د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دوستم بیګ له دوهم احمدزي سره

عبدالله آشنا 06.01.2015 11:27

تاریخ د انسانانو لپاره تر ټولو هغه ښه د زدکړې او روزنې مرکز دی چې هر څپرکی او هرباب یې د یوې زمانې، شخص، ټولنې او آن دود، کلتور او ورځني ناستې او ولاړې په اړه زمونږ لپاره ټول یادونه ژوندي ساتي. داسې څه هم پکې وي چې انسان پرې خوښیږي او داسې څه هم پکې رانغښتي وي چې انسان یې په لوستلو خواشینی کیږي.
د افغانستان تاریخ هم د نړۍ د نورو تاریخونو په شان یو تاریخ دی، خوپه یوه توپیر چې څه زیاتې لوړې او ژورې لري. ځینې کیسې یې په یوه شکل یا یوبل ته ترډیره ورته تکراریږي. د بالیووډ د هنري فلمونو په شان تر ډېره پکې همدا یوه کیسه په مختلفو بڼو راځی چې یو بدماش وي او یو دفلم هلک او یوه هم د فلم نجلۍ .
په افغانستان کې هم یو غلیم او یرغلګر وي، بل لوري ته خپلواکي غوښتونکي او په منځ کې افغانستان د فلمي نجلي په شان کله د بدماش او یرغلګرپه لاس کې او تر زیاتې بربادۍ، ناخوالو او وینو توییدو وروسته بیا د خپلواکۍ د اتل په مړوندونو له سر ایښودلو وروسته د آزادۍ آرامه سا واخلي.
که دغه ډراماتیکه لړۍ له سکندر نه راواخلې، په چنګیزخان راتیر، انګریزان وڅیړې، د شورویانو سور یرغل ته ځیر شې او اوسني د امریکا د کبر او ناروا ناکردې هم پل په پل د افغانستان په لویشت لویشت خاوره کې وګورې، نو دا به درته ښه جوته شي چې یوه ډرامه څو ځله د مختلفو لوبغاړو په کردار سره دیوې موخې لپاره بار بار تکرار شوې ده. بیه یې افغانانو ورکړې، خاوره پکې د افغانانو سوځیدلې ده، ځوانان پکې د افغانانو په خاورو او وینو لت پت شوي دي، خو پایله او لاسته راوړنه بیا د بل چا لمنې ته غورځیدلې ده.
شورویان چې کله په افغانستان کې پدې پوه شول چې د افغان ولس په وړاندې جګړه نوره د ګټلو نده، له هغې وروسته یې په سختو ورانکاره لارو چارو لاس پورې کړ. په افغانستان کې قومې او توکمیزو شخړو ته کتو سره له توکمونو او قمونو را پورته شویو ملیشو په جوړولو، وسله وال کولو او د یوه او بل قوم او توکم په وړاندې کارولو چاره ښه په پوره استخباراتي ځواک پرمخ بوتله. د افغانستان په زیاتو سیمو او پراخو دښتو کې یې انسان ضد ماینونه وپاشل. د جهادي ډلو ترمنځ یې د غربیانو، ککړو پاکستانیانو او فریب کاره ایرانیانو په خواکې د بې اتفاقۍ او بدنیتۍ تخم وشینده. خواخوږي او پوه افغانان یې له یوې مخې دمرګ خولې ته ورکړل. لنډه داچې ښه په خلاص مټ یې د افغانستان د بدبختۍ او ناخوالو لپاره زمینه برابره کړه او بیا یې په ټیټ سر د افغانستان له خاورې په پښو سپکولو لاس پورې کړ.
د قومي ملیشو په توره ډرامه کې یوه د اوسني ولسمشر لومړي مرستیال الحاج ستر جنرال عبدالرشید دوستم ملیشه وه چې په هغې وخت کې د دوستم ترمشرۍ لاندې د ګلم جمو په نامه یادیده. د پغمان په ولسوالۍ، میدان ښار، لوګر، قندهار او د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې یې خپل بخت وآزمایه، د کمونیستي رژیم وروستي ځای ناسي ډاکټر نجیب الله احمدزي د حکومت د راپرځولو او په خپله د احمدزي دنیولو او له هیوایې ډګر څخه د راستنولو په استختباراتي لوبه کې یې خپلو بادارانو ته ښه په زړه پورې ونډه واخیستله، په خپل منځي جګړو کې یې د شمال زیاتې سیمې ښې په خوند چور او تالان کړې او د طالبانو له شمال ته رسیدو سره یې د تاریخ پاڼه واوښتله او دوستم بیګ ترکیې ته وتښتیده او هلته یې د کښتۍ چلولو او د ترکیې په مرسته او سرپرستۍ بیا د غلامۍ ژوند پیل کړ.
