د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دامنیتی مسوولیتونو لیږداودکورنی جګړی ګواښ

احمدشاه وردګ 20.09.2011 22:06

ددکتور ع.ر. تره کی لیکنه
داحمدشاه وردګ ژباړه
دلوموند  ورځپاڼی د۲۰۱۱ کال دسپتامبر په ۷ ګڼه کی په افغانستان کی دامنیتی واکونو دلیږد په هکله داسی لیکل شوی دی: (( دبی بی سی دراپور پر بنسټ ناټو دبندیانو دامنیتی واکونولیږد دپولیسو اوملی امنیت(کورنی څارګری) ترولکی لاندی بندیخانو(زندان-ژ ) ته ودراوه.
په افغانستان کی دملګروملتونودفتر(یوناما) په هغه راپورکی چی تراوسه نه دی خپورشوی ولی بی بی سی یی له منځ ټکو څخه خبره ده، روښانه شوی چی بندیان وهل ټکول کیږی اوتر بریښنایی ډنډو لاندی دی. په سندکی راغلی چی افغان پولیس د پټوخصوصی بندی خانو درلودونکی هم دی. په سند کی د هرات،خوست، لغمان، کاپیسا اوتخار اوپه ځانګړی توګه دملی امنیت دریاست د۱۲۴ څانګی یادونه کوی په کوم کی چی بندیان ترشکنجو لاندی دی.
ناتو ددی راپورمنځ ټکی دکرزی اداری ته هم سپارلی دی. حکومت دتل په شان دیوه څیړنیز کمسیون په جوړولو بسنه کړی.
پتیل شوی چی ناتو به تر ۲۰۱۴ کال پوری د امنیتی چارو واک افغانی لوری ته وسپاری. دبندیانو پروړاندی دافغان امنیتی چارواکو دځورونی اوغوصی ډکو کړووړو ددواړوخواوو ترمنځ دبی باوری زمینه برابره کړی ده. دغه بی باوری دلیږد دلړی چی دبندیانو صلاحیت دناتو دیونټونو څخه هغو بندیخانو ته چی دافغان پولیسو لخوا اداره کیږی ،. له دی ډلی څخه دکندوز،اوترینکوټ دبندیخانو یادونه شوی. په ټپه دروی)).
دلوموند ورځپاڼی پنځه ورځی وروسته ددی راپورځینی برخی  دسپتامبرپه خپله ۱۲ ګڼه کی داسی خپری کړی(( ځایی پولیس(اربکی-ژ) د۷۰۰۰ تنوځواک په درلودلو د۲۰۱۰ کال په اګست کی د دناتو دامریکایی بولندوی(پیترایوس) لخوا دامریکا په پیسودحکومت تر ولکی بهر په لیری پرتو کلیواوښارګوټیو کی له کلیوالو اوځایی خلکوڅخه جوړ شول، ترڅو په ۲۰۱۴ کال کی دناتوځواکونو دمحتملو وتلو په صورت کی دامنیت د ټینګیدو دنده په غاړه واخلی.
دشمال ټلوالی دامریکا پواسطه د رامنځته شویو حالاتو څخه  په ګټه اخیستنی سره په دی وتوانید چی نه یوازی دشوروی دنیواک دوخت قومی ملیشی بیاراژوندی کړی، بلکه نوری ډلی یی هم دجګړی ډګرته راښکیلی کړی.
وروسته بیا په ډاګه شوه چی قومی ملیشی دخلکو په منځ کی دمخالفینو دژوری اغیزی په وجه دامنیت دټینګښت توان نلری ولی ددی توان لری چی ستنونزی او ناامنی رامنځ ته کړی.
نړیوال پوځی ایتلاف سره له دی چی دټولو ناوړو کړووړو څخه خبر دی، ددی ملیشو سره په نیږدی ملګرتیا کی دی. دغه ناوړه کړه وړه دبشری حقونو دپیژندل شوی سازمان(اچ،آر،ډبلیو) په راپورکی راسپړل شوی کوم چی  د سپتامبر په ۱۲  نیټه خپورشو.
