د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

علومي ته د پولیسو د چور په اړه شکایت

عبدالله آشنا 16.02.2015 11:58

دکورنیو چارو محترم وزیر علومي صاحب!
ګرانو هېوادوالو او لوستونکو
د ګران هېواد افغانستان د پلازمېنې کابل ښار پنځمه حوزه ښایې له هيڅ کابل ښاري پټه او ناپیژندلې نه وي پاتې. د کابل ښار هر سيمه په یوه امنیتي حوزه پورې تړلې وي او له یاده یې باید ونه باسو چې بله حوزه بیا په ملي امنیت پورې تړلې وي او له دې سره سره نږدې همداسې د ښاروالۍ ناحیې هم شتون لري. د کرزي صاحب دا سنت وو چې په هره سیمه کې به د حوزې آمر ترزیاتې کچې پورې په یاده سیمه کې د زورواکو په شتون پورې تړلې وو او دهغوی په خوښه به ټاکل کیده، تر اوسه پورې هماغه لړۍ را غځیدلې ښکاري، ځکه علومي صاحب کوم بدلون نه دی په کې راوستلی. اوس خو د علومي صاحب نور ځواک هم کم ښکاري ځکه د دوو مشرانو له خوا ټاکل شوی دی. زما خبرې د پولیسو په پنځمه حوزه پورې تړلې دي. زه پرون د سلواغې ۲۶ ورځ وه او په ټول هېواد کې ملي رخصتي وه، پدې حوزه کې د یوې پېښې شاهد وم. یو کس چې ښه لوستی او زما په درک تر خپله وسه تل په قانون ولاړې چارې ترسره کوي، خپل کور یې جوړاوه، چې پدې وخت کې د کمپنۍ د پوستې پولیس د یادې پوستې د مامور پولیس سره یوځای راغلل او په رینجر موټر کې یې ټول په کور کې په کار بوخت کارګر له ځانه سره د کمپنۍ پوستې ته یوړل. بیا مې کتل چې د کورخاوند ورپسې ورته نو ما ورته وویل چې زه به هم درسره لاړ شم که مې څه له وسې وشي، منډه به درسره وکړم. هغه راته کوز بر وکتل او بیا یې راته وویل چې راځه ته به هم دا شور او ما شور وګورې!
په لاره باندې زما دې ملګري زیاتو کسانو ته ټلیفونه وکړل، د کورنیو چارو د وزارت د پلټنې دارې یوه کس ورته وویل چې زه به پیسې درته نښانه کړم ته یې ورکړه او بیا وګوره چې زه یې څرنګه ورکوم... د یوې ورځ پاڼې چلوونکي ورته د کورنیو چارو د وزارت د ویاند صدیق صدیقي او د امنیه قوماندانۍ د ویاند حشمت ستانکزي نمبرونه راواستول خوبیا هم کوم کار ونشو... ډیرو نورو کسانو سره یې نور هم اړیکې ونیولې خو کومه ګته یې ونکړه. ددې حالت په لیدو سره زه دومره نا هیلی شوم چې باور وکړي د نامه پولیس نه مې اوس بد راځي او پدې و پوهېدم چې په پولیسو کې د کومې کچې فساد روان دی.
دا لا پریږده، کله چې د کمپنۍ د پولیسو پوستې ورسېدو، تردې می هم لا نور څه ولیدل او وامې ورېدل. هلته ګورم چې ټول کارګر یې کښېنولي دي او دکور د خاوند په ورسیدو سره سم د پوستې مامور صاحب چې اوږده ونه یې وه، سریې هم نږدې سخر شوې، د شمالي په لهجه یې دري ژبه ویله، د کورپه خاوند خپله خوصه را وغورځوله. ډېر زیات ودریزیده او په پای کې د کور خاوند هم له کوم قوماندان صاحب سره اړیکه ونیوله چې هغه کله د مامور پولیس صاحب سره وغږیده نو له هغې وروسته یې په ټلیفون کې کس ته وویل چې : نې نې قوماندان صاحب ما کدام مشکل نداریم، اما اینها مشکل مې سازند.... پدې وخت د پنځمې امنیتي پوستې مرستیال راغی او له یوه ولاړ پولیس نه یې پوښته وکړه چې خیریت دی؟ هغه ورته وویل چې هو کوم مشکل نشته بیا یې د پوستې مامور صاحب را وغوښت او پوښتنه یې ترینه وکړه چې کوم مشکل؟ هغه وویل: صاحب! خانه را چهار منزل به زور بالا کرده... به پوسته میخواهیمش نمیایه... وحق نمیته... د حوزې مرستیال ورته وویل خو!... بیا لاړه. پدې آن زما سترګې یوه بل شي ته واووښتې. پدې پوسته کې یوښځینه وه چې د پولیسو جامې یې اغوستې وې او بله ورسره ملګرې وه چې په ملکي عادي کالیو کې وه او له پولیس مامور صاحب سره یې خورا نرمه نرمه خندا کوله او پولیس مامور صاحب هم ورته نیم من مالټې را وغوښتې او هغه یې چې کله د ښه یوه تاوده بنډار په بهیر کې نوش جان کړې نو بیا یې پولیس مامور ته مخ کړ چې ما ره خو تا نزدیکای حوزه برسان... بعد از او باز ما کار خوده میدانیم... او په خندا او مسخرو له پوستې بهر شوې او ټولو تېرودونکو کسانو ورته کتل او هریوه به سر ښکته کړ او یا به یې سر له غم او غوصې وخوځاوه او خپله لاره به لنډوله. له دې وروسته د پوستې مامور دکور له څښتن څخه ژمنلیک واخیست چې کار به نه کوې یا به حق راکوې او کارګریې را خلاص کړل.
او تاسې وګورﺉ! چې یاد شوی کس او زما ملګری، خورا دینداره او مسلمان انسان دی. الله تعالی شاهد دی چې خپله ځمکه یې خرڅه کړه او په هغه باندې یې په خوشحال خان مېنه کې دماسټر پلان سره سمه یوه نمره واخیسته او غواړي چې په پاته پیسو یې په پاخه او معیاري شکل کور پکې جوړ کړي. ددې پرځای چې پولیس ورته امنیت ونیسې او دغه شان پانګونه پدې هېواد کې وشي او بهر ته لاړه نه شي... پولیس یې آزاوي او هر وخت ترینه پیسې غواړی او ځوروي یې. تاسې اوس فکر وکړﺉ چې دا پولیس اوس دټولنې خدمتګار دي او که د ټولنې جنایتکار؟
دا ټوپکوال اوس پولیس دي او که سخت بې رحمه او لوټمارغله؟ که زمونږ په ګران هیواد کې پولیس داسې وي نو بیا خو له غلو او لوټمارو بالکل ګېله کول ندي پکار. دا ټوله کیسه مې ددې لپاره وکړه چې علومي صاحب او اړوند چارواکي پرې خبر وي او له دې سره مې داهم له ځانه سره هوډ کړی چې که الله تعالی توفیق راکړ زه به د کابل ښار د مختلفو سيمو په اړه یو اوږد او تحقیقی راپور چمتو کوم ترڅوم په نړیواله کچه دغه حالت انځور شي او په کور دننه یوازې نه بلکې په نړیواله کچه ورته د حل لارې چارې وکتل شي.
اوس ته فکر وکړه علومي صاحب! تا خو لوی شعار همدا ورکاوه چې په اړونده ادارو کې به د فساد جرړې وباسې اوس خو چې درته ګورو داسې ښکاري چې ته هم د فساد خړ سيند په مخه کړی یې او د خپل کمپاین لیږیدلی پیسې بېرته را ټول غواړې؟
که چېرته ددې هېواد ريښتینې افغان بچی وې او د هېواد د ودانولو او سمسورلو دې بله کومه موخه نه وي نو د الله تعالی په خاطر اول خو ددې فساد مخه ونیسه! ته پدې پوهیږې چې ترټولو خطرناک او ورانکاره فساد ستا له ادارې راپورته کیږي او د هېواد په کچه د ژوند هر اړخ له منځه وړي.
خیر دی که ددې هېواد د هر بچي خبره او د زړه درد تر تا نه در رسېږي، بل داسې در ورته شته چې ستا په شان وزیران او چپړاسیان بیا هلته په یوه شان قطار کې ودریږي او دخپلو اعمالو او کړنو بدل ترلاسه کوي. د دوې په هکله له الله تعالی وډار شه او حق یې مه پریږده چې ستا پولیس او یا نور کارکوونکي یې ترېنه وخوري او ستا تر مشرۍ لاندې داسې څه ترسره شي چې بیا یې ته په ځواب ورکولو قادر نه وې.
ګرانو لوستونکو!
په الله تعالی باور وکړي چې کله زه د افغان ولس سره ظلم او زورزیاتی ګورم نو سخت زیات مې زړه را ډک شي او کوښښ کوم چې هر در ته چې امکان ولري د مظلوم آواز ورسوم، خو ډېر ځله داسې وي چې زما لاس هم د بنده ګۍ لاس دی او تر ډېرو رسیږي. بله داچه نن په چا په شا پسې منډې ونه وهې او زیات ورته بلې صیب... هو صیب ونه وایې، په مشکل به ستا خبره څوک واوري.
الله تعالی ته د هر هغه تيري کوونکي څخه انتقام او غچ واخله چې ستا له بنده ګانو سره ظلم او تېری کوي.
ښاغلی علومي صاحب! اوس خوښه ستا چې څه کوې او څه نه کوې...