د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امریکا خپله نه غواړي چې طالبان له مینځه یوسي

احمدشاه وردګ 28.04.2016 12:16

خپله امریکا نه غواړي چې طالبان له مینځه یوسي
لیکوال: احمد شاه وردګ
که څه هم چې اوس د هر سړي په دې سر خلاص دی چې طالبان دامریکا خاص کسان دي؛ خو بیا هم زه غواړم چې په دې اړه د ثبوت په شکل مستند شواهد تاسو ته وړاندې کړم.
کابو یوه نیمه اونۍ وړاندې د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د عربانو دره د بوم کلي ته د الجزیرې تلوېزیون کارکوونکي تللي و او له طالبانو څخه یې ویډیویي ريپوټ تیار کړی و.
یوه عیني شاهد راته کیسه کوله چې له پېنځوسوو( ۵۰۰) کسانو څخه زیات طالبان د بوم په کلي کې را غونډ شوي و، شاوخوا غرونه په راکېټونو او پیکاوو ویشتل او د یاد ټلوېزیون کارکونکو درګرده ویډیو ترې ډکوله. وروسته له درې، څلور ساعتونو چې د دوی ټول نمایشات خلاص شول طالبان بېرته خپلو ځآیونو ته ولاړل.
اوس تاسو فکر وکړئ چې آیا حکومت یا د دې ټولو پلار ( امریکا ) له دې نه وه خبره؟ په یوه سیمه کې چې د په سلګونو طالبان را غونډېږي او د کمرې مخې ته نمایشات وړاندې کوي هغه هم په ساعتونو ، ساعتونو وخت نیسي تاسو او خدای چې حکومت به نه وي پرې خبر؟؟؟
که رښتیا امریکا د دې لپاره راغلې وي چې ترورېزم ختم کړي آیا طالبان په دې لېست کې نه راځي؟؟ که په دې لېست کې راځي همدا یې ورځ نه وه چې په سلګونو طالبان یې له مینځه وړي وای؛ خو نه امریکا هغه څوک ده چې همدغه طالبان په شپه او په ورځ په پټه او په ښکاره حمایه کوي.
تر پرونه مې تمه وه چې د طالبانو سره به سوله وشي؛ خو نن مو له بده مرغه له دېنه هم تمه وشکېده، د سولې عالي شورا ټول ژمی په دې تېر کړ چې له طالبانو سره سوله کوو امریکا، چین او پاکستان به یې منځګړیتوب کوي خو له بده مرغه طالبانو په زغرده وویل چې موږ د افغان حکومت سره د سولې په باره کې په مخامخ خبرو کې ګډون نه کوو.
په لومړیو وختو کې طالبان هم سولې ته خوشبینه و، که څه هم چې دا کار یې د امریکا مخالف و ‎، ځکه که طالبان د سولې له پروسې سره یوځای شي او یا شوي وای بیا به نو امریکا دلته څه کول تلله به په خپله مخه مګر نه دا کار ونه شو، طالبانو ته یې بادارانو اجازه ورنه کړه چې د سولې له پروسې سره یوځای شي.
د امریکا په دې لوبه باندې اوس هر سړی پوه دی ټول پوهېږي چې امریکا څه غواړي، کانونه خو یې ولوټل، د سر سړي مو یې را ووژل، عیاشي یې د سلو لارو خپره کړه، قراردادونه یې را باندې لاسلیک کړل او تر ټولو خطرناک یې د افغانستان له لارې به په روس او چین څه وخت حمله کوي دېته به وخت ځواب ووايي پس دا سې حالت چې ټول په سترګو وینو ولې ملت چوپه خوله پاتې دی، ولې په مقابل کې نه پورته کېږي، والله که خو اتوم را باندې وکاروي چې یو دم مو ټول مړه کړي. زموږ مشرانو خو اېمان، غیرت او ضمیر له خاورو سره خاورې کړی، نور له وطن او اسلام نه دفاع نه کوي، پرما او تا یې زړه نه سوځي دلته باید ملت را پورته شي ټول لاسونه سره یو کړي خاص د الله د رضا لپاره په یوه چیغه او یوه شعار د دې خرڅ شویو مشرانو په مقابل کې پورته شي کنه داسې ونه شول له دې نه د بدو، بدترو او بدترینو شپو او ورځو انتظار باسئ.

نوټ: دامې دویمه لیکنه ده چې در لېږم یې. د لومړۍ لیکنې سرلیک و په سنګرونو کې یوازې نوي ځوانان وژل کېږي.