راپورپه شمالی ولایتونو اوپه خاصه توګه کندوز کی ،حکومت ته د ورته ملیشو پواسطه دبشری حقونو څخه دزورورو خلاف ورزیو لکه جنسی تیریو،وژلو، بندی کولو،تښتولو، ډارولو، غلاوو،دځمکو نیولو، ظالمانه کړنو، په زوره سرتیری نیولوڅخه خبرورکوی)).
دادهغو ستونزوټکی په ټکی ژباړه وه چی افغان امنیتی ارګانونو ته دنړیوال پوځی ایتلاف څخه  دامنیتی واکونو دلیږد دپروسی په لاره کی رامنځ ته شوی دی.
لاندینی بحث دیاد شوی موضوع په هکله دلیکوال(داکترتره کی-ژ) تبصرو ته ځانګړی شوی.
دبن دکنفرانس څخه رازیږدلی حکومت چی په ریاستی نظام ولاړ و، دتیوری له پلوه یوه واک لرونکی دستګاه بلل کیدای شوای.بهرنیو یرغلګروځواکونوچی خپله ستراتیژی یی په افغانستان کی د بی ثباتی(اړدوړ) دبنسټونو په رامنځ ته کولو کی جوړه کړی وه، په سیاسی ، اقتصادی اوامنیتی برخوکی  دواکمن نظام په کمزوری کولو لاس پوری کړ. داهم ددی لپاره چی دوی په خپلو دی( پخپل سریو) کی دیوه حساب غوښتونکی مرجع سره لاس اوګریوان نشی.
د ناتود ترهګری ضد جګړو متخصص امریکایی بولندوی(( دیوید پیترایوس)) دعراق دجګړو اوپه موصل ښارکی دامنیت دټینګښت دتجربوسره افغانستان ته راننوت. دی په عربی ملکونو کی دځایی مشرانوسره داړیکود ټینګولوپه تکتیک روږدی و، ولی دافغانی ټولنی دیوی برخی په قبیلوی ارزښتونو نه پوهیده. نوموړی په عراق کی دپولیسو ځینی څانګی خصوصی کړی. داکار په افغانستان کی هم دترسره کیدو لاندی راغی.
پیترایوس له لومړیو څخه په ذات البینی جګړو( دقومونو ترمنځ جګړی، دحکومت اومخالفینو ترمنځ جګړی....) کی د افغانانو دبوخت کولو پسی و ترڅوډب اوډوب ترکنترول لاندی ممکنی کچی پوری افغانی کړی اوپه لومړیو کی یی دافغانستان دجفرافیی د پولو  دننه کی وساتی. دجګړی دافغانی کولو منطق څو موخو ته نیغ شوی دی:
- دافغانانو جګړه ایزپوتنسیال کمزوری کول اودبهرنی یرغل پروړاندی ددوی دوړتیا راټیټول.
-دناتو دسرتیرو دمړینی دشمیری کمول.
- په سیمه کی دناتودستراتیژیک ماستر پلان دپلی کیدو په وړاندی دلوی خنډ په توګه دپښتنو په وړاندی دقومی لږکیو هڅول، سمبالول اوددوی څخه دګټی اخیستل.
(په هزاره جات کی دکوچیانوپه څرځایونو دهزاره ګانو ګونډی وهل اوپه پروان کی دیوه ښارګوټی د ځمکی په سرکومه چی هدیری ته وقف شوی وه دپښتنو اوتاجکو ترمنځ لانجه چی دولسی جرګی یواستاذی هم پکی ښکیل و دلسګونو نورو بیلګو څخه دی چی دپلانیزه شویو قومی جګړودلړی پیلامه بلل کیږی).
- دشمال اوجنوب ترمنځ دپریکړون(انشعاب-ژ) تر پولی پوری، دواټن راوستل. په شمال کی په امنیتی اواداری بولنځایونوکی  دقومی لږکیو دمنسوبینو څخه ننګه او ملاتړ. دکرزی  پروړاندی دهمدی لږکیو څخه دسیاسی اپوزیشن جوړول اودحکومت پروړاندی ددوی کارول.
