د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاغلی بهیج عثمانی د وروستي لیکني په وړاندې ځواب

احمدشاه وردګ 24.06.2015 12:33

د ښاغلی بهیج عثمانی د وروستي لیکني په وړاندې ځواب
ځینې ځان پلوری خو بل ګټي خو ځینې بیا ځان ګټي بل پلوری.
که څه هم دواړه ډلې ښي ندی مګر دوهمه ډله د سیاسی منظر له مخي هوښیاران بلل شوي او لومړۍ ډله بیا پلورل شوي احمقان!
په سیاست کې سیاسی مشران او په تیره بیا هغه چې د نورو په سپکاوی ځانته مقام او عزت لټوي دوی تل د ټولنې د قسما مطرح څیرو په را جلبولو او د معینو موخو لپاره د دوی د ګمارلو لپاره هڅې کوي تر څو وکولی شي د معتبرو سرچینو په واسطه خپل بایللی موقف بیرته را ژوندی کړي خو پست ضمیره خلک به د دې دسیسو منلو ته غاړه ایږدی.
د بهیج عثمانی صیب په څیر پوه او علمی څیری هم له بده مرغه د همدې ډلو ښکار وګرځیدې. د ښاغلي عثمانی وروستی لیکنه او دریځ شخصا ماته د حیرانتیا وړ نه وو ځکه موده د مخه مې هم د ګمارل شویو او کرایی لیکوالانو د مشر (مجید قرار) په یوه مغرضه او له سپکاوی ډکه لیکنه کې د ځینو نورو تر څنګ د نوموړي نوم هم په د نښلول شویو کسانو لیست کی ولید هو هغه شېبه راته رښتیا هم د تعجب خبره وه مګر بیا هم باور می نشو کولی بلکه فکر می وکړ چې ښایي پخپله بهیج به ورته دریځ نلری بلکه قصدا به د قرار لخوا په لیکنه کې د لیکنې د شهرت په خاطر نښلول کېیږی یا دا چې ښایي د بهیج په نوم دا آی ډی به مستعار وی او د عثمانی صیب خپل اکونټ به نه وی خو د حقیقت موندنې په موخه مي د بهیج صیب وال ته سر ورښکاره کړ تر څو روڼتیا او حقیقت ترلاسه کړم. له بده مرغه هلته مې د تمې خلاف داسې لیکلې کرښې ولیدې چې فکر مې وکړ ښایي قرار ته دا پوچ او بې معنی مفکوری له همدې سرچینې ورکول کیږي او د ارګ مبلغینو په دې ښکار مې ځان سره آفرین هم وویل...
له هغې را پدې خوا مې د نوموړي لیکنې لوستلې او د پلورل شویو نورو لیکوالانو سره مې پرتله کولی چې په پایله کې مې د دوی تر مینځ ډير منظم تړاو او مشترک وجوهات وموندل خو په دومره توپیر چې د عثمانی صیب لیکنو کې که څه هم موخه مشخصه او بې دریغه سپکاوی او تخریب وو خو بیا هم د ادبي جوړښت له اړخه یې هنر او ښکلا پر ځای وه او د سپکو الفاظو په ځای یې درانه الفاظ کارول، پداسې حال کې چې مجید قرار بیا عین مفهوم خو د الفاظو په تعویض نشر کړې وه یعنی د درانو الفاظو ځای یې سپکو سپورو ته ورکړي وو.
د عثمانی صیب وروستی لیکنې خو اوس اوس د نوموړی په علمی ظرفیت هم شکمن کړم یا دا چې د علمی وړتیا تر څنګ یې په یرغمل کیدو سخت خواشینی شوم. او باور می وشو چې رښتیا هم د ارګ مبلغین د ډیرو اغیز لرونکو مهرو په ښکار په خورا تکتیکی بڼه بریالی شوی او هره مهره یې په ښه مهارت کارولو ته اچولې.
د بهیج په وروستی لیکنه لاندې ملاحظات لرم چې په لنډ ډول یې یادونه کوم
لومړی: ښاغلی عثمانی د فاروق وردګ په وړاندې د وروستیو ناندریو په اړه واقعا د یو بې خرده ماشوم په څېرفکر کړي. آیا یو څیړونکی دومره تفکیک هم نشي کولی چې د فاروق وردګ په وړاندې راپورته شوی تورونه تر اوسه یوازی ادعا یا تور بلل شوی چې یې په وړاندې هیڅ کره ثبوت نشته بل دا چې فکر نکوم نوموړی د د سیګار راپور سم لوستی وی او که یې هم لوستی وی عمدا یې د حقیقت کتمان ته مخه کړې.