دامریکایانو په زور او ځواک د طالبانو د رژیم له نسکوریدو وروسته د کرزي دور راغی، هغه هم له دوستم بیګ څخه د لاندي د یوه چاغ پسه په شان ښه په مکارۍ او لوی سیاسي فریب کارواخیست او دوه ځله یې قرباني کړ.
له هغه وروسته دوستم بیګ ته ترکانو ښه روزنه ورکړه، له لوی بادارسره له هوکړې وروسته دادی د ولسمشر لومړی مرستیال شو. هغه ځل ده ته د شورویانو له خوا د ازبک ملیشې فرمان ورکړل شوی وو، دې ځل ته ورته داسې ګومان کیږي چې د دیویډ پېترایوس د عراقي فامولې له فکر سرجوخت غوښتل کیږی چې بیا ورته هماغه دقاتل، ویروونکي او چپاولګر رول ورکړل شي او د افغانانو او په ځانګړې توګه د پښتنو سیمې او کورونه پرې وسوځول شي.
هغه ځل هم یادو سیمو ته ځکه استول شوی وو چې شورویانو پکې سختې ماتې ولیدې او دسرزیانونه یې خورا لوړ وو. دا ځله هم ددې لپاره هماغه سیمو ته استول کیږي چې د امریکایانو ککرۍ لاهم د یادو سیمو په دښتو، غرو او رغونو کې یوې او بلې خوا ته رغړي. داچې لوبه د چا لپاره او د کومې موخې په لوري ور درومي لاهم ناڅرګنده بریښي.
اوس ورته سریزه پیل شوه:
• څه موده کیږي چې دوستم بیګ په خپله ژبه رسنیو ته دا په ډاګه کړه چې شل زره کسیز ځواک یې د طالبانو د ځپلو لپاره چمتو کړی دی.
• دوستم بیګ په شبرغان کې مخالف تش په نامه طالبان وګواښول او د هغوی نږدې ۳۰۰ وسلوالو هم وسله په ځمکه کېښوده او د دوستم په بلنه د رسنیو له ادعا سره سم له دوستم بیګ سره غاړه غړۍ شول.
• بیا هم په یاد شوي ولایت شبرغان کې د دوستم په پټه بلنه خلک را پورته شول او د طالبانوپه ضد یې مظاهره وکړه او د ځواک او زور له لارې یې دهغوی لاندې کول وغوښتل.
• په هلمند کې یې طالبانو ته ګواښ وکړ چې له هغوی به ټول ولایت پاک کړي.
• په کونړنو کې یې هم وسله والو مخالفینو ته ګوت څنډنه وکړه چې هلته هم د ورتلو هوډ لري.
پایله:
د دغو ټولو ټکو سره سره بیا هم ښاغلی تش په نامه هیواد مشر احمدزی ویده دی او په دې نه پوهیږي چې په کمونیسټ احمدزی پسې د متفکر او دیموکراټ احمدزي نوبت راسېدلی دی چې دی او له ده سره سره نور پښتانه هم دې ځل ته په امریکایې مکر او فریب په وینو ولمبول شي.
بیا په ګران هیواد افغانستان کې د لږکیو او نور میشتو قومونو ترمنځ د نفرت او کینې اور لمبې غرغړې وکړي او ددې هیواد غلیمان پکې خپلو شومو او ناپاکو موخو ته ورسېږي.
دا ځل باید دوستم بیګ پدې پوه وي چې کوم بادار چې ده ته دغه توره او کرغیړنه پروژه ورکړې ده او ده هم ورته د جهالت او تش کبر ټټر وهلی دی ښایې ډیره ګرانه وي چې په هغو کږلیچونو، تنګو درو، هسکو غرونو او کړنګونو کې دې بریالی شي چې هلته هاغه دده د پرون باداران شورویان او یایې د نن ورځې په دنیا پسې تیږي باداران امریکایان پکې په ګونډو شول.
زه که پدې دې خفه یم چې دا ځل به بیا دغه توره لوبه زمونږ نور تنکي ځوان د لحد بندیوان کړي، تورسرې به مو کونډې کړي، کوچنیان به مو بې پلاره او یتیمان کړي، خو دا غم هم را سره دی چې د ازبکانو ددې نویو تنکیو ځوانانو جسدونه به هم د کونړونو په غرونو په څنډو او د هلمند تودې هوا ته په شاړو دښتو کې پاته شي. هرلوري ته به افغانان ومري او بیا به هم لاسته راوړنه د متفکر صاحب په وجود کې پردي غلیم ته په لمنه کې واچول شي.