دپورتنیو دوو الترنتیفونو دنه بریالی کیدو په صورت کی:
- په هیوادکی  دپوځی لښکرګوټونو(پایګاه-ژ) دحق ترلاسه کولودامتیاز سره تر۲۰۱۴ کال پوری له افغانستانه  دځواکونوایستل.
دامریکا اوددوی دملاتړوهڅی اوس په دریم الترنتیف باندی ولاړی دی. له امکان نه لیری نه ده چی  تر۲۰۱۴ کال پوری به دراتلونکو پیښودودی بهیر ته په کتو سره دلومړی اودوهم الترنتیف څخه ګټه پورته نه کړای شی. داهم په داسی چاپیریال کی چی دالترنتیفونه څخه یوه اوبل ته داوښتنی اصلی لوبغاړی ناتو پخپله دی.
دپیترایوس په آند له یوه الترنتیف نه بل ته داوښتلو په وخت کی ځایی پولیس ښه رول لوبولای شی.
ځایی پولیس باید دامنیت دساتنی دنده له حکومتی واکمنی څخه وباسی اودځایی چارواکو اویا قومی مشرانوله لاری چی دواړه باید ناتو ته وفادار وی،د نړیوال پوځی ایتلاف په ولکه کی ورکړی.
افغانان دکمونیستانودواکمنی په وخت کی د قومی ملیشوله خپل سریو،جنایتونواوناوړه کړووړو  څخه ډیربد یادونه لری.په همدی هیله یی دبهرنی ځواکونو دیرغل په درشل کی د(ډی، ډی،آر) له پروسی څخه ملاتړ وکړ.
ځایی پولیس، قومی ملیشی اویا اربکیان د رسمی حکومتی ارګانونو ترڅنګ په هغو سیموکی په نسبی ډول اغیزناک رول لوبولای شی چی هلته قومی تجناس(یووالی-ژ) لکه په جنوبی سیمو کی ،شتون ولری. ولی په هغوسیمو کی چی د قومی تنوع (دڅوقومونو شتون) درلودونکی وی دمحلی پولیسودجوړیدو له موقع څخه ځایی چارواکی ګټه پورته کوی کوم چی محلی پولیس دخپلو قومی هڅو په لورسازماندهی کوی اودخپلو سیاسی اوقومی دښمنانو پروړاندی تری ګټه پورته کوی.
څرنګه چی ولیدل شول، دمحلی پولیسو دجوړیدو له موقع نه په ګټه پورته کولو سره دهیواد په شمال کی دشوروی دوخت دقومی اوملیشایی جګړو نه پاته شویوجنګ سالارانوډیره ګټه پورته کړه. دوی وتوانیدل چی دخپلوملیشو لپاره چی دورکیدو په حال کی وی رسمی جواز ترلاسه کړی.
دمحلی پولیسو زورزیاتی، خلک ځورونی، وژنواونوروجنایاتو چی ناری سوری یی مډیا ته هم رسیدلی، قربانیان دافغانستان دشمال پښتانه دی. په شمال کی پر پښتنو دغه ډباو دهیواد په سویل کی پر پښتنو دامریکا اوناټو دعام وژنی دعمومی  پالیسی په رڼا کی دهغوی د بمباریو سره په همغږی کی روانی دی.
دامنیتی واکونو(مسوولیتونو-ژ) لیږد یوی سمتی، تنظیمی، غیرمسلکی اوله کینواوبدل اخیستنی ډکی اردوته دبهرنیو ځواکونو دوتلو په وخت کی څوشونیتاوی لری:
- دیته په کتوسره چی په داتیرو دیرشو کلونو کی بهرنی لاسوهنو قومی، سمتی، ژبنی اومذهبی کرکوته آن دمخامخ کیدو ترپولو پوری لمن وهلی، دبهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتی چارواکو ته دبندیانو لیږدول دبدل اخیستنی ویرونکی لاری هواروی. بندیخانی به دوسلوال مقاومت په ځورځای(شکنجګاه) اووژنتونونو باندی واوړی. دملګرو ملتونواودبشری حقونو دملاتړواوددموکراسی ددعوه ګیرانو ۵۰ هیوادونو دکم رنګه بیرغونو ترسیوری لاندی، ډیر ویروونکی جنایتونه ترسره کیږی. دیادونی وړده چی دملی امنیت په ریاست کی دپخوانی خاد ځورورکونکی په دندو ګمارل شوی.