د فاروق وردګ په وړاندې د لګولو شویو تورونو د سم او ناسم والی په اړه اوس بحث نکوم خو د عثمانی وار له مخه غبرګون غیر عاقلانه او له کرکې ډک وینم
دویم: ښاغلی عثمانی پخپله لیکنه کې هغه وردګ ولس چې ظاهرا یې د حق احتیاطی ملاتړ کړی او د سیګار راپورته په کتو یې هغه یوه دسیسه په ګوته کړي او د وردګ صیب څخه یې مشروط بالحقیقه ملاتړ اعلان کړی د کندهاریانو هیوادوالو سره په پرتله ییز بڼه سپک کړي او ګواکي د نوموړی په وینا کندهاریانو هیڅکله د کرزی څخه د قوم په بنسټ ملاتړ ندی کړی مګر وردګ ولس د فاروق وردګ څخه په قومی ملاحظاتو ملاتړ کوی چې په لوی لاس یی وردګ ولس ته سپکاوی کړي. کاشکی نوموړی د دی خبری تر مخه لږ هم فکر کړی وی چې آیا د یو قوم غندلو ته ورته توجیهات لټول منطقی اړخ لری؟ آیا دا پخپله یو ډول سپکاوی ندی چې یو قوم د بل به نسبت په پوره بی شرمی بهتره وبلل شی؟
بل دا چې د کرزی سیاسی موقف او د فاروق وردګ په وړاندې تورونه له منطقی او محتوایی اړخه مځکه او آسمان فرق لری کرزی ته اوسنی نظام د ځینو ناسمو وجوهاتو په خاطر د بې کفایته نظام د لومړي درجه مسوول نوم ورکوي چې دا د نړي په سیاستونو کې کاملا عادی خبره ده چې نوی راغلی حکومتونه معمولا د چارو په وړاندي د ناکاميو لپاه پخواني نظام ګرم په ګوتو کوي خو فاروق وردګ ته په پوره بی شرمی د یوی دسیسی په پایله کی د غل نوم ورکړل شو. په ځای د دې چې ټول هیواد پرته لدی چې قوم او ژبه په نظر کې ونیسی د نوموړي توطیی په وړاندې غبرګون وښیي برخلاف د ملاتړ کوونکو په تخریب پسی ګمارل شویو لیکوالانو را واخیسته. مګر دا فکر مه کوۍ چې ټول وردګ ولس به ستاسو په شان پلورل کیږی بلکه په پوره میړانه به د خپلو مشرانو ملاتړ کوی او ستاسو پلورل شویو غندنه به هم کوی. خوتاسو نن د وردګ ولس ملاتړ هم هضم نکړ بلکه د هغو په وړاندې مو له سپکاوی ډک تور پورې کړ.تاسو ډاډه اوسئ وردګ اولس پخپلو ریښتینو روزل شویو زامنو باور لری هغه ستاسو په شان نه پلورل کیږی او نه هم د امتیازاتو په خاطر د خپلو شخصیتونو وژنه کوي.
دریم: ښاغلی عثمانی په ټوله کې پښتانه خو په تیره بیا وردګ د ښاغلی وردګ څخه په مشروطه ملاتړ ملامت کړل د نوموړی په وینا ښاغلی وردګ تر ټولو زیات د وردګ معارف سره خیانت کړي او د ډیرو دلایلو تر څنګ یې پدې اړه ځیني هوایی اوناسم ارقام هم خپاره کړی. د نوموړی په وینا نا امنی هیڅکله د معارف د پڅتیا لامل نشی کیدای پداسی حال کې چې ګواکی ښاغلی وردګ د مخالفینو سره د معارف په اړه جوړجاړی هم درلود.
لدی تور یې بیا هم څرګندیږی چې نوموړی دا لیکنه فرمایشی لیکلی ځکه حقیقت بالعکس دی. لومړی خو زه ښاغلی بهیج ته حیران یم چې په کوم استدلال دا ښاغلی نا امنی د معارف په وړاندې ستونزه نه بولی؟
که داسې وی نو دا پښتون میشته سیمو کې د معارف په ټپه دریدل یا یی د نورو سیمو په نسبت ناسم والی کې قطعا نا امنی رول نه لری نو ښاغلی عثمانی د بل داسی لامل را په ګوته کړی چې تر نا امنی یی زیات معارف ته ګواښ جوړ کړي وی. د مخالفینو سره جوړ جاړی سبب شو چې نه یوازی د وردګو بلکه د ټول پښتون میشته ولایتونو په معارف کې د پام وړ پرمختګ راغی ښاغلی بهیج د د معارف وزارت ډیټا بس ته مراجعه وکړي چې ښاغلی وردګ څومره تړل شوی ښوونځی بیرته را خلاص کړل او د مخالفینو سره په تفاهم یی کلیوال نارسمی او لومړنی ښوونځی جوړ کړل او د ثبوت لپاره د بیا د وردګو د معارف د پرمختګ ګراف د اتمر او قانونی له وخت سره پرتله کړی.
ښاغلی بهیج ښایی هیر کړی وی چې د پښتنو په تیره بیا د معارف په وړاندي لوی مخرب پخواني د معارف وزیر (یونس قانونی) په څومره مضریت د وردګو او په ټوله کی د پښتون میشته ولایتونو د معارف د پرمختګ سرچینی ور خنثی کړی او د یو کال په لړ کې یې څومره په وردګو کې فعال ښوونځی بیرته وتړل؟
د لیکلو لپاره یی ډير څه لرم چې بیا به پری تم شو خو د اوس لپاره د ښاغلی بهیج څخه بیا هم په درنښت هیله کوم چې د امتیازاتو د ورکړې په بدل کې د خپل قوم او ولس سپکاوی نور بند کړه او ډاډ درکوم چې ته نور هغه محبوبیت نلری لکه چې مخکی د حس کاوه.
لږ د سر په ګریوان کړه دومره هم خپل قلم او ګوتې د بل په واک کې مه ورکوه چې دوی یې ستا له پتې د خپلو موخو لپاره وکاروی.
ښاغلی بهیج! پوهیږم چې له هر څه خبر یې خو له بده مرغه د کرایی ګمارل شویو کړیو په انحصار کې سخت راګیر یی او دوی هم په خورا تکتیک ستا له پوهې او وړتیا څخه په غیر کار اخلی او دا لړي تر دې راغله چې نن د په خورا سپین سترګی د خپل قوم او خپلو مشرانو سپکاوی هم وکړ خو یاد ساته ستا قوم به ستا په وړاندې څرګند دریځ ولری او نور به هیڅکله ستا په مغرضانه لیکنو څوک باور ونکړي.
مننه