د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سنګرو نو کې یوازې نوي ځوانان وژل کېږي

احمدشاه وردګ 26.04.2016 12:03

په سنګرونو کې يوازې نوي ځوانان وژل کېږي
احمدشاه وردګ
امریکا له نن نه ۴۵ کاله وړاندې هوډ در لود، چې په افغانستان برید وکړي. دا چې ولې یې پرې کولو دا خو واضېح خبره ده، چې افغانستان د آسیا زړه دی، کانونه لري........... د يوولسم د سپتمبر وروسته يې کله چې پر افغانستان برید وکړ، په یوه اونۍ کې یې طالبان را نسکور کړل او واک یې شمالي ټلوالې ته ورکړ. په لومړیو کې د ګوتو په شمار پښتانه هم په کې لیدل کېدل. وروسته بیا پښتانه هم ډېر شول، حامد کرزی موقتي ولسمشراعلان شو، ټاکنې وشوې او کرزي وګټله . د پېنځو کلو لپاره ولسمشر شو. په دې پېنځه کلنه دوره کې په لومړیو دوو کلونو کې کار، امنیت او پېسې ښې پرېمانه وې. له هرې خوانه د افغانانو سره مرستې کېدلې، ټول افغان مهاجرين چې د نړۍ په هر ځآی کې اوسېدل، ډېری یې بېرته خپل وطن ته راستانه شول. هر سړي به دا فکر کوه، چې افغانستان جوړشو، جنګونه ختم شول. ټولو درس او کار ته مخه کړه. خو دا چې امریکا د طالبانو د حکومت د ړنګېدو څخه مخکې ۴۵ کاله وړاندې د حملې هوډ درلود، عام ولس پرې چندان خبر نه وو. د امریکا راتګ افغانستان ته ټولو ته صادقانه ښکارېدو؛ خو په دې نه پوهېدل چې د خپلو ګټو لپاره راغلې ده او زما او ستا له له غمه نه ده مړه.
الله (ج) په قران کې ویلي، چې یهود او نصارا هېڅ وخت د مسلمانانو سره دوستي نه کوي، خو هغه وخت یې دوست کېږي، چې دین یې قبول کړئ. کله، چې امریکا د افغانانو باور لاس ته راووړ، ورو ورو یې د افغان په ځورولو، وطن ړنګولو او مکتب سوځولو لپآره طالب را پیدا کړ، هغه هم لومړی د پښتنو په سیمو کې. وسلې، معاشونه او نور هغه تجهیزات چې د دوی لپاره په کار و هغه یې ټول ورکړل. طالبانو هم د امریکا په خوښه په افغانستان کې جهاد اعلان کړ، په جوماتونو کې یې بمونه اېښوودل، ښوونځي یې سوځول، پلونه یې الوزول، د دولت کسان یې وژل، ان تر دې یې تبلیغ کاوه، چې هر څوک په کابل کې اوسېږي د هغوی مرګ روا دی.
طالب مشرانو خو د امریکا، انګلیس، اېران او پاکستان ډالر اخیستل چې وطن یې ورانولو. راشه نویو ځوانانو ته، چې د یوه موټرسایکل او یوه کلاشینکوف په خاطر یې د جهاد تر نامه لاندې ځانونه قربان کړل. په وردکو کې د طالبانو ډېری مشران د امریکا خاص کسان دی. کابو دیارلس کاله به کېږي چې د افغان ځواکونو په ضد خپل فعالیت کوي. تر اوسه یې په دې دومره جنګونو کې یوه ورځ هم برخه نه ده اخيستې. هغه ځوانان، چې عمرونه یې له پېنځه لسو کلو کم دي، هغوی ور مخ ته کوي، چې په همغه ورځ د امریکایانو لخوا ویشتل او مړه کېږي. په دې څو کالو کې به په وردکو کې په سلګونو چاپې وهل شوې وي، خو یو طالب مشر هم نه دی په کې نيول يا وژل شوی، ټول هغه ځوانان پکي وژل کېږي، چې په قانوي توګه ماشومان ګڼل کېږي.

څو کاله وړاندې د څلورو ځوانانو له خوا یوه هليکوپټره وویشتل شوه، په لسګونو امریکایان په کې مړه شول، چې له هغې جملې یې څو تنه سترجنرالان وو. څو ورځې وروسته هغه څلور ځوانان د امریکا بې پيلوټه الوتکې له خوا داسې وویشتل شول چې هېڅ نه پېژندل کېدل، یوازې غوښې یې راټولې کړې او خښې یې کړې. اوس هغه ځوانان چې د طالبانو په لیکو کې نوي ور کډېږي، لومړی باید فکر وکړي، چې زه د چاسره جنګ کوم ؟ رهبر مې څوک دی؟ ولې هره ورځ نوي ځوانان مري؟ ولې زموږ مشران امریکا نه ولي؟ کله یې، چې دې پوښتنوته ځوابونه ور کړل، انشاالله په دې به پوه شي، چې موږ خپل ورور وژنو. زموږ مشران د امریکا خاص کسان دي، امریکا چې د کوم هدف لپاره راغلې د همدې طالب مشرانو په واسطه ځانونه رسوي. زما پیغام هغو ځوانانو ته، چې د افغان ځواکونو او ملکي مامورینو په مقابل کې جهاد راو بولي دا دی، چې خپل افغان مه وژنئ . که تاسو دا فکر کوئ چې افغان ځواکونو ته امریکا پېسې ورکوي، نو طالب ته بیا انګلیس او امریکا دواره ډالر ورکوي؛ نو جهاد که فرض وي د طالبانو په مقابل کې دی، نه دې دولت. طالب دې وطن ورانوي، دولت يې جوړوي.