ددی ټکی یادول په دی معنی نه دی چی امریکا په خپلوپټو اوښکاره بندیخانو کی دنړیوالو منل شویو قوانینو څخه سرغړونه نکوی؟ دوه کاله مخکی په بګرام کی دوسله وال مقاومت دوه تنه دشکنجو لاندی شهیدان شول. په ګوانتانامو کی دزندان دچارواکو دناوړه سلوک په پایله کی دڅو تنو افغانو په ګډون ډیرو بندیانو په ځان وژنه لاس پوری کړی دی.
-قومی ملیشی دوسله والو ځواکونو چی هغوی هم په قومی اوسمتی بنسټ جوړشوی وی، ترڅنګ کولای شی په نسبی توګه دهیواد په شمال، شمال ختیځ اوشمال لویدیځ کی دخپلو قومی اړیکو نه په ګټه اخیستنه خپل ځانونه ټینګ کړی. ددوی پروړاندی دسویل څخه دمقاومت ډباو به یوځل بیا دجهاد اومقاومت دوخت دخونړیونښتولړی پیل کړی.
دبهرنیو ځواکونو دوتلو داوازو په خپریدو سره روسیی اوایران خپلی پخوانی اړیکی یوځل بیا دهیوا دپه مرکز اوشمال کی دچارواکو سره نوری هم ټینګی کړی دی. دپاکستان آی اس آی  دراتلونکی پیښو څخه دګټی پورته کولو لپاره دهند داغیزی پروړاندی له چین څخه شین چراغ ترلاسه کړی.
دخبروپه راټولوسره هرڅومره چی دبهرنیو ځواکونو دوتلو نیټه رانیږدی کیږی یوی تنظیمی اوقومی اردو ته دامنیتی چارو سپارل به یوځل بیا افغانستان دکورنیو جګړو لمبو ته ټیل وهی.
دیادونی وړده چی تیره اونی روسیی دتاجکستان سره دستراتیژیکو ملګریتاوو تړون دراتلونکی بلی لسیزی لپاره وغزاوه. په دی توګه به روسیه دتاجکستان دپولو څخه په غیر مستقیمه توګه دهغو ډلو مرستی ته راودانګی چی له  پخواپه دوی پوری تړلی وی. داکار به دبهرنی پوځونو له وتلووروسته په سیمه کی دځواکونو انډول دروسیی اوهند په ګټه بدل کړی.
پایله
 نړیوال پوځی ایتلاف دافغانستان داشغال  له لومړیو ورځو نه د تنظیمی جګړه مارانو ترولکی لاندی اودروسیی اوایران دپاتوشونونه دجوړی شوی اردوجوړښت، تمویل اوتجهیز ته دشک په سترګه کتل. نه یوازی داچی  اردو یی په درنو وسلو سمباله نکړه بلکه څوڅو ځله یی د دغه پخپل سری اویاغی اردو په امنیتی پوستی بمباری هم وکړی.
وسله وال ځواکونه د ټیټی کچی وسلواوتجهیزاتو په درلودلوسره دبین الافغانی جګړو لپاره دیوه (استهلاکی) توکی په ډول سازماندهی شوی، نه دبهرنیانو دنه شتون په صورت کی دافغانستان ددفاع لپاره.
دبهرنیو ځواکونو څخه افغان امنیتی ارګانونو ته دچارو دلیږد پروسه دستایلو وړده په دی شرط چی:
-دلیږد پروسه باید د جګړی داوږدولو دستراتیژی دپای اوټیکاو(ثبات) راوستلود عمومی پلان یوه برخه وی .
- دسولی پروسی ته دوسله وال مقاومت دګډون زمینه برابره شی.
-افغانستان دی له جګړه ایزحالت نه دسولی حالت ته دیوی انتقالی دوری په ترڅ کی دیوه ملی او اسلامی حکومت پواسطه چی وکولای شی داوسنی تنظیمی اوقومی اردو څیره یوی مسلکی اردو ته واړوی، تیرشی.
پای