیات ګرم ونه بولو، ځکه چې هر هغه څوک چې له بهرنیو هېوادونو څخه په کڅوړو کې ډالر او یورو ترلاسه کوي، خامخا به د هغوی لپاره بیا د افغانستان ګټې هم قربانوي. خپل ولس به تباهۍ او تور تورتم ته ددې لپاره ورلیکه کوي چې د کڅوړو بادار خفه او ناراضه نشي. داچه د افغان ولس څومره وینه بهېږي او یا په دې او هغه نامه لاهم وژل کیږي اوهره ورځ ځوریږي، داخو کومه لویه خبره اوموضوع ورته نه ښکاریږي.
زما لپاره تر ټولو په زړه پورې داده چې د ولسمشر اشرف غني له واک رسېدو سره سم د کرزي صاحب اود هغه د مخلصو ملګرو دښمني له غني سره پیل شوه او له واره پرته پرې سهار او ماښام ګوزارونه کوي. دومره وخت ورته نه ورکوي چې د دوی د واک په وخت کې به دوی په بهرنیو چکرونو او مزو لګولو. له یوې خوا خرم صاحب را پورته شي او څه ووایې، له بلې خوا ایمل فیضي صاحب څه پټ رازونه را په ډاګه کړي، بل لوري ته بیا سپنتا سخت په غوصه شي او د نوي حکومت دریځ ته په بده سترګه ګوري، له ټولو ورسته بیا کرزي په خپله له رسنیو سره دا په ډاګه کړه چې نور د ده لپاره په افغاني سیاست کې پاته کېدل د افغان په زیان او تاوان دي.
د افغانستان اوسنی سیاسي حالت او بده ورځ ددې نه ده چې دومره زیات وویشل شي او هرڅوک ترینه د خپل بادار د رضا کولو لپاره کار واخلي. ولس په بده ورځ دی، هره ورځ یې په انګړ، کور او کلي کې ویر او ماتم دی، څرنګه او په کومو سترګو دغه شان ولس خرڅ کړل شي؟ کومه انساني چاره ده چې مونږ ددې ولس لپاره ترسره کړې ده چې اوس یې د هغې په بدل کې په پردیو او سړي خورو شرمخانو پلورو؟
که ورځې نورې تېرې شي، ډېرې نورې څېرې به هم را بربنډې شي. ولس به هرڅوک ښه وپېژني. که چېرې ولس له پېژندنې څخه وروسته بیاهم لکه د اوس په شان هره ورځ غولېده او په تشو سرلیکونو استعمالېده، نو بیا ګیله له ولس څخه ده.
ولس باید کوم کسان چې آزمایل شوي دي بیا د آزموینې لپاره ونه مني او هیڅکله ورته په داسې سترګه ونه ګوري چې یوه ورځ به بیا هم داسې څه ترسره کړي چې ددې هېواد او ولس په ګټه به پای ته ورسېږي. زما مقصد دا نه دی چې یوازی دیموکراتان دې ددغه شان کړنې موخه وي، بلکې هدف مې دا دی چې له کمونسټانو را نیولې، مجاهدینو، طالبانو او تراوسنیو بې خونده دیمکراټانو پورې ټول پرې وتلل شي.
په هره چاره کې باید ولس ویښ وي او هیڅکله د اغفال او ګمراه کولو هڅو ته یې هیڅوک پرې نښودل شي او تل باید داسې دریځ ونیول شي چې د افغانستان او ګران افغان ولس په ګټه پای ته ورسېږي.
الله تعالی دې هرهغه څوک تباه او هلاک کړي چې زمونږ بېوزله ولس د پردیو د ګټو او سوبو لپاره پلوري